د هغه چا څخه کرکه څوک چې هیواد ته په سپکه ګوري:

د ټولو څخه د مخه به زه په ټولو پښتنو کې هغې کرکې ته راشم چې د هر یوه په زړه کې پرته ده او داسې جوتیږي چې د دې کار څخه هرپښتون  ډيره کرکه کوي چې دا کرکه وطن ته په سپکه سترګه کتل دي چې د پښتو ژبې اولسي شاعر ګران سخي جان وفایار دغو کسانو ته د شعر په ژبه خبله کرکه اوښیرې داسې بیانوي :

چې وطن ته ګوري سپک خدای د تباه کړي

که پښتون وي که تاجک خدای د تباه کړي

                       (سخي جان وفایارناچاپه اثر)

د ده د شعر د دې بند څخه د داسې جوتیږي چې دې شاعر په خپل شعر کې د کومو  کسانو څخه کرکه کړې. ځکه چې دا هیواد خو ډير مخکې احمدشا بابا د ډلې په تخت هم نه ورکاوو او لوی احمدشاه بابا د دې سره سره چې د خپل هیواد سره یې ډيره مینه لرله خو دی چې کله هندوستان ته ځي نو د دې سره چې هندوستان ډير ښکلی ده او ډيره ښکلا به ولري خو بیا هم د خپل هیواد دا خړې پړې درې غرونه او رغې په هندوستان نه ورکوي او وايي:

د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد شي

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

                            (د احمدشاه بابا دیوان)

د دې سره سره چې زمونږ ستر ټولواک د دې سره ډيره مینه لري نو د دې هیواد هر وګړی د دې سره مینه لري او د داسې کسانو  څخه چې دې هیواد ته په سپکه سترګه ګوري نو د دې سره سره چې دې خلکو او وګړو ورته په سپکه سترګه کتلي دي نو شاعر هم ورته په سپکه سترګه ګوري او په خپل شعر کې داسې نغوته ورته کوي چې هرڅو ک وي نو د دې لپاره چې دې هیواد ته سپک ګوري خدای د سپک کړي ځکه چې په دې اړوند یوه ټپه(لنډۍ) هم شته چې وايي:

هرچاته خپل وطن کشمیر ده

ماته کشمیر دي د هیواد سپیره دښتونه

                          (پښتولنډۍ محمدالله آرین ناچاپه اثر)

 

او یا هم د ښاغلي دلاور پردیس دا لاندې شعر چې له ورایه د پښتون د ژوند هرې برخې ته د بل چا لخوا په سپکه کتو ته د هغه کتو ته په سپکه کتل شوي دي او یو ډول داسې کرکه کې شتون لري چې که چیرې په غور وروته وکتل شي تل پښتون هغه چاته سپک کتلي او کرکه یې ترې کړې چې ده ده هغه شخص لخوا په سپه کتل شوي وي او یا د ده څخه کرکه شوي وي نو ده هم په ځواب کې ترې کرکه کړې ده چې د دې کرکې انځور به د نظم په ژبه د ښاغلي د لاور پردیس له خولې واورو چې وايي:

پګــــــــــــــــــــــــــــړۍ

وخت چې زمونږ د پګړۍ ولونو ته  کــــــــــاږه کتلي

مونږ همیشه داسې وختونو ته کـــــــــــــــــــــاږه کتلي

افغانان هیڅ د غلامي ژوند قبلولای نه شـــــــــــــــــــي

زمونږ لاسونو ځنــــــــــــــــــــــــځیرونو ته کاږه کتلي

ای د خزان استازې مــــــــــــــــــه کوه ارمان به وکړې

ولې دې دې ښــــــــــــــــــــــــایسته ګلونوته کاږه کتلي

که درته یاد وي ټول جهـــــــــــــان کې به وي دا خبره

چې میوندۍ پردوپوځــــــــــــــــــــــــونو ته کاږه کتلي

د سترګو کښل یې ناروا کارنه ده مـــــــه یې پریږدۍ

چاچې د دغه وطن غرونو ته کــــــــــــــــــــــاږه کتلي

د کرکې ډک زړه ته دې وایه پردیس داســـــې نه  دۍ

تایې سپــــــــــــــــــــــــــــ ـڅلو ارمانو ته کــــــاږه کتلي.

