ستا په شوخ نظر به ښکليه څه وشي؟
زړه کې بۀ يو بل ته تله راتله وشي
وابه نه وړې کله د پى مخو نه
شېخه که ستا ږيره تر نامه وشي
ته هم عجيبه يې ښکلي ګورې نه
دې ته خو ولاکه د چا زړه وشي
سم شه اى رقيبه! ګنې وابه ورې
زما به د خپل يار سره واده وشي
سل دې غمازان يو دې رېبار نه وي
مينه د نقيب به خاورې ښه وشي
شعرونه