:لرغوني مذهبي کتابونو کې
الف : دحزقیال( نبی )کتاب کې:
د حزقیال اصحاح-۳۹ ۳۸ کې راغی دي:
ما ته په خطاب کې د رب لخوا و ویل شول : آی ادمه زویه !خپل مخ د «دجوج» مځکې(سیمې) ته د«ماجوج» د« ماشک »او«نوبال» او« اردک» او« اقودک» او« روش» رییسانو (مشرانو)خواته کړه او خپل نبوت اعلان کړه او ووایه رب داسې ویلي دي : تاسو د شمال څخه پورته بیاییم او د اسراییلو غرو ته مو راولم . لیندۍ مو د کیڼ لاس او غښې مو د ښي لاسه اخلم ،چې د اسراییلو پر غرو ولوییږې او ټول پوځیان مو ولوېیږي. آیا غواړئ د کاشر دوحشي اوبیاباني مرغانو خواړه شئ ، پر مځکه ولوییږئ ځکه زه د سید رب په کلام خبرې کوم او اور د ماجوج او د ایمن داوسیدونکو ټاپوګانو ته استوم هغه وخت دی چې پوهیږئ زه رب یم»
زیاتوي » هغه وخت چې امنیت وي ته به ( یاجوج او ماجوج) به په ډیره لیري راتلونکې کې د ډیرو پوځیانو سره لکه اوریځ چې مځکه پوښي راشي او زه به هغوی د ټولو کامونو د سترګو مخي ته له منځه یوسم چې ټولو ته خپل قدسیت وښیم چې پوه شي زه خدای یم ما دا وړاندوینه د اسراییلو انبیایو ته وکړه ډیر کلنو وروسته به تا ( یا جوج اوماجوج )د خپل کام جنګ ته راوبولم چې غواړي د اسراییلو هیواد خراب کړي، زما غوسه به ډیره شي په هغه ورځ به په اسراییلو کې سخته زلزله وشي او زما مخي ته به ټول حیوانات او انسانان ولرزیږي، لوی ډبرې به وښوري او کلاوي به ونړیږي زه چې خدای یم وبه وایم : ای جوجه! په هره ډول ویره به اخته شې ستا سپاهیان به دیو بل سره جنګیږي اویو بل به مړه کوي
زه به د توري، ناروغي ، سختو توپانونو، شدید اورونو او اورلګیت ستا د سپاهیانو او هم پیمانانو سره وجنګیږم زه به خپل عظمت او قدوسیت ټولو د نړۍ کامونو ته وښیم او هغوی به پوه شي چې زه خدای یم».
په حزقیال ۱۳:۲۷ کې راغلی دي، چې ماشک ،توبال او جوهر د یافث زامن او د شمالی طایفو بنیاد ایښونکی دی
او په ۲۶:۳۲ کې بیا د ماشک او توبال د مرییانو تجاران بلل شوی دي .
اوس ویل کیږي «توبال» هغه توبولسک دی چې د سایبریا یو کام دی او« تیبارنی» بیا هغه کام دی چې د توري بحرې په سواحلو کې یې ژوند کوی.
جوهر دهغه کام نوم دی چې مخکې «سمیرین» نومیده چې د آشوریانو په امپراطوري کې له شماله او قفقاز څخه راغلي او د منځني اسیا ځینې برخې يي نیولې وې اوبیا بیرته وتښتیدل .او د «توجرمه» څخه موخه ارمنستان دی. ځینې عقیده لري، چې « روش» روسیه یا مسکو دی، چې هغه وخت يې په موسکی شهرت درلود، چې د آشوریانو په لرغوني اثرونو کې هغه هغه کام بلل شوی چې په قففاز کې يي ژوند کوی.
«حزقیال» بیا دا ټوله د شمالي کامونه بولي چې که په نخشه کې ولیدل شي دنننۍ روسیه ده .
حزقیال یوه بله وړاندوینه هم کوي هغه لیکي :« سکا یان د ختیزو کامونو سره یوځای کیږي او پر اسراییلو برید کوي او هغه به د خداپه مرسته مات او ددې جنګ وسلې به په اووه کاله کې وسوځل شي او په اووه میاشتو کې به د دې جنګ مړی له میدانه ټول شي».