(دلاور پردیس ،ګیله منې سترګې مخ۲۵)

دلته که چیرې په دې شعر کې وکتل شي او په سرکې د دې غزلې لومړی سر یا عنوان چې ورکړل شوی وکتل شي نو پګړی د دې سره سره چې د خوږ پيغمبر(ص) سنت ده د پښتنو د غرو هم داسې کلکه نښه ده او تل د دوی د کلتور ښودنه کوي،

وخت چې زمونږ د پګړۍ ولونو ته  کاږه کتلي

مونږ همیشه داسې وختــــــــــونو ته کاږه کتلي

 

دلته دده د وخت څخه هغه ناخوالې دي چې په یوه ټاکلي وخت کې په ده اویا د ده په ټبر راغلې وي او وايي چې کله په دغه وخت کې اوسیدلو کسانو هر وخت چې دوی او یا د دوی د پګړیو ولونو ته کاږه کتلي دي نو مونږ هم داسې وختونو ته یعنې په دغسې وختونوکې اوسیدونکو خلکو ته مو کاږه کتلي بلکه سترخوشال خان بابا خو لا وايي:

لا تر اوسه یې ماغزه په کرار نه دي

چا چې ماسره وهلی سر په سنګ ته

 

چې د موضوع څخه د نه وتو په ترڅ کې به د ښاغلي  دلاور دا پورته ذکر شوی شعر کټ مټ د دې موضوع ښکارندويي کوي چې د دې موضوع د ښه قوي توب لپاره یې د لوی خوشال بابا پورته شعر ښه ثبوت او دلیل ده چې وړاندې شو.زه د ښاغلي دلاور په شعر کې غواړم لږ څه دير وغیږم او ډيری بیتونه یې تحلیل کړم چې دلته یې بل را اخلم:

که درته یاد وي ټول جهان کې به وي دا خبره

چې مــــــــــــــیوندۍ پردوپوځونو ته کاږه کتلي

دلته چې د میوند د جګړې کومه یادونه شوې دا هغه جګړه ده چې د افغان شازلمیانو لخوا او د پښتنو پیغلو په مرسته د کندهار د میوند په ولسوالي کې رامنځ ته شوچې د دې جګړې او لاسته راوړنو په اړه د دې سره سره چې ډير تاریخي شواهد شتون لري د پيغلې ملالې ټپې او د غیرت چیغې هم د هیرولو نه دي چې د دې دا چیغې هم کټ مټ په هغه کرکه دلالت کوي کومه یې چې دا غیرتي قوم د پردیو د یرغل څخه کوي او د ملالې چیغې په هروخت کې او په هرځای کې د یوه ښه ثبوت په توګه راتلای شي چې د لته د میوندي ملالې دا ټولې کړنې یوازې د دې لپاره وي ترڅو د ځوانانو او ځلمو کرکه د انګریز پوځ په وړاندې راووپاروي چې ځينې نارې د خپلې خبرې د ثبړت لپاره راوړم چې وايي:

که په میوند کې شهید نه شوي

خدایږو لالیه بې ننګي ته دې ساتینه

اویا داچې:

خال به د یار له وینو کیږدم

چې په شنه باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

اویا داچې وايي:

ټوټې ، ټوټې په تورو راشې

د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه

اویا داچې وايي

په تور ټوپك ويشتلې راشې

د بې ننګۍ آواز دې مه راځه مينه

چې په لنډویو او نور شعرونو کې نو د دې بیلګې دومره ډيرې دي چې دلته څه چې دې ته ورته ډيرې پاڼې او ډيرې رسالې  به پرې ډکې شي.

