گلالۍ عمرخیله

د ميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد یوولسمې اونيزې غونډې رپوټ

 دميرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د غبرګولي په ۲۹  نیټه د پوهني وزارت په كلوپ كې ترسره شوه.

غونډه دقرآن عظیم الشان دڅو ایتونو  په تلاوت سره رسماْ پیل شوه. د غوندی ریسه اوږۍ امیل او د زمزمه نیازۍ په مشری غونډه پره مخ وړل کیده دغونډی میلمه  آغلې  ملالۍ او دغونډی رییسه صالحه سروری وه. په پیل کې په کاري مسایلو خبرې وشوې سوله نیازی د رڼا  د مشاعری د کلیزی په باره کی خبری وکړی چه انشا الله دیر ژر به دا کلیزه پرانستل شی ، په غونډه کې درڼا مشاعرې په اړه هرې خور خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل.

 دوهمه برخه کی کرکتنه وه چه د لیمې نیازی په یو مضون لیکلی وه شاعر څوک دی او شعر څه ته وایی . دیره ښکلی لیکنه وه چه ټولو د بهیر غړو پری خبری وکړی .سوله نیازی او وگی امیل د دی د مضمون ستاینه وکړه او دی ته ای کامیابی غوشتنه وکړه . په دریمه برخه کې مشاعره وه چي ټولو بهير والو پكې ګډون وكړ او ښكلي شعرونه پكي وويل سول دغه راز دولایتونو له کلیو څخه هم خویندو دټیلفون پر کرښه خپل شعرونه ولوستل.

 د مشاعری برخه چه  دلطیفه جانې لالهاند په شعرشروع شوه . او بیا گرانی خور شکریه خروټی ، گلالی عمرخیل ، سیمین صدف ، پاریسه خزان ، آرزو نیازی ، نجیبه آشنا ، سوله نیازی ، ستوری معارج ، اوگی امیل ، گل مینه یوسفزی چه هر یوه په وار سره خپل شعرونه ولوستل.

په غونډه کې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې به سوله نیازۍ خپله لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي او فریبا سوله مل او وږمه فضلي به پرې لیکلې کره کتنه وړاندې کوي.

غونډه دناشتا په خوړلو سره د مازديګر پر څلورو بجوپای ته ورسيده ياده دې وي چې د مېرمن بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين پر دوه بجو کابل کې د پوهنې د وزارت په کلوپ کې جوړېږي.