ربه

كاشكې ماشوم وى خدايه

د دې غمو نه لرې

په هيڅ هم نه پوهيدى

دا پوهيدا كيدى شي

زما د مرګ د لامل شي

ځكه چې!

اوس مې ډير ډير ځوروي

د چا خالونه او د چا يادونه

اختر دى لرې يم له كلي خدايه

نه هم جامې لرم نه سره لاسونه

بس په دا زړه كې مې يو ټك شي ربه

د چا يادونه مې كوږ ووږ كړي لكه مار چيچلى

خو بس يوازې ځان ته ډاډ وركوم

چې بل اختر هم شته دى و به شي نو

خو زما ګمان دى زما د خيال كښتى

ساحل ته نوره تللى نه شي

طوفان يې بيايي كوم يو بل لوري ته

اى نازنينې بس د خداى په خاطر

راته دعاوې د وصال كوه ته ډيرې ډيرې

خداى مهربان دى چې قبولې شي دا ستا دعاوې

دا ستا وصال ته مې زړه ډير ډير كيږي

خو د وصال په طمعه، طمعه مې زړه داسې شين شو

چې تل ماشوم غوندې ژړيږم قرايږمه نه

ربه نور نه شمه زغملاى زه دا

ربه وصال غواړمه

ربه وصال غواړمه