ناخوالې

لکه په زړه د یو مین چې بیلتون لوبې وکــــــــړې

ملګرو داسې مې جګړې په وطن لوبې وکــــــړې

نن یې ګورونو ته ټوټې د وجود ورســـــــــــــیدې

دلته د کلي ماشـــــــــومانو پرون لوبـــــــې وکړې

د پرمختګ ارمان مې زړه کې په سلــــګو وژړل

په ګران وطن کې مې رشوت په قانون لوبې وکړې

څوک راته وايي په دنیا کې د ژوند حق نه لـــــرې

چاګړله ختمه چاپه نوم د پښتو لوبــــــــــــې وکړې

دا زورور که شرمیدلای دلـــــــــــــــــــته نه رتلله

په دغه زور یې زمونږ سپڅلي پاڅون لوبې وکړې

د پردیس غم د خلکو غم د وطن غم مـــــــــــه کوه

ډيرو غمونو مې د زړه په ســـــــکون لوبې وکړې

(دلاور پردیس ورکه مینه:۳۸ مخ)

دلته بیاهم د هیواد د هغو جفاوو او ناخوالو څخه کرکه شوي  ده کومه چې د دې هیواد سره د دې هیواد دښمنانو او یا د دې هیواد نه غوښتونکو ډلو او ټپلو کړې. چې د ده په دې شعر کې د جګړې څخه کرکه، د داسې مرګونو څخه چې هسې بیځایه دا غیرتي وولس پرې وژل کيږي د کرکې یو ښه انځور شتون لري. او همداسې د اسلام په دین کې چې د کوم څخه ډيره کرکه شوې چې هغه رشوت داه د هغه څخه پکې کرکه شوې ځکه چې تل زمونږ هیواد داسې کسانو له امله چې دوی یوازې خپل جیبونه ډک کړي دي او نور یې هیواد هسې لاهو کړی ده کرکه شوې ده،او یا د ده په شعر کې راغلي دي ‎( څوک راته وايي په دنیا کې د ژوند حق نه لرې)چې دا هم هغه تورونه دي چې بیا هم د دې وطن په اصلي اوسیدونکو چې ګواکې ته څه یې او.........کیږي بیا ورته داسې خبرې کیږي.چې بیا بیرته خپل زړه ته په دې ډاډ ورکوي چې وايي:

دا زورور که شرمــــــــــــــــــیدلای دلته نه راتلله

په دغه زور یې زمونږ سپڅلي پاڅون لوبې وکړې

د دې سره سره چې دلته هرڅوک چې یوڅه زور ور سره  وي او دې خاورې ته راغلي د دې لپاره  چې د دې هیواد په غیرتمنو وګړو ملنډې ووهي نو د دې زورو د ملنډو په ځواب کې د دې هیواد د اوسیدونکو هغو پاڅونونو چې کوم یې په تیر تاریخ کې د دې زور واکو په وړاندې کړي دي ملنډي ووهي، او د سوک ځواب ورته په سوک ورکړي او تل د داسې کسانو څخه د دوی دا کرکه د دې لامل شوی چې د دوی دا زور بیخي د نړۍ له مخه مهوه شي.چې د دې لپاره د تاریخ هغه پاڼې چې د پښتون له پيدایښته تر دې دمه پرې ډکې دي ښه اوپوره قضاوت کولای شي.

د دې کرکې څخه هاخوا کله چې تیریږو بیا هم ډیر داسې څرکونه شته چې خپل غلیم ته رنګارنګ پيغورونه ورکوي ځکه چې غلیم په هیڅ ډول د دې هیواد له اوسیدونکو سره د مقابلې توان نه لري چې دې موضوع ته د ښه او ژور ورتګ لپاره تاریخ ته مراجعه کول په کاردي،ځکه چې د دې غیرتي قوم تاریخ نن نه ده جوړ شوی د کله څخه یې چې د دې خاورې په سر ژوند پيل کړی تر دې دمه د رنګارنګ تاړاکونو سره مخامخ شوي دي چې وروسته یې ورته داسې رټ ځوابونه ورکړ ي دي چې غلیم یې تل یادوي چې دلته د دې موضوع لپاره د ښاغلي شملزي دا غزل چې ماته یې ډالۍ کړی وو ډير څه روښانه کوي چې زه یې دلته کټ مټ راوړل غواړم:

