دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې غونډه
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې سولې نیازۍ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي.
آغلې فریبا سوله مل او وږمه فضلي به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.
ټولې خویندې به د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې راحله نوري د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم دکورس په برخه کې به دژورنالیزم استاد خپل برابرسوی لکچر وړاندي کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
وخت: شنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار
میرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