ژړانده سترګې

دا ژړاندې ښکلې سترګې

ولې دي له اوښکو ډکې

څه یې غم دې لویه خدایه

چې راګوري هکې پکې

تل خورې چې یې وي زلفې

هیڅ یې نه سموي خدایه

زه حیران یم زه حیران یم

زما زړه دا ستا له غمه

جنګ ځپلی کابل جان شو

ته پرې رحم وکړې خدایه

څنکه وران شو څنګه وران شو

څومره زما وو امیدونه

یادول مې شنه خالونه

ستا د سروشونډوسرونه

ستا پر زنه شنه خالونه

ستا پرسپن څنګل خوبونه

داڅه وشول څه به کیږي

ستا خبرې مې یادیږي

زړه مې هیڅ ترې نه صبریږي

بس را یاده ها ټپه شوه

چې ویلې غم ځپلي

که دې خندلي راته نه وای

غریب سړی ووم خپل وزګار به مې کاوونه