ميرمن كلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د ثورپه ۱۱ چې برابره ده د مي اول د ۲۰۱۰ م كال د پوهني وزارت په كلوب كې ترسره شوه عونډه د شكريې خروټي په كوربه توب او د اغلې نجیبې په رياست پر مخ ولاړه د غونډي میلمانه چي د خوست ولايت څخه راغلې وې هريوه اغلې زيبا او رابعه وې.
غونډې دري برخې درلودې چې په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبري وشوې چي په دي لړ كې د رڼا مشاعري لپاره د تدارك كميټي غړو ته چي كومې دندي سپارل شوي هر يوي خپل رپورټ وړاندي كړ، چي وروسته د رپوټ اوريدونه په غونډه كي وويل شول چي د رڼا مشاعري ځاي دي بايد د قلم ټولنه وټاكل شي چي له يوي خوا كه ډير ښكلي ځاي دي او له بلي خوا دا به د رڼا مشاعري لپاره اقتصادي هم تمام شي ځكه هغه پيسي چي په يوه هوټل لګيږي هغه به دميرمن بهير ځيني اړتياوي پوره كړي او میرمن بهیر اوس دمشاعرې لپاره دهوټل او هغو لګښتونو پیسې چې په نورو کلنیو مشاعرو کې لګیږي نه لري نو هڅه دې وشي چې یو مناسب او اقتصادي ځای درڼا مشاعرې لپاره پیدا سي.دا خبره ټولو بهير والو ومنله .
همدا راز پاریسې خزان ته د بروشور او د كارت د چاپولو دنده وسپاره شوه چي ترراتلونكې اونۍ به يې سر ته رسوي همدا راز سولي نيازۍ له بهير والو څخه هيله وكړه ترڅو خپلي خپلي دندې ژر او په ښه ډول سره سر ته ورسوي.
د غونډې په دوهمه برخه كې د اغلې خور سمين ګل يوطنز كره كتني ته وړاندې شو طنز ډير ښكلی و او د ټولو خويندو له خوا وستايل شو ګلالۍ امرخيلي د طنز په اړه وويل چي دا د ميرمن بهير د غړو له خوا لومړي ظنز دی چې اغلي سمين جانې ليكلی دی او دستایلو وړ دی، هیله ده زموږ پښتنې خویندې دادبیاتو په دغه ډګر کې هم خپل قلمونه وازمایي او دټولنې ناخوالې په ګوته کړي.
ورپسي سولي وويل چي طنز ډير ښكلي پيغام درلوده . ټولو خويندو طنز خوښ كړ او د هغي د لا برياليتوب هيله يي وكړه .
په غونډه کې دا هم وويل شول چي راتلونكي اوونۍ ته د آغلې خور ليمې نيازۍ كيسه كره كتني ته وړاندې شي. کوښښ دې وشي چې دغه لنډه کیسه تر بلې غونډې پورې ټولو خویندو ته ورسول شي او آغلې مرضیه امین به پر دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.
د غونډي په وروستي برخه كي مشاعره وه چي ټولو بهير والو پكي ګډون وكړ او ښكلي شعرونه پكي وويل سول. او د تعليمي او تربیتي راډيو ټلويزيون له خوا ثبت شوه د مشاعري نه وروسته د هيواد د تكړه شاعر ،ليكوال او ژورناليست علم ګل سحرشعري ټولګه ((لاهم څارمه ستالارې ))يو يو ټوك په بهير والو وويشل شول، دغه راز دا هم وویل شول چې د یوې نړیوالې موسسې له خوا د افغاني ميرمنو لپاره د تجارت په برخه كي روزنيز پروګرام شروع كيږي مينه وال كولاي چي پكي ګډون وكړي مینه وال دې د لازياتو معلوماتو له پاره د ميرمن بهير په اونيزه غونډه كې ګډون وكړي او له دي چانس څخه دې ګټه واخلي.
داچې دافغان میرمنو لیکوالو دلنډو کیسو دکتاب راټولوونکې آغلې وږمه فضلي دغې غونډې ته نه وه راغلې پر دغه کتاب دوروستي بحث موضوع بلې غونډې ته وځنډیده.
غونډه د مازدیګرنۍ په خوړلو سره په څلورو بجو پاي ته ورسيده.هيره دي نه وي چې د ميرمن بهير اونيزه غونډه د هرې شنبې ورځ په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په كلوپ كې جوړيږي .
په درناوي