دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې ګل مینې یوسفزۍ شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي.

دغه شعربه په غونډه کې پر ګډونوالو وویشل شي.

آغلې وږمه فضلي به په دغه شعر لیکلې کره کتنه اوروي.

په غونډه کې دمیرمن بهیر غړې آغلې  تورپیکۍ مومند دښځو د وړتیاوو د لوړتیا په اړه لکچر وړاندې کوي.

دژورنالیزم دکورس په برخه کې  دژورنالیزم استاد دژورنالیزم په اړه معلومات وړاندې کوي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت

 

 

دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالانشآ