ذوالقرنین څوک وو؟

 ولی ذوالقرنین ورته ویل شوی دی  ؟

۱- هغه  دوې پيړۍ ژوند وکړ،  ددوو پېړيو خلک یا دونسله    وګړي له منځه ولاړه  او هغه  لا ژوندی  وو

۲- هغه دسر په راسته خوا  د یوې  ضربې (زم) سره  مړ او بیا را ژوندی شوی دی ، د سر يې دوې خوا وي يې  راوتلې او لوړی  وې

حضرت صادق(رض) څخه  روایت دی  ، چې هغه خپل کام سمې او د خدای  لارې ته هد ایتوی  خو هغوی هغه   ته دوې ضربې ورکړې نو ځکه هغه ته ذوالقرنین ویل شویدی.

۳- بله دا چې وايي د هغه  د پاچاهي  تاج دوه ښکره  درلوده.

۴- هغه دوه قرن یاني دوې خواوي: د نړۍ ختیځ او لویدیځ ونیوله.

۵- هغه دوې کوڅۍ درلودې.

۶- نور اوظلمت د هغه مسخر ول.

۷- هغه دوه ښکره درلودل

د ذوالقرنین نوم په اسلامي ، یهودي او مسیحي دینونو   په کتابونو کې راغلي دي  خو دا چې ذوالقرنین څوک دی په قطعي ډول نه دی مالوم.

داچې  ذوالقرنین څوک وو مفسران  او مورخان داسې لیکي:

 ۱-  دطبري او سور آبادي تفسیرونه لیکي : له ذوالقرنین  څخه مراد اسکندر دی.

۲-ابوریحان البیروني لیکي: له ذوالقرنین   څخه مراد« اطوس» دی.

۳-ځینې بیا« تس چی هوانگ» د چین پاچا ذوالقرنین بولي خو دا دا قراني وړاند وینې سره سم نه دی.

۳-(غرالی په سیرالعالمین) کې لیکي: ذوالقرنین« صعب بن جبل» دی.

۴- مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد وایي د ذوالقرنین څخه مراد کوروش د هخامنشامو  لومړی امپراتور دی اوځینی يي بیا  داریوش ، خشایارشا... ذوالقرنین بولي

۵-.ځینې نور بیا ماءالسما ء " یا " صعب بن همال حمیری " یا " تبع الاقرن " د عربستان  له سویلو پاچاهانو څخه یو ذوالقرنین  بولي

 ۶-او ځینې نور بیا« ابوکرب شمر یر عش بن افریقس حمیري  » ذوالقرنین بولي .

نو دلته دا نظرونه په دریو برخو  کې څیړو چې  آیا ذوالقرنین عربي ، یوناني یا که  ایراني  وو.

آیا  ایرانی کوروش  ذوالقرنین دی؟

مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد آزاد(۱۹۵۸-۱۸۸۸م)  په خپل  اردو کتاب «ترجمان القرآن» کې لیکي: «ذوالقرنین  کوروش دی».  لویو مفسیرانو لکه علامه طباطبائی المیزان

ا و آیت الله مکارم شیرازي هم د هغه دا وینا سمه ګڼلې ده.

 خزائمی په خپل  کتاب   «اعلام قرآن» کې   هم د مولانا ابوالکلام محیی الدین احمد آزاد لیکنه معقوله  او سمه  بللې ده او دهغه ننګه یې کړې ده.

 د مولانا ابوالکلام دلایل چې کوروش قراني  ذوالقرنین دی دا دي

۱- په  لرغونو مذهبي کتابونو    کې داسکندر یادونه  نشته خو د کوروش شته

۲- ذوالقرنین ته خدای اختیار ورکړی دی لکه کوروش ته   چې هغه   د اسیا او اروپا لوی امپراطور وو

۳- ذوالقرنین موحد او خدای پرسته وو او  کوروش هم خدای پرسته وو

۳- د ذوالقرنین لومړی لښکر لېږدي  ولویدیځ  ته وو او کوروش هم د ایران لویدیځ ته لښکر لېږد کړې ده  چې  «کروزس  »یې مات او د هغه مځکی یې لاندې کړي

۴-او یو بل دلیل چې  دا ادعا سمه ګڼي هغه دیاجوج اوماجوج   سد ته نژدې  یو ویالې (نهر)  شتون دی   چې «سایروس» نومیږې  چې لویویځوالو ته کوروش دی

