نلسین منډیلا(nelson mandela )د نړی د څو هغوبختورو شخصیتونود نوملړیونوم دی چې تل په درناوي ېادېږيي . ښاغلي منډيلاد سولې ، انسانی حقونواو دیموکراسي سمبول هم بولي نوموړي د خپل هیواد(سويلی افرېقا)داستقلال د خپلولو په منظور پوره ( ٠ ٥ )کاله مبارزه وکړه ، (٧ ٢ )کاله یي د دغه سپېڅلي ارمان په جرم په بند کښې تیرکړل په کال1994 کې دمنډیلاټولې هلې ځلې برېالی سوې اوپس له 342 کالوڅخه یي (apartheid )ته دپای ټکی کښیښود پر 27 د اپریل کال 1994 په دغه هیوادکښې ټول ټاکنی ترسره سوې دا ټاکنې د منډیلاګوند (ANC )په قاطع اکثریت وګټلې اومنډیلا پر 10 د می 1994 کال د سویلي افریقا واکمن سو. تراقتدار ٣ کاله وروسته په کال 1997 کې نوموړي د خپل حاکم ګوند د مشرتوبه استعفا وکړه کله چې په کال 1999 کې بیا ټول ټاکنې کیدونکې وې نو منډېلا نه یوازی په ټاکونو کښی د نه ګډون کولو ، بلکه دسیاست سره یي هم د تل لپاره مخه ښه  وکړه . دغې پریکړې ټوله دنیا حیرانه کړه اود ښاغلی منډېلا تر50 کلنی مبارزې درنه ثابته سوه . یوه امریکایي خبریال د منډیلاڅخه د دې پریکړې علت وپوښته منډیلا په ځواب کې ورته وویل : په کال 1994 کی زما ومخ ته دوه انتخابه پراته وه چې یو اقتدار او دوهم عزت وو ما د دغودو څخه یوبایدانتخاب کړی وای د انتخاب په اړه مې پوره 5 کاله اوږد فکر وکړاو په پای کښې مې عزت انتخاب کړ . منډیلا زیاتوي ، عزت اواقتداریود بل ضد دي او په دنیا کې ډیرکم داسي اشخاص موندلی سو چې داقتدار سره يي عزت هم ګټلی وي . -------- محمد جاوېد کمال


 کمال صیب ډیره زیاته مننه ستا د دې کمالي لیکېنې څخه که وکولای شې دې ته ورته نورې ښکلې خبرې ترمونږ پورې را ولیږې مونږ به یې په ډيره مینه خپرې کړو او  خلک په ځانګړې توګه افغانان به پوه شي چې: اقتدار، پرمختګ څنګه او له کومې لارې څخه راتلای شی.بیا هم مننه کوم. ستاسو د لا بریاو په هیله ورور دې محمدالله ارین احمدزی