ب- داشعیاء(نبی) په کتاب کې
اشعیاء(اصحاح ۴۴-۴۵) کې د کوروش نوم راغلی دی.
«خدای ومسیح ته د کوروش په هکله داسی وویل: دهغه چا چې ما لاس ونیوی، چې د دوښمن ملا يې ماته کړه . دهغه مخکې دروازې« دولنګای» به ورته خلاصي کړم چې ونه تړل شي. زه ستا تر مخه تلم چې لوړې اوارې کړم او د ژیړو (برنجي) ورونه مات کړم او د وسپنې ورونه ټوټه ټوټه کړم او د تیارو او فتنې پټي خزانې تا ته درکړم، چې پوه شې زه تا په نوم یادوم د اسرایلو خدای مې تا ته لقب درکړ او ته ما نه پیژنی»
نو دا مالومیږی چې کوروش مشرک، مجوسی یا وثنی نه وو که نه هغه ته يې( راعی رب) نه وایه
ج-د دانیال (نبی) په کتاب کې
دانیال(اصحاح ۶) د کوروش نوم ،چې ویل کیږي هغه ذوالقرنین دی راغلي دی
په دانیال کې د یو ه هغه خوب کیسه چې کوروش ته کیږي راغلې ، چې په هغه کې د یو قوچ (مږ) یادونه شوی چې دو ښکره یې لرله
دانیال وایي:« د« بیلش فرمن» د درېیم کال په پاچاهي کې د «عیلام » دسیمې د « شوشن» ښار (هیرا)کې د« اولایی» رود څنګ ته وم ، ددویم ځل لپاره مې یوه رویا (خوب) کې ولیدل زه د« اولایي« دنهر په څنګ کې یمه پورته ګورم دوه ښکره قوچ وینم چې ښکرونه يې شا ته کاږه دی،چې د ختیځ ، لویدیځ او سهیل مځکې یوې کوي هیڅ بل حیوان يې مخي ته دریدای نشي هغه هر څه چې غوښتل هغه یې وکړل په دې وخت کې یوه غرنۍ وزه له لودیځه په داسې حال کې چې مځکه يې کندل راغله دهغې په تندي کې یو ښکر وو هغه کرار کرار دوښکره قوچ ته نژدې شوه او پر هغه یې برید وکړ او دهغه دواړه ښاخونه يې مات کړل او څوک هم نه وو چې هغه له وږې څخه وژغوري»-- د دانیال سفر ۸-۱
هغه وایي ما جبریل ولید هغه زما دخوب مانا وکړه :دو ه ښکره: فارس او ماد دی او قوچ ذوالقرنین دی او دو ښکره يي دو مملکته دي او وزه یې اسکندر تعبیر کړی دی
ذوالقرنین راغی هغه دو هیوادونه ماد او پارس ونیول او د بابل دوښمنان شول او یهودیان يې ازاد کړل چې هغه کوروش وو چې یونانیان هغه سایروس او یهودیان هغه خوروش بولی
چې یهودیان يې کنعان( نننۍ اسراییلو ) ته بوتلل او مقدس مبعد يې جوړ کړ
ددانیال له سفر پرته په« ایشعاه» او« یرمیاه »کې هم وړاندوینې شته چې په لومړی سفر کې عیناً د کوروش نوم د خوروش په نامه راغلی دی.
۴- د عزرا (اصحاح ۱) هم د کوروش نوم راغلی دی
۳-د انجیل په کتاب کې
الف : د یوحنا په مکاشفه کې
په مکاشفه ۱۰-۷:۲۰ لیکل شوي چې د یاجوج او ماجوج برید د شیطان په مرسته دی.