۵- او بل  داچې دا سد  د ارمني په  لرغونو آثارو کې  د«هاګ ګورايي» په نامه   نومول شوی دی  چې مانا یې ده« دکوروش تنګه» یا د کوروش معبر

مورخین  لیکي : کوروش چې د فارس د هخامانشانو  لومړی پاچاوو (۵۳۹-۵۶۰)د میلاد نه مخکې یې د ایران امپراتوري جوړه کړه بابل ، مصر  او یونان يې ونیول بیا ختیځ  ته تر اقیصی  پورې ولاړ

ځینې مورخینو وایي:

 دهغه قلمې نسخې چې د داریوش له مړینې  اته کاله وروسته لیکل شوې دا ثابتوي چې  هغه موحد  وو

کوروش پر ماد ،لیدیا ، بابل، مصر اود بلخ   پربیدیاوي یاغیانو (بکتریا)  باندې د بري وروسته  دهغو ټول جنګیالیان  وبښله  او خاینا نو ته يې سزا ورکړله چې دا دده د عدالت نښه ده

ځینې مورخین وایي:

دا چې ولې کوروش ته ذوالقرنین ویل شوی دی دا اوس جوته شوه  دهغه یو  ډبرینه پژۍ ( مجمسه) د انسان د قد په اندازه  د مشهد په مرغاب کې  د یو حوض څنګ  ته  کشف شوی  چې  دا مجسمه لکه عقاب دوه وزرونه  لري او تاج يې   دوه ښکره لري دا دواړه  ښکرونه  يې  د سر په منځ کې دي چې یو يې شا اوبل يې مخي ته کوږ دی او دا  دا ثابتوي چې ویل کیږي د هغه تاج یا خولۍ دوه ښکره لرله

 

 ځینې مورخین وایي: کوروش (۵۷۶-۵۲۹ مخکی له میلاد) چې په دویم کوروش مشهور دی د هخامنشي د کورنۍ  لومړی پاچا دی چې لومړۍ څو میلتي  امپراتوري یې جوړه کړې ده.

ایرانیان کوروش  د پلار ؛ یونانیان هغه د سرور او قانون جوړونکي ؛یهودیان   هغه هغه سړی ګڼې چې خدای مسح کړی دی   او بابلیان هغه د تایید وړ( مردوک )بولي  او تورات  بیا هغه د ختیځ عقاب بللی دی.

خو ځینې مورخین دا ادعا وي ردوي او وایي:

کوروش موحد نه وو ځکه  پر ګل د بابلي لیکنه (د حقوق بشر منشور)  کې هغه بابلی خدایان (مردوک اونبو) د خپل خدایانو په نامه یادوي  او په نورو پاته اثارو کې يې هم  دا سې ښکارې چې هغه موحد نه وو

 او نه هم داسې اسندونه تر لاسه شوی   چې کوروش دي کوم سد جوړ کړی وي

  او د تورات په اساس د کوروش پلویان دسیند له شمالي هیوادونه چې:  ارارات،اشکناز او میتي دي او دا درې  سره هیوادونه د دخزر د  سیند په شمال  او د روسیې په  استپونه کې پراته دی

 کوروش خپله په یو مهم سند  کې چې پاته دی وايي:

 «او د ټول  « مند» سپاهیان يې د کوروش  فرمانبرد اري  ته اړکړه چې کوروش «سیاه سران» ته ماته ورکړه»

له دې څخه مالومیږي چې« ګوتیان »هم د« آدریاتیک» له  طایفو څخه دي  یا هم د هغو د سیمو څخه دي داچې د کوروش  پلویان د روسیې په استپو کې اوسیدل او هغوی ایران او  بین النهرین  ته تګ راتګ کوئ نو د دیوال جوړولو ته څه اړتیا وه

ځینې  وایې  دغه لاندې  دلایل ثابت وي چې ذوالقرنین کوروش نه دی:

ذوالقرنین( ۳۴۵۷ ) کاله وروسته له هبوط(تره غوني) ژوند کوی او کوروش( ۵۵۹  ) کاله مخکې  له میلاده یاني ( ۵۰۱۳ )کاله وروسته تر هبوط یانی (۲۱۱۵ )کاله وروسته  د ‌ذوالقرنین اوسیده دا هم د کوروش   د ‌ذوالقرنین بلل رد وي.

۳- آیا  یونانی اسکندر    ذوالقرنین دی؟

ځینې مورخین  وایي  چې ذو القرنین ، مقدوني  اسکندر دی او سد سکندر هم د ژبو  په سر   دی

 بوعلی سینا   هم اسکندر مقدوني ، اسکندر ذوالقرنین بولي.

فخر رازي په خپل لوی تفسیر کې لیکي: چې مشهور  ذوالقرنین همدا  یوناني لوی  اسکندر دی ،چې په  مصر  کې يې  د اسکندریه په نامه یو  ښار جوړ کړی دی بیا شام ته او له هغه ځایه  د بني اسرایلو د ځپلو لپاره بیت المقدس ته تللی دی او د« مذبح» په قربانځی کې يې قرباني کړې ده ، بیا ارمنستان او باب الابواب ته تللی او وروسته یې  عراقیان ،بربریان او قبطیان خپل تابع کړل او ایران یې ونیوی بیا هند او چین ته ولاړ بیا بیرته عراق ته راوګرځید او په « زور»اویا« سلوکیه  مداین» کې ناروغ او مړشو او د پاچاهي ټوله  دور یې دولس کاله وه.

هغه لیکي:  داسې څوک چې له لویدیځه  تر ختیځه يې ټول هیوادونه  نیولي وي  باید ښه شهرت ولري نو هغه  اسکندر دی

ډیر  لوی مفسران لکه :طبري ،میبدي ، شیخ طبرسي ،

ابولفتوح رازي ، امام فخر رازي ، قرطبي ،ا و بیضاوي  لیکي:« ا سکندر مقدونی ذوالقرنین دی»

ابن خلدون هم ذوالقرنین اسکندر بو لي.

ابوریحان بیرونی  په آثار الباقیه کې لیکي : « یوناني  اسکندر ذوالقرنین دی ځکه اسکندر ابن فیلفوس یوناني د روم سلطنت له ملوک  الطوایفي څخه وژغورئ ،بیا ختیځ ته  ولاړ د هغه د نیولو  وروسته   د اسرې بحریې خواته ولاړ د هغه ځایه د مصر خواته ولاړ او هلته يې  د اسکندریه په نامه یو ښار  جوړ کړ د هغه وروسته   بیا شام او بني اسراییلو ته چې هغه  مهال په شام کې وه ولاړبیا بیت المقدس ته ولاړ او دهغه ځای په قربانځی کې يي قرباني وکړه بیا ارمنیه او باب الابواب ته ولاړ  دهغه ځای تیر شو قبطییان او عبرانیان يې تسلیم کړل بیا خراسان ته ولاړ هغه يې فتح  اوهلته یې ښارونه جوړ کړل او بیا عراق ته ولاړ اوهلته د  د« زور» په ښار کې ناروغه او مړ شو. دهغه ښوونکی ارسطو  وو او د هغه په  سلا او مشوره يې خپل کارونه مخته بیوله.

اسکندر د هغه بنايي علم په اساس چې درلود  د بومي خلکو سره مرسته وکړه او دا ټینګ دیوال يي ورته جوړ کړی».

ذوالقرنین یاني دوه ښکره لرونکی .

 

 اوس  له هغه  هیوادونو  دتاریخي سیمو له کیندولو څخه چې یو وخت د اسکندر تر ولکې لاندې وه داسې سکې( ایکۍ)  پيدا شوی دی ،چې اسکندر  د  دوو ښکرونه سره ښیي .

دا د اسکندر سپینو زرو سکه چې په بریتش موزیم کې ساتل شوی ده ۳۰ ملی متر قطر لری

« البداية والنهايه » کتاب  د ذوالقرنين په هکله لیکي : اسحاق بن بشر له سعيد بن بشير له قتاده روایت  کوی چې   هغه اسكندر ،  ذوالقرنين دی چې  پلار یې  د روم لومړی قیصر وو، چې د سام بن نوح له نسله دی  او خضر (ع) يي وزیر وو چې یو مؤمن او راستکاره سړی وو او هغه څوک وو چې د« دارا »زوی یې مړ کړ  دفارس مځکې يې ونیولې  اوهغه څوک دی چې   د اسکندریه ښار  يې جوړ کړی دی .

خو دویم  اسکندر د فیلپس زوی دی او دهغه  نسب عیص بن اسحاق اوابراهیم ته رسوی چې  دری سوه کاله له میلاده مخکې اوسیده  چې مشرک وو او وزیر یې «ارسطاطالیس» فیلسوف وو. هغه یو ظالیم پاچا وو  او موحد نه و چې  دا دواړه  دو ه زره کاله سره لیري دي.

