دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې غونډه

ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې مرضیې امین شعر او د سولې نیازۍ لنډه کیسه ،چې په تیره غونډه کې پاتې سوې وه کره کتنې ته وړاندې کیږي.

آغلې فریبا سوله مل او وږمه فضلي به په دغه شعر اوکیسه لیکلې کره کتنې اوروي.

په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې زمزمه عرب نیازۍ د مور ورځې دتاریخچې په اړه لکچر وړاندې کوي.

دژورنالیزم دکورس په برخه کې به استاد وحید احمدزی خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت

وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار                  

دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