« چې زر کاله تیر شي شیطان له بندي خانې آزاد یږي او دیاجوج او ماجوج کامونه ختا باسي او هغوی جنګ ته هڅوي نو هغوی لوی لښکر جوړوي چې شمیر به یې لکه د ساحل ریګ بې شمیره وي هغوی به په پراخه دشته کې د خدای خلک او د اورشیلم ښار د هرې خوا محاصره کړې خو اور به له اسمانه د خدای د لوري اوري او ټوله به وسوځي او شیطان ،چې هغوی يې ختا ایستلي وه د اور په سیند کې ولویږي د اور سیند هغه ځای دی چې په اورلګیت سوځي او هغه خبیث او درواغجن پيغامبر به يې هلته تر ابده عذاب وویني»
بیا یوحنا خپل خوب په (اصحاح شلم )کې وایي:
دَ يوحنا مُکاشفات شلم باب
«ما يوه ملایکه له آسمان څخه په راکوزيدو وليده چې د ټول عالم دارواحو کیلۍ او زنځیر يې په لاس کې وو. او هغه زوړ ښامار يې ونيوی،یاني ابليس ( شيطان)او تر زرو کالو پورې يې وتړئ. ملایکو هغه ددوږخ اخیری کندې ته وغورځوی، بند یی کړي او مهريي پرې ولګوی،ددې لپاره چې هغه بيا هغه کامونه ونه غولوی تر څو چې زر کاله پوره شوي نه وي. د هغې نه وروسته به هغه بيا د لږ وخت لپاره خوشي شي».
او د یوحنا په رویاپه شلم فصل کې یاجوج اوماجوج د ګوګاوماګوک په نامه یادشویدي.
۴-په تورات کی
پيدایښت ۲:۱۰ لیکي:
جوج د ماجوج رییس دی
د تورات په پیدایښت کې راغلی دي« چې نوح(ع) درې زامن ( حام،سام او یافث ) درلوده اود یافث د زامنو نومونه دا دي( جمر، ماجوج، مادای، یونان، توبال، مسک، و تیراس) بیا دوی سره جلا شول او هرې خوا ولاړل».
د بیلګې په توګه (ماد) د مادی بن یافث بن نوح اولاده ده او یوناتیان بیا د یونان بن یافث بن نوح اولاده ده.
یاجوج اوماجوج دتاریخ په پاڼو کې
په تاریخ کې د داسې پاچا چې نوم يې ذوالقرنین وي نه دی راغلی چې کوم سد يې جوړ کړی وي خو د یمن د« حمیر » پاچاهانو د وخت په شعرونه کې د ذوالقرنین نوم څو واري راغلی دی چې هغوی پر هغه ویاړي.
دې پاچاهانو خپل د پلار نوم ذوالقرنین بللی چې د« تبع» پاچا وو هغوی وایي هغه لویدیځ او ختیځ ته سفرونه کړی اود یاجوج او ماجوج سد يې جوړ کړی دی.
د هغو په تاریخ کې راغلي دي، چې د اسیا په شمال ختیځ کې د چین په شمالي لوړو سیمو کې یو وحشي کام ژوند کوی، چې ډیر شمیر وګړي یې درلوده او تل به يې پر ګاونډي هیوادو لکه چین او منځنی اسیا بریدونه کوله او ډیر نسلونه به يې په نیول شووسیمو کې پاته شوه او دهغه ځایو به یې دشمالي اروپا پر سیمو بریدونه کوله اوځینې کامونه يې همهلته هم پاته شوی دي.
« فاکه هالخلفاء و تهذیب الاخلاق ابن مسکویه، و رسائل اخوان الصفاء» کتابونه لیکي.
« یاجوج او ماجوج هغه کسانو ته ویل شوی چې داسیا له شمال یاني تبت او چین څخه نیولې ترشمالي کنګل شوی بحر او په لویدیځ کې د ترکستان په سیمو کې ژوند کوي ».
ځينې مورخین او مفسیرین لیکي:
« دا ددو غرو تر منځ ځای( تنګه) د قفقاز په غرونو کې ده دا تنګه د غرونو په یوه لړی کې چې لکه یو دیوال د دخزر د سیند او تورې بیحرې تر منځ ولاړدی او شمال له جنوب څخه جلا کوی شته او هلته یوازې همدا یوه تنګه شته چې نن هغه ته د« داریال» تنګه وایي چې د« تفلیس» او« قفقاز» د شاخوا ته پرته د ه چې تر اوسه هلته دسد ( دیوال )پاته شوني لیدل کیږی».