خو په تاریخ کې داسې پاچا نه دی تیر شوی چې هغه ته دی  مصری اسکندر و وایي

 هغه دلایل چې وايي یوناني اسکندر ‌ذوالقرنین نه وو  داد:

۱- اسکندر موحد او خدای پرست نه وو

۲- مس او وسپنه د اسکندر سره تړاو نه لري

۳هغه ظالیم سړی وو ځکه  هغه پرسپوليس (پارسه - تخت جمشيد) ته په (۳۳۱  کاله له میلاد نه مخکې) اور واچوی

هغه دلایل چې ثابتوی اسکندر ، ذوالقرنین دی:

۱-دا چې ذوالقرنین د خضر (ع) په وخت کې ژوند کوی او خضر يې د خاله زوی وو یاني د لوط په پيړ یا ابراهیم (ع) ته نژدې  وو

۲- دا چې اسکندر سد  دخلکو په خولو کې دی او د سد اسکندر په نامه مشهور دی

۳-په تاریخ کې د هغه دا سفرونه راغلی دی او هغه ځایونه چې هغه جوړ کړی د هغه په نامه لکه د اسکندریه ښار و تخت اسکندر او داسی نور

۴- ډیرومورخینو دا لیکلې چې دا مشهور سړی  اسکندر دی

۵- په ډیرو هغه هیوادونو کې چي  اسکندر نیولې وه په رابرسیره شوو توکو کې  د سپینو زرو او فلزی ایکۍ ( سکې) پيدا شوی چې اسکندر د دوو ښکرو سره ښیي.

پایله  :

ددې ټولو تاریخي لیکونو څخه داسې جوتیږی چې  د چین نژاد په  اصل  کې  منګوک یا منچوګ دی، چې په عبرې د یاجوج  او ماجوج تبدیل شوی دی او په یوناني کې ګوک اوماګوګ یادشوی دی

ډاکټر محمدامین نظری په خپل یو ناچاپ شوی کتاب کې لیکلي دي :

«یاجوج اوماجوج  همدا د چین خلک دی  د نړۍ په  تودیدو سره به په ټوله نړۍ کې  وچکالي او قحطی راشي   نباتي محصولات  او دمواشی روزل په لږ شي  او هر هیواد به هڅه کوی  خپلو وګړو ته غذایي توکي زیرمه کړی    دا چې دچين نفوس ډیر او مځکه يې لږ ده  نو خپل تولید شوی محصولات يې کفایت نه ورته کوي  دا چې چين به  په هغه وخت لوړ تخنیکي  واک ولري نو پر  نورو  کم واکو هیوادو به یرغلونه وکړی هغوی به دلاندې شو هیوادو  د نباتانو او مواشیو د خوړولو وروسته دنورو حیواناتو  لکه پیشوګانی ، سپېان ،ماران،لړمان او نور چې اوس یې هم خوری  په خوړولو او ان   دانسانانو په  خوړولو به  بسیا ونه کړی  او هغو ی  به د خدا(ج) په امر په یو داسې بې درمله  ویروس اخته شي او ټوله به په  لږ مده کې پو فنا شي- خدای ښه پوهیږی.»

 اخځلیکونه:

تاریخ انبیاء و قصص قرآن ۱-از آدم تا خاتم

۲-تورات- مکاشفه

۳-قران کریم ترجمه او تفسیر دویم جلد د حرمینو شریفینو

۴- ویکی‌پدیا، دانشنامهء آزاد

 Torkaan.blogfa.com-5

Aftab.ir-6

Mibosearch.com-7

Tandismehr.blogfa.com-8

Ebtekarnews.com-9

Azar-iran.persianblog.ir-10

Hawzah.net-11

Tahoorkotob.com-12

Binyaz.info-13

Arvah.org-14

Smahdi.blogfa.com-15

16 askquran.ir-

Ghadeer.org-17

Teletext.i8.com-18

Alihashemiii.parsiblog-19

Maktabevahy.org-20

Alihashemiii.parsiblog-21

Tinypic.dom-22

Irani79.blogfa.com-23

Balatarin.com-24

Iecloob.com-25

Farhangiran.com-26

 Mibosearch.com-27

Ganjoor.net-28

 Forum.iranproud.com-29

 Iranclubs.org-30