دا چا قسمت کي ېې وي خندا لیکلې
څوګ وي پيدا صرف داژړه لپاره
څوګ ديار خواکي هم خوشاله نوي
څوګ شي ملنګ د يار خندا لپاره
زما ژړه او فريادونه ډيردي
په مخ داوښکوبارانونه ډيردي
مرګ په ځوانی کي خدايه مه راولي
زما نيمګړي ارمانونه ډير دي
په تورو غرو رانه پنااوسیږي
زړه کي ته هروختي زمااوسیږي
اشنا د خپله قدر څه خبر يي
زمابدن کي لکه ساه اوسيږي
په هر چا چي د دنياغمونه ډير شي
نوي نوي ياران ګوري زوړتري هيرشي
ته خفه نه شي زه خپل جانان ته وايم
چي په ما ني کله راشي غلی تيرشي
06.05.2010
- محمدالله آرین احمدزی
واشنګټن ته د ولشمسر سفر او په وړاندې یې شته ننګونې!!!
ټاکل شوې راتلونکې اونۍ ولسمشر کرزی د یوه لوړ پوړي افغاني پلاوي په ګډون د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر ولاړ شي، که څه هم تر اوسه پورې افغان دولت ددې سفر موخه په رسمي ډول نده په ډاګه کړی خو سی...
06.05.2010
- محمدالله آرین احمدزی
ميرمن كلتوري ټولنيز بهير اونيزه غونډه د شنبې په ورځ د ۱۳۸۹ د ثورپه ۱۱ چې برابره ده د مي اول د ۲۰۱۰ م كال د پوهني وزارت په كلوب كې ترسره شوه عونډه د شكريې خروټي په كوربه توب او د اغلې نجیبې په رياست پر مخ ولاړه د غونډي میلمانه چي د خوست ولايت څخه راغلې وې هريوه اغلې زيبا او رابعه وې.
غونډې دري برخې درلودې چې په لومړۍ برخه كې په كاري مسايلو خبري وشوې چي په دي لړ كې د رڼا مشاعري لپاره د تدارك كميټي غړو ته چي كومې دندي سپارل شوي هر يوي خپل رپورټ وړاندي كړ، چي وروسته د رپوټ اور...