اوس ټول تاریخ لیکونکي په دې باور دي چې دا سد د قفقاز په سیمه کې دی چې ذوالقرنین هغه د شمال وحشي کامونو دیرغل د مخنیو ي لپاره جوړ کړی دی.
دې وحشي کامونو ته یونانیانو د« سیت» یا «سکا» هم ویلی دي چې هم هغه « منګوګ« یا «منچوک» یا « منغول» وه چې د مغولستان د شمال اوسیدونکي وه .
هرودت وایي: د« سیت» قبیلې له قفقازه راتله او به اوارو سیمو کې به يې غلاوي کولې».
مغولو د خپلو اصلي مځکویاني دخزر د بحیرې له شمال ختیځ څخه پر چين او هند بریدونه کول او ځینې وختونه يې هم د خزز د سیند د دواړو غاړو : ماوراءالنهر ، اذربایجان او ارمنستان بریدونه کوله.
نو د چین دیوال له ختیځ څخه او د ذوالقرنین سد له لوېدیځ څخه د هغو د مهارولو لپاره جوړ شوی دی.
تاریخپوه (التفهيم بيروني ) د نړۍ هیواونه په اوو برخو ویشلې دی
چې لومړۍ برخه يې هند او شپږم يې ترک یا جوج او ماجوج دي.
شيخ شهاب الدين سهروردي په «قصة الغربة الغربية »کې لیکي:
«زموږ بېړۍ د یاجوج او ماجوج غره ته ورسیده زه په ډیرو خرابو چرتونو او د دنیا د مینې په خیالو کې وم. زما سره د ښاپیرۍ یاني د فکر او خیال قوت وو د مسو روانه چینه یاني حکمت زما په ولکه کې وه . نو ښاپیریو یاني قواوو ته مې وویل :چې دا مس پو کړئ،چې دا مس اوروګرځیده بیا مې زما او دیا جوج او ماجوج تر یانې خرابو چرتونو تر منځ سد جوړ کړ»
د النقض کتاب لیکي :« د روم د اقصی له ښاره تر یاجوج او ماجوج تر سد ه او د سومنات تر ځایه ټوله مسلمان دي»
د ګلستان په مجمل التواريخ په ۲۲ پاڼه کې لیکل شوی دی :
«علیشاه د معاندين في قلوبهم مرض په اغوا دې خطر ناکې دښتې ته پام شو د یاجوج او ماجوج د لښکرو سره چې د مځکې مفسیدین دی مخامخ شول اود نصرت سپاه هغو ته راورسیده»
تاریخ دا تایید وي، چې دمغلستان په سیمه کې پخوا د تاتار یانو کام اوسیدی، چې په ډیره بیړه يې شمېر زیاتیدی او بیا یې پر ختیځ او سویل بریدونه پيل کړه او په هغوسیمو کې استوګن شول چې د دې وحشانو یو برید په څلورمې میلادی پیړۍ کې د اتیلا په مشری وو چې د روم امپراتوري يې له منځه یووړه او په دولسمه پیړۍ کې د چنګیز خان برید پر اسلامي هیوادو وو چې ډیر ښارونه یې لکه بغدادوبامیان وران کړل.
پنځه سوه کاله مخکې له میلاده د کوروش په وخت کې هم یو برید شوی چې په پایله کې يې د ماد او فارس متحد حکومت منځ ته راغلی دی او کوروش هم د هغو د بریدو د مخنیوی په پار یو سد جوړ کړی دی.
په لومړی سر کې مسلمانانو یاجوج او ماجوج د «خزر یانو »نیکونه بلل او نن بیا ځینې څیړونکي « اشکنازان» دیاجوج او ماجوج زوزات بولي.
