غزل

هغه پېغله چې راپورته لــــه سجدې شوه

د الله،الله پـــــــــــــه شور کې رانیږدې شوه

 

تورې زلفې یې په سپین څـادر کې ټولې

پـــه نازکو پښو راتـاوه لـــــــــه کعبې شوه

 

سپینه خـــوله یې ښوریده پـــه پاکو تورو

ور دننه د جـــانان پـــــــــــــــــــه عقیدې شوه

 

چې پښتون لالی پــه څنګ ورسره نه ځي

پښه نیولي د جنت لــــــــــــــه دروازې شوه

 

رنګ یې حورې غوندې واوښته له عشقه

نن ورړنګه پـــــــــــــــه دوهمې سپارې شوه

 

د طالب د تـــــــــــــــــلو یې واوریدل له کلي

اننګو ســــــــــــره یې اوښکه دوه زارې شوه

 

طالب منګل