غزل

زه چی تندرشم بریښنا شم دغلیم په سر راپریوزم

زه چی قهر شم باران شم لاهور ډوب کړمه اوریږم

درنجیت په قبر ورشم په هډوکو یی اور بل کړم

دماونټ بیټن جناح ټوله تاریخ ړنګ کړمه ګرزیږم

دسامراج سر راپه دار کړم دکابل کسات تری واخلم

چی په خوله مری پریکړم وینې یې اوسکم نه صبریږم

ترهګر ژوندی په ګور کړم له کوپړو یی جوړ مینار کړم

هر ظالم کنډ وکپر کړم کوریی وران کړم نه ویـــــــریږم

دابی پته پښتانه چی غلامان شول بی ننــــــــــــګی کړی

ددوی غوښې راجدا کړم بیا شم مالګــــــــه پری دوړیږم

هم ازاد پښتونستان کړم چی ویاړلی پــــــــــــک ې اوسم

شملزی ځان سره یار کړم نور به بـــــــس کړم قلاریږم

چې د ښاغلي شاعر په دې شعر کې همک کیدای شي د پښتون غیرتي قوم ډير مخکینی تاریخ بیا ځلې په یاد راولي چې دوی څه کړي دي.

زه چی تندرشم بریښنا شم دغلیم په سر راپریوزم

زه چی قهر شم باران شم لاهور ډوب کړمه اوریږم

دلته شاعر خپل غرور د تندر سره تشبیه کړی چې دی خپل ځان د هغه غلیم کوم چې په دې خاوره یرغل کوي تندر ښيي ترڅو د ده په سر راپریوزي،دلته ډيرې تاریخي پيښې لکه تیر رنجیت سنګه، ماونټ سامراچ او داسې ډير نور کسان یادوي چې دوی تل د دې هیواد د اوسیدونکو پر وړاندې توطیې جوړې کړې دي او تل یې غوښتي دي چې دا هیواد د نورو په لاس کې وي دی نه یوازې په دې غزل کې د نورو څخه کرکه کوي بلکه د نورو پلوه پښتنو څخه هم کرکه کوي او وايي:

دابی پته پښتانه چی غلامان شول بی ننګــــی کړی

ددوی غوښې راجدا کړم بیا شم مالګه پری دوړیږم

کله چې پښتان بې پته شي او خپل پت او عزت د لاسه ور کړي نو بیا غلامي کوي د نورو لپاره کارونه کوي چې د دې مثال بیلګې هم بیخي ډيرې دي، دی د دې سره سره چې د دې خلکو څخه کرکه کوي وايي چې د دې خلکو سره دا جوړیږي چې غوښې یې په خولو وشکول شي او دی د ډيرې کرکې له وجې وايي چې زه بیا د دوی ټپونو ته د ملهم پر ځای مالګه شم پرې ودوړیږم او دوی ته دا وښيم چې څوک د دې هیواد سره دوکه کوي نو سزا به یې داوي.دی په دې شعر کې بلې موضوع ته چې ریښتیا هم د هر پښتون لپاره د زغم وړ نه ده هغه د پښتونستان مسله ده چې اوس اوس په پاکستان پورې تړل شوې ده او اوس نو د دې هیواد هیڅ یوه چارواکي دا وونه ویل چې پر پښتونستان به څه کوي خو دی وايي:

هم ازاد پښتونستان کړم چی ویاړلی پکښــــــی اوسم

شملزی ځان سره یار کړم نور به بس کړم قلاریږم

وايي چې هم مې دا تیر پخوانې پښتونستان چې اوس د سرحد په سوبه مشهوره ده ازاده یې کړم او بیا پکې لکه څنګه چې د مخه وو ویاړلې ژوند پکې وکوم او پا پای کې د ځان یادونه کوي چې دی به هم د ځان سره یار کړم بیا به نو د ویاړونو څخه په دې ډک وطن کې اوسم.