له تاریخه دا جوتیږي، چې یاجوج او ماجوج دوه ویشت قبیلې درلودې چې یوه قبیله یې د هغو نه جلا کیږي او ذوالقرنین دا سد یوویشت قبیلو ته بند وي او هغه جلا شوې قبیله يې ترکان دي چې جلا شوی دي.
ویل کیږي چې یاجوج او ماجوج کامونو هر یو ه څلور سوه طایفې درلودې د هغو عمر دومره ډیر وو چې تر څو يې خپل زرم لمسی نه وای لیدلی نه مړه کیده او هر یوه یې وسله لرله
شفیع ماحی احمدد«یاجوج او ماجوج پخوانۍ، اوسنۍ او راتلونکۍ فتنه » کتاب کې یا جوج او ماجوج همدا مغول بولي . هغه لیکي:
«یافث بن نوح د ختیځ خوا ته ولاړ د همدې کبله هغه سیمې د هغو په نامه ونومول شوې، چې نن د مغولو په نامه شهرت لري.
هغه د یا جوج او ماجوج لپاره اووه یرغلونه لیکي:
لومړی یرغل :د هغو لومړی یرغل( ۱۷۷۹-۲۲۰۶ )له میلاد ه مخکې شوی دی ،چې په هغه کې د «هیا» کورنۍ پر چین او منځنۍ اسیا بریدونه کړی دي.
دویم یرغل : چې د(۱۰۰۰-۱۵۰۰ )له میلاده مخکې شوی دی.
درېیم یرغل: چې اووه پيړۍ له میلاده مخکې شوی چې هغوی د روسې جنوب کې د قزوین دسیند په ځینو سیمو ، د قفقاز په شمال او د تورې بیحرې په سیمو برید و نه کړی دي او د اشوریانو سره جنګیدلي دي چې په تاریخ کې دا اشوریان د« اشکوزی» او «سکیسیون» په نامه یاد شویدي.
څلورم یرغل: يې هغه وتنه یا یرغل دی چې په قرانکریم په سوره کهف کې ورته اشاره شوې ده.
پینځم یرغل: چې پر اوسني چین باندې د اوومې میلاد ي پيړۍ نه مخکې شوی د ی
شپږم یرغل :چې په څلورمي میلادي پيړۍ کې د تورې بیحرې شاوخواته شوې دی.
اووم یرغل: چې دا دچنګیز یرغلونه پر خراساني سیمو دي
«شفیع ماحی احمد» لیکې:« د قیامت په رانژدې کیدو سره به د هغو اخیری یرغل وي» .
یو مسلمان مورخ« مقدسی »،چې په ( ۳۷۵هجري) کې وفات شوی دی لیکلي:
«ما دا د ذوالقرنین سد (دیوال )په خپلو سترګو لیدلی دی چې د قففاز او تفلیس ترمنځ دره کې شتون لري چې مس او اوسپنه په کې کار شوې د ه . په ډیر ګمان دا د ذوالقرنین سد دی ځکه هغه ددو غرو تر منځ چې یا جوج او ماجوج یې په شمال کې مېشت دي او په هغه سد کې مس او وسپنه لیدل کیږي»
هغه لیکي:« خزر یوه پراخه سیمه ده چې شات ( عسل) او پسونه ډیر لري د هغه سد په اخیر کې یاجوج او ماجوج ژوند کوی د روم سره ګاونډیان دي. دوه سیندونه (کر اوراس) چې یو ښار د هغه په غاړه پروت دی ددی سیند اوبه داسې یو پېچلې سیند ته توییږي چې ډیر خطری او تیاره ګړنګونه لري چې ورتګ ورته مشکل دی. د هغه ښار خلک بېله کب نیولو بل عاید نه لري هلته د« رود کر» او« رود ملک» ټاپو ګان پراته دی چې خلک په کښې اوسیږی په نورو ټاپو ګانو کې خلک نه اوسیږی هلته یوازې وحشي ځیناور لري د هغه وروسته بیا د دوو میاشتو د پښو لاره ده او بیا دا سد دی»
هغه لیکي:
«کله چې واثق بالله دا سد(دیوال ) په خوب ولید زه یې هلته ولېږلم واثق یو وار مخکې یو بل منجم د محمد بن موسى خوارزمي په نامه د خزر پاچا «ترخان» ته لیږلئ وو او دا وار هغه پينځوس سړي راسره کړه او پینځوس زره دینداره یې راکړه چې دا سد مالوم کړم او ما ته يې لس زره درهم او نورو هر یوسړي ته زر، زر درهمه او د لارې لګښت ورکړل او دوه سوه غاترې يې د سامانو د وړلو لپاره راکړل موږ د سد په لوري رهي شو.
