محمد جاوېد کمال

 دالای لاما ( Dalai lama )

تنزین ګیاتسو ( TenzinGyatso ) څوارلسم دالای لاما دی . دالای لاما د بودا یانو مذهبي مشر یا رهبر ته وايي ، په مغولي ژبه (دالای)اقیانوس ته وايي او د (لاما) لفظ د پیر یا روحاني مانا ورکوي . اوسنی دالای لاما یا (تنزین ګیاتسو) په کال 1935 کښې په (تبت) کې زیږیدلی دی د څوارلس کلنۍ څخه يي د ټولوعلومواو برنیوژبو په زده کړه پیل کړیدی ( ١٥) کلن وو چې د (تبت) د سياسي رهبرپه توګه پرتخت کښیناست . دالای لاما ( ژوند په سوله کښې ، مرګ په سوله کښې ) خپل د تګلارې اواند بنسټ ګڼي ، نوموړی په 1986 کال د (نوبل دسولې) جایزه خپله کړه. په کال 2006 کښې د کاناډا هیواد لاما ته افتخاري تابعیت ورکړ. په 2007 کال کښې د امریکا د متحدوایالاتوکانګرس نومیاد د  سرو زرو په مډال ونازاوه اود ټایمز ورځپاڼې د می پردوهمه نېټه 2008 کال دالای لاما د نړی اول نمبر با نفوذه اومحبوب رهبر وباله.دالای لاماپه 2008 کال په خپلوتقریررونو کښې څوغوره جملې مطرح کړې چې دغوکرښونړیوال شهرت وموند .

١ - په یاد ولره چې مینه او لویې لاسته راوړنې لوی خطرونو ته اړتیالري.

٢ - کله چې یوڅه دلاسه ورکړې د دغی پیښې څه درس اخیستل دلاسه مه ورکوه

٣ - دغه ٣ میمه ( م ) تل په یادلره :

الف- مینه دخپل ځان سره اودرناوی خپل ځانته.

ب- مینه دټول بشریت سره اودرناوی وهرانسان ته.

ج - مسؤلیت منل دهغوکړنوچی تا سرته رسولي وي.

٤ - که غواړې چې قوانینوته تغیرورکړې لومړی په قانون ځان پوه کړه.

 ٥ - کله چې پوه سوې چې خطا دې کړې ده د جبرانولو په خاطربیړنی اقدام وکړه.

٦ - بدلون ومنه ولې خپل ارزښتونه په اساني دلاسه مه ورکوه.

٧ - په یادولره چې ځېنې وختونه پټه خوله ترټولوښه ځواب وي.

٨ - په یاد ولره دهغه شي نه لاس ته راوړل چی ته يي تلاش کوې پخپل ذات کښې د یوه نوي شي د په لاس راوړلوښه موقع وي.

۹- د یوې کوچنۍ مشاجرې د پاره غټې اړیکې دلاسه مه ورکوه.

 محمد جاوېد کمال