دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې لیمې نیازۍ لنډه کیسه چې په تیره غونډه کې دموضوعاتو دزیتوالې له وجې له نقده پاتې شوې وه،کره کتنې ته وړاندې کیږي.
دغه کیسه په تیره غونډه کې پر ګډونوالو وویشل شوه.
آغلې مرضیه امین به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.
په غونډه کې د((ماشومانو لپاره)) دمیرمنو دلنډو کیسو دټولګې په اړه چې آغلې راحلې نوري تدوین کړی خبرې کیږي او ګویته انستیوت ته استول کیږي.
ټولې خویندې به درڼا مشاعرې په اړه د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي.
په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې عزیزه افغاني د ورسپارل سوې موضوع په اړه لکچر وړاندې کوي.
دژورنالیزم کورس دا ځل دکاري مسلو دزیاتوالې له امله ځنډیږي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت
دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