لس ورځي يې ونیولې، چې څو ویجاړ شوی ښارونو ته ورسیدو (۲۷) ورځي هلته وو د خلکو نه مو وپوښتل: دا ښارونه چا وران کړي دي؟
خلکو ویل: دا ښارونه یا جوج او ماجوج وران کړی دي. بیا د کلاو خواته ولاړو چې غره ته نژدې وه چې دا سد د هغو په یوه خوله کې وو هلته مو یو ډله خلک ولیدل چې تازي او فارسي خبرې يې کولې، مسلمانان وه. بیا یو غره ته وختو، چې وچ او بې واښو وو بیا مو یو بل غر ولید چې پرې شوی وو او یو سلو پینځوس ذراع يې پراخوالی درلود او د غار(تنګې) دوو خواته غټ غټ ستونونه لیدل کیدل چې د هر ستون لوړوالی پینځه ویشت ذراع(له درګا تر پورته دیواله ) لوړ وو او هغه چې لاندې مالومیده لس ذراع وو دټول دیوال لوړ والی( پینځوس ذراع) و چې د وسپنې او مسو په خښتو پوښتل شوی وو.
ددو ستونو پر سر یو دروند د وسپنې ستون پروت وو چې یو سلو شل ذراع اوږد او پنځه ذراع سورور وو چې هر سر یې لس ذراع په ولاړو ستونونو پروت وو ددې پروت ستون سر د مسو او وسپنې په خښتو پوښلی وو.
د غره په سر یو اوږد دیوال چې اخیر یې نه لیدل کیدی جوړشوی وو د هغو په سر کتاره لرونکی برنډې (بالکوني) وي او په هره برنډه کې دوه ښکره مخ په مخ ایښول شوی وه. د وره په راسته خوا په لرغوني ژبه لیکل شوی وه: هغه وخت چې د خدای وعده ورسیږي دا به ماته شي او د خدای وعده استواره ده.
موږ هغه ښه تر نظر تیره کړه په هغو کې ژیړ رګونه د مسو او یو تور رګ د وسپنې لیدل کیده د دروازې دچوکاټ ځای چې په غره کې کیندل شوی وو مالومیدی او د هغو دیګو ځای چې مس او وسپنه به کې ویلې کیده مالومیده او د هغه تنابونو او رسیو ځایونو چې دا درې لاستې دیګونه يې پورته کول لیدل کیدل»
دی سد ته په ارمني لرغونو منابعو کې «بهاک ګورایي» یا «کابان ګورایی» ویل شوی دی چی مانا یې ده د ګورایي سد یا دګورایي لاره.
ګرجان دې سد ته د وسپنې دروازه او ترکان هغه ته « »دمیرګاپی وایي . DemirKapi
د« کر» سینددې سد ته نژدې بهیږي چې یونانیان هغه « سایرس» نومولی دی چې شاید د کوروش یوناني شوی ډول نوم وي.
روحالمعاني لیکلي: «ځینې مورخین وایي د ذوالقرنین نوم« فریدون د اثفیان زوی او هغه بیا د جمشید زوی» دی. چې دخراسان د پیشدادایانو پینځم پاچا وو چې ډیریو عادل پاچا وو».
طبري لیکي:«خضر(ع) د فریدون په وخت کې وو خو ځینې وایي د موسی(ع) بن عمران اوځينی وایی د ذوالقرنین په وخت کې لوی شوی او د ابراهیم خلیل الله په وخت کې وو، او خضر(ع) په خپلو سفروکې د ذوالقرنین سره د حیات چینه لیدلې او دهغه څخه یې اوبه څښلي دي، چې ذوالقرنین په دې پوه شوی نه دی نو ځکه خضر تل ژوندی پاته شو».
