تر ټولو د ژوره کلمه"مونږ" ده چې هغه باید وکاروو

    ترټولو ډیره دود کلمه"عشق" ده چې باید هغه ته غاړه کیږدو.

    تر ټولو بې ذرحمه کلیمه" نفرت" دی چې باید هغه له منځه یوسو.

    تر ټولو سرکشه کلیمه" هوس" ده چې باید د هغه سره لوبې ونکړو.

    تر ټولو خود خواه کلیمه" زه" ده چې باید ترې ځان وساتو.

    ډیره نه پاتې کیدونکې کلیمه"غصه" ده چې هغه باید کنټرول کړو.

    تر ټولو خوښونکې کلیمه"کار" ده چې باید هغه تر سره کړو.

    تر ټولو پوچه کلیمه "طمعه" ده چې باید هغه له ځانه لرې کړو.

    تر ټولو جوړونکې کلیمه"صبر ده چې د لرلو لپاره یې باید دعا وکړو.

    تر ټولو روښانه کلمه" امید" دی چې باید هغې ته امید وار واوسو.

    تر ټولو کمزورې کلمه" حسرت" ده چې باید هیڅ ډول پاملرنه ورته وو نکړو.

    تر ټولو غښتلې کلمه" پوهه" ده چې باید هغه ولرو.

    تر ټولو کلکله کلمه"په کار پسې" ده کاشکې چې هغه ولرو.

    تر ټولو بده کلمه"غرور" ده چې باید په خپل ځان کې یې له منځه یوسو.

    تر ټولو سسته کلمه" چانس" دی چې باید ورته هیله مند و نه اوسو.

    تر ټولو مشهوره کلمه "شهرت" ده چې باید ور پسې و اوسو.

    تر ټولو ښکلې کلمه" خندل" دي چې باید تل یې ولرو.

    تر ټولو اړینه کلمه" تفاهم" دی باید کوښښ وکړو چې رامنځ ته یې کړو.

    تر ټولو سالمه کلمه" سلامتي" ده چې باید اهمیت ورکړو.

    تر ټولو اصیله کلمه" اطمینان" ده چې باید اعتماد پرې وکړو.

    تر ټولو بې احساسه کلمه" بې تفاوتي" ده چې باید ورته پام وکړو.

    تر ټولو ښکلې کلمه" انډیوالي" ده چې باید ترې ناسمه ګټه پورته نکړو.

    تر ټولو ښکلې کلمه" ریښتونولي" ده چې باید د دې کلمې سره ریښتوني و اوسو.

    تر ټولو ناسمه کلمه" دوه مخي" ده باید چې یو ډول و اوسو.

    تر ټولو نړونکې کلمه" تمسخر دی ایا ستا خوښیږی چې داسې در سره ووشی؟

    تر ټولو اغیزمنه کلمه" درناوی" دی چې باید ارزښت ورکړو.

    تر ټولو ارامه کلمه" ارامش" دی باید هیله مند و اوسو تر څو هغې ته ورسیږو.

    تر ټولو عاقلانه کلمه" احتیاط "دی چې باید خپل حواس کنټرول کړو.

    تر ټولو ناسمه کلمه" محدودیت" دی باید پرې نه ښودل شي چې زمونږ د پرمختګ مانع شی.

    تر ټولو سختخ کلمه" ناشونې" ده باید داسې باور وکړو چې شونې ده.

    تر ټولو مخربه کلمه" تلوار" دی باید شاته مو هم څه ناڅه پام وي.

    تر ټولو توره کلمه" ناپوهي" ده باید چې د علم به نور یې روښانه کړو.

    تر ټولو وژونکې کلمه" اضطراب" دی چې باید هغه نادیده ونیسو.

    تر ټولو د ډير صبر لورنکې کلمه" انتظار" دی او باید منتظر واوسو.

    تر ټولو بې ارزښته کلمه" غچ اخیستل" دي باید پرېږدو او تیر شو.

    تر ټولو ارزښت لرونکې کلمه" بخشش" دی باید خپل کوښښ وکړو.

    تر ټولو ښکلې کلمه" خوشرويي" ده چې د ښکلا راز پکې نغښتی دی.

    تر ټولو پاکه کلمه" پاکوالی " دی چې رعایت کول اصلا سخت نه دي.

    تر ټولو ښه کلمه" وفاداري" ده څومره به ښه وي چې په خپله کړې ژمنه ژمن پاتې شو.

    تر ټولو یوازې کلمه" ځانه یوې خواته"ساتل دي باید په دې پوه شو چې ډير غوره دي له یوه نه.

    خوځونکې کلمه" هدفمندي" ده بې له کوم هدف څخه ژوند یوازې په یوه وهم کې ژوند کول دي.

    نو باید ټول سره یو ځای د بریالي توب خواته وخوځیږي.