د بې اتفاقي څخه کرکه:
وروسته تر دې چې د اسلام مبارک دین د ځمکې سر ته زمونږ د ستر لارښود حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)په مشری راغی نو د ډيرو نورو مسلو تر څنګ یې د دې پدیدې سره هم مبارزه وکړه ځکه په هغه وخت کې د عربو په منځ کې رنګارنګ توپيرونه کیدل او ډير قومونه د ځينو ناسمو او یا سمو کړنو له امله په نورو هغو باندې غوره وو،د بیلګې په ډول قریش تر ټولو غوره وو د دې لپاره چې دوی د کعبې ساتنه کوله او تور حبش بیا د دې لپاره د نورور ټولو څخه کښته وو چې دوی تور دي او تل به یې دوی د غلامانو په يڅر ساتل او ډيری یې د عربو او نورو قومونو غلامان وو،نجونې به ژوندې ښخیدې د دې لپاره چې دوی نه غوښتل نورو ته واده شي او یا د هرچا سره به چې ډيره دنیا وه او ډير زور به یې وو په نورو هغو به ډير غوره وو خو کله چې اسلام راغی او د اسلام سره سم د خدای وروستی کتاب قرآن عظیم الشان راغی داسې ډير څه یې ورک کړل ځکه خدای(جل جلاله)فرمايي:یایهاالناس انا خلقنکم من ذکر و انثی ان اکرمک عندالله اتقی کم... الایه...ژباړه:ای خلکو ما پيداکړی تاسو د یو نر (ادم)او یوې ښځې(بي بي هوا)څخه هیڅ یو ستاسو په نورو باندې غوره نه دی مګر غوره دی هغه څوک کوم چې پرهیزګاره وي.همدارنګه نبي علیه سلام وايي:کل تقي ونقي فهوا آلي...الحدیث
د دې ناسمې پدیدې غندنه د پښتو ژبې په ډيرو برخو کې په تیره بیا د ادب په برخه کې هغه هم په نظم کې شوې ده چې د دې موضوع په اړه زه په سر کې د د پښتو ژبې د یوې ښځينه شاعرې آغلې زرلښتې حفیظ یو شعر را اخلم چې خدای ته یې د دعا په ژبه څه ویلي دي:
نظم
آغلې زرلښته(حفیظ)
چې دننګ او دغيرت خبرې بيا کړي
خدايه داسې يو انسان په کې پيدا کړي
هسکه غاړه دغليم په کور ماتم شي
خدايه داسی جنوني عشق را عطا کړي
چې فرق نه کوي تاجک،ازبک،پښتون کې
داسې پاکه له کينې نه مې دنيا کړي
چې منصور غوندې تيار وي دار بازی ته
خدايه هغسې انسان زمونږ پيشواکړي
چې يو لاس کې محبت بل کې غيرت وي
خدايه داسی قهرمان په کې پيدا کړي
دغر بيانو په دونيا کې پښتو نه شته
ګل وطن مې ګلالۍ ده ته يي راکړي
دملالۍ، زرغونې، نازوکيسو نه
لکه هوډ ديو پښتون همت زما کړي
چې ورېږي به پرې نور د جنتونه
دزاهد په عبادت کې مې يو ساه کړي
چې فرهاد غوندې دميني ازمايښت کې
هوډ کې کلکه دغيرت کسان پيدا کړې
تاج محل دمينی جوړ چې مې ي وطن کړي
خدايه داسي شاه جهان په کې پيدا کړی
د (حفيظ)دنيا خو دومره وړه نه ده
دوطن سر تورې مور ته مې امسا کړی
(دځوانمرګ ارمان دټولګۍ څخه)
چې د دې شاعرې دا یو شعر ماته ډير په زړه پورې دی چې وايي:
چې فرق نه کوي تاجک،ازبک،پښتون کې
داسی پاکه له کيني نه مـــــــــې دونيا کړي
چې که چیرې د دې شاعرې دې شعر ته وګورو نو زمونږ په هیواد کې ډيرې ناخوالې د دې له امله رامنځ ته شوي دي چې ټول ځان ته کار کوي او یو پر بل باندې ځانونه غوره بولي او یا ځانته غږره والی ورکوي خو که چیرې د افغانستان په تاریخ کې د نورو ژبو په پرتله پښتو وکتل شي نو تر ټولو څخه پښتو ژبې د دې پدیدې پر وړاندې ډيره مبارزه کړې ده او تل یې د ځان غوښتنې غندنه کړې ده.
او یا هم د ښاغلي حمید حساس دا په زړه بورې او حساس غزل چې د بې اتفاقي او کرکې څخه پکې د کرکې څرک له ورایه لږیږي.
غزل
حميد حساس
چې له يو بل ځينې مو کرکه راغله
کور ته بلا زمونږه ځکه راغله
بيا به د چا په خونه بم غورزوي
له پاسه خړه الوتکه راغله
چا وويل دا بمبار له کومه کوې
ما وې چې پورې له اټکه راغله
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دی
تر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
(احساسه) بس زمونږ پښتون ټبرته
له هرې خوا نه لويه سپکه راغله
که چیرې د دې شاعرې دې ښکته شعر ته وکتل شي نو د یو احساس او یوې ناخوالې څخه پرته چې ټول د جګړې او ځان پالنه له امله منځ ته راغلې نور څه پکې نشته ښاغلی شاعر وايي:
ښايي چې دلته يې شهيد زوی ښخ دی
تر هديرې ځکه چابکه راغــــــــــله
دلته به ډيرو کسانو ته ډيرې داسې مندې سترګو ته ودریږي چې د بچي داسې غم ځپلي دي او څو ځله تر هدېرې پورې راغلي دي.