اویا د پښتو د وتلي ادیب او شاعر او لیکوال ښاغلي علم ګل سحر د غزل دا څو کړۍ هم د یادول وړ دي چې دی بیا هم د هغه څه څخه کرکه کوي چې په ریښتونې د کرکې وړدي او وايي:

له نا دودو څخه کوم پلو ته ولاړ شو

وخت زموږ په ارادو وهي میخونه

دروازې د زندانونو یې پرانیســتې

د مکتب په دروازو وهي میـخــونه

ښاغلی سحر چې په دې شعر کې د اوسنیو ناخوالو څخه کومې چې د دې قوم پر وړاندې روانې دي سخت متاثیر ښکاري چې د ده په دې غزل کې د ده د متاثیر توب درک ښه لګیدای شي ځکه ده د خپل غزل په خوږه ژبه دا درد ډير ښه انځور کړی ده او وايي:

 

له نا دودو څخه کوم پلو ته ولاړ شو

وخت زموږ په ارادو وهي میــخونه

د دې نادودو څخه چې اوس د دې هیواد د اصیلو بچیانو پر وړاندې په رنګارنګ شکل روانیدې سر ټکوي او کرکه ترې کوي ځکه چې د ده د دې غزلې دا بیت(وخت زموږ په ارادو وهي میخونه)ډيرې څيړنې ته چې هغه که سیاسي وي ټولینزه وي او که هره خواوي اړتیا لري چې باید وڅيړل شي.او یا د ده دې غزل یو بل بیت چې وايي:

دروازې د زندانونو یې پرانیستې

د مکتب په دروازو وهي میخونه

دلته هم که چیرې ځير شو او وګورو نو د ده هره خبره د کاڼي کرښه ښکاري ځکه چې که چیرې اوس مهال هم د دې سره سره چې د دولت ډير واک زمونږ پر نوم چې ګواکې زمونږ په لاس کې ده خو بیاهم په هر وخت او هر صورت کې اوس اوس ډيری کورني او بهرني زندانونه د دې هیواد د اصیلو بچیانو څخه ډک دي او داده دا پروسه په لره او بره پښتونخوا کې روانه ده د دې په ځآی چې د دې هیواد د بچیانو لپاره د کار ښونې او ښونځي ته د تګ زمینه برابره کړي دوی ته د دې زمینه برابروي چې دوی په کوم چل ووژني او یایې په زندانونو کې واچوي او ښونځي روغتونونه، پلونه او سړکونه ورته په څه چل وران او ویجاړکړي.

د دې کرکې د ښه ثبوت لپاره دا شعر چې د ښاغلي یون په هغه شعري ټولګه کې چې د ده په زیار راټوله شوې ښه صدق کوي چې دلته کرکه په سر کې د غلام او غلامانو څخه شوې ده او دا کرکه ښاغلي خوشال ډيره ښه انځور کړې ده:

بې ننګه زړګي ته

وینا وال اختر خوشال

زما ملګري د پنچاب په زولنــــــــــــــــــو کې پراته

بې ننګ زړګیه ستا فکرونه شونډو ســــرو کې پراته

شونډې به څه کړم چې د خپلو خـــــــــلکو وینې وینم

پښتنې خوندې سر سرتورې بې پــــــــــــړوني وینم

زما د خوندو عزتونه د بل پــــــــــــــــښو کې پراته

بې ننګ زړګیه ستا فکرونه شونډو سرو کې براته

چاچې په ژوند کې یو ارمان د اادۍ درلــــــــــــوده

د پښتونخوا د لوی وطڼ د ازادۍ درلـــــــــــــــــوده

هغه ملګري بې کفنه هدیرو کــــــــــــــــــــــې براته

بې ننګ زړګیه ستا فکرونه شونډو سرو کې براته

څوک چې په خپل ښکلي وطن کې د بل چانوکر وي

په خپل شتمن وطن کې وږی له هرڅه نــــهر وي

وایم د هغو دي هرڅه په جنګــــــــــــیدو کې پراته

بې ننګ زړګیه ستا فکرونه شونډو سرو کې پراته

                                                                                                                                (هیلې د استاد یون لخوا د ځوانو شاعرانو راټول شوی جونګ)

