دغوایي دورځو لمانځنه

په هسپانیا کې هر کال دغوایي میله په شاندارو مراسمو سره لمانځل کیږي په هندوستان کې هم ځینې کسان دغوایي لمانځنه کوي هسپانیا کوښښ کوي دغوایي میله نړیواله کړي او نور هیوادونه هم ددوی غوندې په همدې ورځ دغوایي میله ولمانځي .نه پوهیږم دهسپانویانو دعا به قبوله شوې چې دا څو کاله زموږ په هیواد کې هم داسې یوه میله جوړیږي دلته یوڅه وخت دغوایي په اوومه نیټه لمانځل کیده او دا څو وروستي کلونه دغوایي په اتمه نیټه لمانځل کیږي خو دلته دغه میله کله کله خپله دغویو په میله بدله شي ګډوډي پکې جوړه شي او په یوه شیبه کې دغوایي لمانځونکي ټول وتښتي او میدان خالي شي.دوه کاله وړاندې په کابل کې همدا کانه وشوه بیا وروسته دولت یو له انتظاره لیرې ګام پورته کړیعني هغه بې شمیره پیسې چې دغوایي په  لمانځلو لګیدې هغه یې زلزله ځپلو او غریبو خلکو ته تخصص کړي داچې هغو خلکو ته ورسیدې او که دچارواکو او جنګسالارانو جیبونه پرې ډک شول دا نو یوه خدای(ج) ته معلومه ده خو په هر صورت ډیر خلک ددولت په دې اقدام خوشحاله وو،خو دغوایي ځینو پلویانو بیا په دې اقدام اعتراض کاوو.

ددغې ورځې دمراسمو له ګډوډلو دمخه به دغه ورځ هر کال داسې لمانځل کیده چې تر دې ورځې یوه میاشت دمخه به ټولې لارې دخلکو پر مخ بندیدې زما یوه دوست کیسه کوله چې یوه ورځ په همداسې یوه ورځ په موټر کې کوم بهرنی هم راسره و، لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وه خارجي پوښتنه وکړه دا څه خبره ده چې لاره بنده ده؟ما ورته وویل:جشن را نږدې دی. هغه وویل:دڅه شي جشن ؟ستاسې جشن خو یوځل تیر شو؟ ماورته وویل:دثور داتمې جشن. بهرنی چوپ شو له څه سوچ وروسته یې وپوښتل : دا څنګه ورځ ده؟ماورته وویل :زموږ دازادي یوه ورځ ده.هغه وویل: دا تاسې څومره دازادي ورځې لرﺉ موږ همداسې یوه ورځ هم نه لرو ځکه چې هیڅ وخت دچا غلامان شوي نه یو.

ما ورته وویل په دې ورځ پخوانی رژیم له منځه ولاړ او مجاهدین بریالي شول. بهرنی څو شیبې چوپ و، وروسته یې وویل: ښه ښه دا هغه ورځ ده چې جګړې پیل شوې او ستاسې ښار پکې وران شو.وروسته یې وخندل: والله تاسې عجیب خلک یاست دخپلې بدمرغۍ ورځې هم لمانځﺉ.ماورته وویل:....

له دغه اوږده مثال څخه مې مقصدا داوو چې موږ اوس هم لا نه یو پوهیدلي کله چې په ټلویزیونونو او نورو رسنیو کې دثور داوومې پلویان خبرې کوي ته به وایي چې دا وطن دوی ګل او ګلزار کړی دی دوی اوس هم خپلې کودتاه ته انقلاب وایي.او دثور داتمې پلویان خو نو پهو.

هغوی دا ورځ دټولو بدمرغیو پای بولي.دثور اوومه او اتمه هغه ورځې دي چې ممکن په یادولو یې یو څو کسه خوښ وي خو د ډیرو هیوادوالو له سترګو په همدې ورځ اوښکې او له زړونو یې وینې څاڅي.

موږ لا اوس هم واقعیتونو ته نه غواړو تسلیم شواوس هم لا خپلې اشتباه ګانې خپلې قهرمانۍ بولو او د ډیرو خو لا زړه په دې خوارو زار ولس نه سوځي خپل نظرونه پرې تحمیلوي.

دا مهمه نه ده چې دغه ورځې دچا له لاسه راغلې دي دا مهمه ده چې موږ دخپلو تیرو په اړه ښه سوچ وکړو له هغو درس واخلو دخپل تاریخ په اړه له تعصب او احساساتو لیرې قضاوت وکړو.خپل نظرونه پر نورو تحمیل نه کړو او له تیرو څخه درس واخل.

سمون زرملوال