د غويي اتمه دې څوك ولمانځي؟؟؟؟؟؟؟؟؟

            دا هم د دې جګړې پايلې وې چې افغانانو وڅكلې.................................

په افغانستان كې د غويي اتمه د دې سره سره چې افغان اولس ته د وياړونو څخه ډكه يوه ورځ ده يوه لويه غميزه هم بلل كيدى شي.ځكه د دې ورځې څخه وروسته په افغانستان كې د خپل منځي جګړو اورونه بل شول او داده څو لسيزي يې دوام وكړ. د دې سره سره چې افغانستان له يوه نړۍ وال ناورين څخه خلاص شو په يوه كورني ناورين واوښت.او دا كورني ناورين دومره زور ونيو چې نيژدې څو لسيزې يې دوام وكړ او ډير افغانان يې د غم په ټبرونو كينول. د دې سره سره چې دا ورځ زما په اند يوازې د هغوكسانو لپاره د لمانځلو وړ ده كومو چې په دې ورځ د دې هيواد او خاورې لپاره د خپلې كورنۍ غړي له لاسه وركړي دي او يا هم هغه كسانو ته چې په دې جګړو كې وروسته له بريالي توب څخه ښكيل نه وو. خو بيا هم همهغه رهبران دي او د دې ټولو مستحق خپل ځانونه بولي حال داچې په دې جګړو كې د دوى د كورنى هيڅ وګړى هم نه له منځه لاړ او نه هم داسې بې كوره شول لكه نور افغانان بلكه د دوى كورنى د دې په ځاى چې بې كوره شي د ډيرو كورونو او شتو خاوندان شول چې بيلګې نن سبا په افغانستان او ټوله نړۍ كې شته دي.په افغانستان كې د قدرت پر سر جګړې دومره زور نيولى وو چې د كابل لوټې لوټې كيدو او د ۶۰۰۰۰څخه د زياتو افغانانو وژل كيدل او د ډئيرووژل كيدو او په پاى كې د كابل لوټې لوټې كيدو دوى ته هيڅ ارزښت نه درلود. د دوى د كړنو له امله ډيرو ميرمنو خپل ځانونه له ډيرو لوړپوړو ودانيو څخه را خطا كړل، هلكان په نكاح شول لوټ تالان ووشو او ډير نور كسان د روسانوڅخه وروسته هم بې كوره شول. د دې سره سره چې دا مراسم په تيرو څو لسيزو كې د يوې تاريخي ورځې اهميت لري خوافسوس په دې دى چې د دې ورځې ګټونكو داسې څه وكړل چې تيرې څو لسيزې يې هم بې خونده او كم رنګه كړې. ځكه د دوى له لاسه د افغانستان اردو، پوليس، هوايي او ځمكني قواوې او وسلې په نورو خرڅې شوې هر يو د يو هيواد لپاره كارپيل كړ او له افغانستان څخه پې د سمنك ديګ جوړ كړ چې كاونډي هيوادونه هم لكه د ښځو په څير ورناست وو سمنك يو وو خو سندرې بيلې بيلې وې.چا د ايران لپاره سندرې ويلې، چا د پاكستان لپاره، چا د هم هغه روس لپاره چې د دوى په هڅه له هيواد څخه شړل شوى وو او چا هم د غرب او اروپل لپاره. ډيرې جګړې شوې، قومي تعصبونه وشول د خلكو په سرونو كې ميخونه ټك وهل شول د ښځو څخه تي پرې كړل شول يو افغانستان څو ځايه شو او يو افغان ملت په څو ملتونو وويشل شو. چا چې څه غوښتل هغه يې وكړل.خو همدغو رهبرانو چې نن ځانونه د دې ورځې ځانګړي ګټونكي بولي يو ځل هم وو نه ويل چې نور بس ده هر يوه يې ويل چې نه بايد قدرت ته ورسيږي. ډيرو يې د رياست جمهوري څوكۍ د ځانه سره غرونو او حتى پرديو هيوادونو ته له ځانه سره يوړه خو نه يې پريښوده چې د ده څخه يې څوك واخلي.

د دې جګړې پايلې:

۱— د افغانستان دا تاريخي ورځ نوم بدې شوه اوګټه يې يوازې هغو كسانو ته ورسيده چې غوښتل يې د دې ورځې ګټونكي بدنام كړي او خپلوموخو ته ځان ورسوي.