خپل هېواد

کرم مندوخیل

مونږه د سرو وينو قربان دا انجام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**     **       **
مونږه خپلواکي غواړو چارواکو ځان خرڅ کړی دی
دلته د دولت وږو خپل دين ايمان خرڅ کړی دی
مونږ په وينو ګل کړو دلال دا بوستان خرڅ کړی دی
مونږ د جانان وير کوو جانان جانان خرڅ کړی دی
مونږه پښتانه يو غلامي د غلام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
مونږ په هر ميدان کښې بريالي يو بريالي ګټو
مونږه افغانان يو تېر عظمت د ابدالي ګټو
مونږ په اتحاد د هر وګړي خوشالي ګټو
مونږه پښتانه يو په سيالانو کښې سيالي ګټو
مونږ په خپله خاوره د غاصب دغه ګام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
څوک چې د پښتو سپکاوی غواړي نو سپکيږي به
څوک چې د پښتون د نفاق هڅې کړي شرميږي به
يو وو پښتانه يو شو، يو شوي دي يو کيږي به
دا د اتحاد دښمنان پرېوتل  غورځيږي به
مونږ په افغانانو د نفاق دا الزام نه غواړو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو
**      **      **
مونږه د  کرم  ملګري مينه لرو پت لرو
ښه ځلند تاريخ ډېرې قيصې د شجاعت لرو
ځان له خپلواکي لرو، تهذيب او ثقافت لرو
مونږ سوالګري نه يو  په زور حق اخلو جرأت لرو
داسې په اټکل د اندازو دا مقام نه منو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو

د ښاغلي کرم مندوخیل صیب دا پورته شعر چې په ډيره هر اړخیزه توګه د دې زړور قوم ډير غیرتونه پکې انځور شوي دي بیا یې هم په هر اړخیزه توګه د دې هیواد د میشتو خلکو تیر تاریخونه ستیایلي دي او هم د هر هغه څه څخه چې دا قوم ترې کرکه کوي کرکه کړې ده د بیلګې په ډول د ده د شعر په دې نیم بیته کې چې وايي:

څوک چې د پښتو سپکاوی غواړي نو سپکيږي به
څوک چې د پښتون د نفاق هڅې کړي شرميږي به
يو وو پښتانه يو شو، يو شوي دي يو کيږي به
دا د اتحاد دښمنان پرېوتل  غورځيږي به
مونږ په افغانانو د نفاق دا الزام نه غواړو
مونږ په خپل هيواد کښې سپکاوی د خپل قام نه منو

دلته ده د خپل قوم هغو پټو او ښکاره د ښمنانو ته پکې ګوت څنډنه کړې کوم چې په تاریخي لحاظ وړاندې سپک شوي دي او نورو ته د دې شعر پيغام هم دا دی چې که هرڅو وو غواړي دې هیواد ته په سپکه ګوري او په دې هیواد کې دې میشت پښتون قوم ته په سپکه ګوري د دې ترڅنګ چې دی به په سیاسي اقتصادي ...او هر لحاظ ځپل کیږي شرمیږي به هم ځکه د دې ترڅنګ چې د دې قوم له غبرګون سره به مخ شي بلکه د دې هیواد د شمله ورو له ډيرو داسې کړنو سره به مخ شي چې بیا یې خلاصون نه وي او نه به د خلاصون لاره ومومي.

او همدا رنګه ډير ځله یې د بې ننګي څخه او نورو ناخوالو څخه کرکه کړې ده چې په دې ځای کې به درته د رییس احمدزي دا لاندې څلوریزه راوړم چې وايي:

د ريس احمد زي څلوريزه

د نيا ناوي ده زيور ېې پښتا نه دي

پښتا نه دي چي په ننګ باندي درانه دي

چي بايللي یې نن ننګ ده حال يې ګوره

خپل کا له کي د پر ديو ميلما نه دي