دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې پنجشنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې ښکلا ځدراڼ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي.

آغلې وږمه فضلي به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.

په غونډه کې د((ماشومانو لپاره)) دمیرمنو دلنډو کیسو دټولګې په اړه چې آغلې راحلې نوري تدوین کړی خبرې کیږي.

ټولې خویندې به درڼا مشاعرې په اړه د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.

په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې ستورۍ معارج د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.

دژورنالیزم کورس دا ځل دکاري مسلو دزیاتوالې له امله ځنډیږي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې دپنجشنبې ورځې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت

          وخت: پنجشنبه،یوه نیمه بجه،دپوهنې وزارت تالار

                         دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