۲—په افغانانوكې د ازادي ساه چليدلې وه خو ژر له ستوني ونيول شول او پري نه ښودل شول چې د دې ورځې څخه څوك داسې لمانځنه وكوي لكه څنګه اړتيا وه.

۳—كابل لوټې لوټې شواو ډير كسان ووژل شول بې كوره شول او معيوب معلول شول.

۴—په افغانستان كې قومي تعصبونو ته لمن ووهل شوه او دې حد ته ورسيده چې د دې تعصبونو اورتر نن ورځې پورې بل دى او هيڅوك د دې توان نه لري چې ياد شوى اور مړ كړي.

۵—سپيڅلى جهاد او د شهيدانو اومعيوبينو هيلې له خاورو سره خاروې شوې او هغه كسان چې په يو سپيڅلي نوم چې مهاجرت وو له هيواد څخه لرې تللي وو خو دوى دې حال ته په كتو بيرته زړه دې ته ښه نكړ چې بيرته خپل هيواد ته راشي او د دې هيواد په بيا ودانولوكې ونډه واخلي ځكه هغه وايي چې د زرور اوبو مخ پورته هم خيژي.

۶—افغانان بدنام شول او په ټوله نړۍ كې داسې نوم وګاټه چې خلكو دروس شتون د دې ډلو له شتون څخه غوره ووباله؟

۷—ډيرو هغو بهرنيو هيوادونو ته چې  وړاندې يې غوښتل د اسيا زړه( افغانستان) اشغال كړي دا زمينه په لاس ورغله ترڅو د ځان لپاره يو ښه ګوډاګى ومومي چې پايله يې په دې هيواد كې استخباراتي جګړه شوه چې داده تر ننه پورې دوام لري او لا هم روانه ده او هر هيواد هڅه كوي چې د ځان لپاره يوه ډله ټپله ولري.

۸—پرديو هيوادونو ته په ځانګړۍ توګه هغو هيوادونو ته چۍ غوښتل يې د دې هيواد په فرهنګ يرغل وكړي باي هم د دې زمينه برابره شوه چې د دې هيواد په فرهنګ باندې تيرى وكړي او دا تيرى داسې يوې كچې ته رسيدلى دى چې داده نن سبا يې د قومونو په ګډون افغان دولت هم له مخنيوي څخه عاجز دى.

۹—افغانستان په سمتونو او ولايتونو باندې و ويشل شو.

۱۰—تعصب دومره زور ونيو چې ډير افغانان يې قرباني كړل او ډير افغانان يې د ډيرو وينوته تږي كړل.

دې ته ورته كيدى شي ډير نور مهم ټكي هم وي خو په يوه ليكنه كې د څو لسيزو د ناخوالو خلاصه كول به دومره اسانه كار نه وي. خو اوس افغانان اوسنۍ وضعې او د هيواد تباهي ته په كتلو سره هك پك دي چې دا ورځ د چا لپاره ولمانځي..... ايا د رباني، مارشال فهيم، ډبل عبدالله، سياف،محقق، خليلي او كه رستم لپاره كه يې د دوى لپاره لمانځي نو دوى خو د دې هيواد لپاره د تباهي څخه پرته بل څه نه لري اوكه د هغو يو نيم ميليون شهيدانو لپاره چې خاص د اسلام او د دې هيواد لپاره يې جګړه كړې او شهيدان شوي دي نو بيا دوى په دې مراسمو كې څه كوي او ولي د مجاهدينو كورنۍ دوى ته نه وايي چې تاسو نه شى كولاى په دې ورځ كې ګډون وكړي. په هر حال دې تيرو كړنو ته په كتلو بايد اوس هم هغه سياسي ډلې چې په افغانستان كې شتون لري بايد د رهبرانو په څير هڅې وو نكړي ځكه د دوى دا كړنې كيدى شي د دوى لپاره يوه ورځ په داسۍ پيغور بدلې شي. هر افغان بايد د خپلو شخصي ګټو څخه ملي ګټو ته ارزښت وركړي ځكه د تاريخ پاڼې ډكيږي خو خلاصيږي نه او تل به تاريخ د دوى په كړنو قضاوت كوي. په پاى كې د يو سرلوړي آزاد او اباد افغانستان په هيله.