د بابرزي صیب یوه ښکلې سندره چې ډیر وړاندې منګل او نغمې ډيره ښکلې ویلي وه ما یې هم د ځانګړې مینې له امله داده شعر ولیکه او د نړی جال څپو ته مې وسپاره. چې د یوټوب لینک یې هم دا دی کولای شی خوند ترې واخلی.
http://www.youtube.com/watch?v=En30luZetoo&feature=related
کابل ته تللي زمونږ وړکي غریبی ته
بیا نه راځينه وړ کي څوکی ته
په ننګرهار کې سږ کال پاتې شو ګرمی ته
بیا نه راځينه اوړکي څوکی ته
یو وار په هغه کلي راشه
بیا نه راځينه وړکي څوکی ته
په پخوانی کنډو ولاړیم مورکی ته
بیا نه راځینه وړکي څوکی ته
سبا به تللې کډې راشي
بیا نه راځینه وړکي څوکی ته
په کومه دښته کې به ناستې وي کیږدی ته
کابل ته تللي زمونږ وړکي غریبی ته
بیا نه راځینه وړکي څوکی ته
د یار د کلي پته راکه
بیا نه راځينه وړکي څوکی ته
د چا په لاس به خط ور لیږم کابلی ته
بیانه راځينه وړکي څوکی ته
د بابرزي سلام پرې وایه
بیا نه راځينه وړکي څوکی ته
که مسافرې کډې راغلې بوډیالی ته
کابل ته تللي زمونږ وړکي غریبی ته
بیا نه راځينه وړکي څوکی ته
په ننکرهار کې سږ کال پاتې شو ګرمی ته
بیا نه راځينه وړکي ګرمی ته