د پردیسي او له خپلې خاورې او هیواد څخه د لرې والي څخه کرکه:

مسافري داسې یو شی دی چې تل د هرچا لپاره د منلو وړ نه وي او د دې سره سره چې یو څوک په بل وطن کې ډيرې اسانتیا وې برابرې هم وي خو دی بیا هم پردیس بلل کیږي او د هیواد  ارمان کوي ځکه هغه متل دی چې وايي(هرچاته خپل وطن کشمیر دی).

د پردیسي او مسافري څخه وړاندې په پښتو لنډیو کې هم د کرکې ډيرې لنډی ویل شوي دي چې وايي:

مسافري سخته خواري ده

باران به اوري څوک به ځای نه ورکوینه

او یاداچې:

مسافري خوړلې یاره

خدای د نصیب په خپل وطن وکړه مینه

د مسافر یار زنکدن دی

مخ یې وطن ته کی چې ساه یې و خیژينه

چې د دې ډيرو خبرو څخه تیریږم ځکه چې د دې بیلګې دومره ډيرې دي چې که یوازې یې په لنډيو کې په بیلګو کې و غږیږم نو ډيرې رسالې او ډيرې پاڼې به پرې ډکې شي ځکه چې مسافري او د هیواد څخه لرې والی د هیڅ انسان لپاره د منلو وړ نه وي چې زه د خپلې موضوع د ښه ثبوت لپاره د ټولو څخه وړاندې د ښاغلي اندیښمن ځاځي له (لا خو له خپل ځان نه پردی یمه زه) ټولګې څخه یو غزل انتخاب کړی دی چې وايي:

غمجن مازديګري

تيريږي دې پر ما داسې غمجن مازديګري

په تا باندې پيرزو شه د وطن مازديګري

خپل خاورې بخت راکړي دي ګيله مو له چا نشته

زغمو به په پرديس کې دردمن مازديګري

شکمن مې په لفظونو د جانان کاندي قسم دى

چې ګورمه زړګيه دا شکمن مازديګري

دردونه او خوندونه پکښې دواړه په نڅا دي

ډک داسې له هنر دې د مين مازديګري

ډير څه له خدايه نه غواړو که غواړم هغه دادي

يو څو د مينې ډک او د ديدن مازيګري

جې هسې يې دردو سره مل هر مازديګر ښکاري

نصيب کې ددې چم نه شته ښادمن مازديګري

دلبره چې بې غمه مو په مينه باندې تير واى

يو څو د منډه اير غره په لمن مازديګري

د يار د ګلورين مخ تماشې چې پکښې نه وي

بې خونده ځکه بولي انديښمن مازديګري

                                               ( لا خو له خپل ځان نه پردی یمه زه شعري ټولګه)

چې په پورته غزل کې ښاغلي ځاځي ډيرو خبرو ته نغوته کړې د بیلګې په ډول وايي چې:

خپل خاورې بخت راکړي دي ګيله مو له چا نشته

زغمو به په پرديس کې دردمن مازديګري

او یا هم دا چې وايي:

د يار د ګلورين مخ تماشې چې پکښې نه وي

بې خونده ځکه بولي انديښمن مازديګري

چې په دې باندې زه د ډيرې تبصرې څخه تیریږم ځکه چې دا بیت په خپل ځای کې ډيرو خبرو ته اړیتا لري.

او یا هم د ښاغلي سید کریم خوستي دا غزل چې عنوان یې هم مسافر دی او داسې څه یې پکې را نغاړلي دي چې په ریښتوني ډول یو مسافر ته ور پيښیږي او وايي چې:

مسافره

سيد کر يم خو ستی

زما د زړګی سره په ما ګرا نه چير ته لا ړی

داوښکوډکی سترګی پر يشا نه چير ته لاړی

يکتا دغم ته پريښوم غم د نه دی جهنم دی

مدام پکی سوازيږمه ګل چيرته لا ړی

منم چی ستا په سټه به قيا مت وی يا مخشر وی

زړه چود شو زما هم ستا له خفګا نه چير ته لاړی

ژوند ون خو اه ژوندون وی چه وصال وی او جانان وی

بغير له تا قيا مت دی ګل اندا مه چير ته لاړی

چه ته به راسره وی ما به ويل چه که بادشاه يم

چی ته نه وی ملنګه يم سلطا نه چير ته لاړی

هير يږی می نه ستا داوښکو غبرګ غبرګ قطا رونه

زړګی دغمو ډک رانه جنا نه چير ته لاړی

مری کی به دخنډ وی لا به د اوښکی بهيږی

په مرګ به دهير نه کړم زما ځانه چير ته لاړی

قسم د زما خو ستيا چه به بيرته کله را شی

لږ راکړه دزړه ډاډ دزړه ارمانه چير ته لا ړی

دا هم د مسافري څخه د کرکې یو داسې انځور چې ه ریښتیا ډول سره يډر هغه کسان چې په کورنو کې دي هغه کسان ور یادوي چې کوم مسافر دي او لاندې شعر ازاد دی خو یو ځوابي شعر دې چې ښاغلي قدرت الله درمان له سعودي عربستان څخه را استولی دی چې وايي:

هو دا منمه ګرانې

دا ستا ګيله په ځای ده

زه په څلور کتابه پړ يم تاته

دا دې منم چې مې وعده کړي وه

چې په يو څو مياشتو کې بيرته راځم

خو لا تر اوسه لا درکه يمه

خو ګرانې څه وکړم مجبور يمه ډير

دلته حالات زما په وس کې نه دي

دا ځلې ګرانې دوکه نه درکوم

دا ځلې حال درته رښتيا وايمه

دغه حالات چې ګورم داسې ښکاري

کيسه له مياشتو نه کلونو ته شوه

نو ګرانې زه ډيره بښنه غواړم

دا څو کالونه رانه زړه صبر کړه

ځکه چې هيڅ مې په وس نه دي پوره

که ته رښتيا راسره مينه لرې

که زه له زړه نه په تا ګران ومه نو

دغه يو سوال راسره ومنه ته

زما په ياد کې اوښکې مه تويوه

زما د راتلو لارو ته مه ګوره ډير

خو که دې وس وي ګرانې دومره کوه

راته دعا کوه چې لاس مې بر شي

نور په پردي وطن کې

زه هم خوشحاله نه يم

هوکې په دې شعر کې ماته داسې زور ښکاري چې په ریښتونې ډول یې هیڅوک هم د اوریدلو وس نه لري زما په اند تر ټولو ډير خوند یې په دې کې دی چې ښاغلي شاعر یاد شوی شعر په پردیسي او له خپل کور او هیواد څخه لرې لیکلی دی او بله خبره داده چې ډير پښتانه ځوانان د نورو هیوادونو په برتله په عربي هیوادونو کې تر ټولو نورو هغو ډير میشت دي او ډيرې ځوانۍ پکې خاورې شوي دي چې ښاغلي شاعر یې د شعر او خیال په خوږه ژبه ډيره ښه څرګندونه کړې چې زه پرې نوره تبصره کول نه غواړم ځکه چې شعر ډير ساده دی.