د ذوالقرنین سد چیری دی ؟
مورخینو دا سد ونه: د انوشیروان سد، د ګرګان دیوال ، دچين دیوال او د داریال سد د ذوالقرنین دسد په نامه یاد کړی دي.
الف : دچین دیوال :ځینې مورخین وایې چې په قران کریم کې راغلی سد د چین دیوال دی چې د چین او مغولستان تر منځ پروت دی او یو چينایي پاچا «شیم هوانکتی» جوړ کړی دی چې د مغولو د یرغل مخه ونیسي دا دیوال درې زره کیلومیتره اوږدوالی، نهه میتره سورور او پنځلس میتره لوړوالی لري چې د ډبرو څخه جوړ شوی دی او ( ۲۶۴) کاله مخکې له میلاده جوړ شوی دی چې جوړولو یې له لسو څخه تر شلو کلو پورې وخت نیولی دی او ذوالقرنین همدا چينايي پاچا بولي
خو ددې د یوال ځانګرتیاوي د قراني سد سره بلکل سمي نه دي . ځکه ذوالقرنین د اقصی ختیځ ته سفر کړی او په هغه سد کې وسپنه او مس کار کړی دی او هغه تنګه د ددو غرو تر منځ وه خو دا دیوال د غرو تر منځ نه دی او له ډبرو څخه جوړ شوی دی .
ب: د انوشیروان سد یا بند: ځينې نور مورخین بیا وایي: دا قراني سد د آشور پاچا جوړ کړی سد دی ،چې له میلاد نه اووه پېړۍ مخکې اوسیده او دا سد یې د «سیت» د کام د یرغل د مخنیوی لپاره جوړ کړی دی. دې کام د قفقازه له غرو او ارمنستان څخه د هغه وخت د خراسان په لویدیځ بریدونه کول او ان تر« آشور» د پایتخت« نینوا» پورې و رسیدل او هغه یې کلابند او ونیوی نو پاچا انوشیروان اړ شو یو سد د «باب الابواب» په نامه جوړ کړي او ځان له دغو یرغلګرو وساتي .
ځینې وایې دا د« دربند دیوال» دی چې عربو هغه باب الابواب نومولی دی.
د بیضاوي په تفسیر کې لیکل شوی چې دا سد انوشیروان رغولی دی او په اصل کې هغه ذوالقرنین جوړ کړی سددی.
د انوشیروان سد یو لوړ او اوږد دیوال دی چې د خزر د سیند په ساحل کې جوړ شوی دی چې د داریال ناوه (تنګه) د سد څنګ ته پرته ده چې ځینې بیا هغه د ذوالقرنین سد بولې.
مورخینو داجوته کړې ده ، چې دا بند د ساسانیانو په دور کې د انوشیروان په وخت کې جوړ شوی دی .
ج: د ګرګان لوی دیوال یا سور مار: ځینې مورخین دا دیوال د ذوالقرنین بند بولې ددې بند د جوړولو وخت نه دی مالوم د هغه جوړول د ساسانیانو یا اشکانیانو یا ان له هغه دور نه مخکې ګڼل کیږي ددې دیوال یا بند د جوړیدو موخه هم لکه د چین دیوال د مغولو اوترکو د بریدود مخنیوی په پار جوړ شوی چې د ایران په شمال لویدیځ کې پروت دی
د: اوس د استرلیا په شمال ختیځ ساحل کې یو دیوال رابرسیره شوی چې یو برتانیوی ساینس پوه ډاکټر سی ایم بنګ ددې د یوال په هکله داسې لیکي دي: «دا دیوال زر مایله اوږد او په ځینو ځایو کې تر دوولسو مایلو پورې سورور او زر فیټه لوړوالی لري او خلک پرې ژوند کوي ».
ه: د داریال د ناوې(تنګې) سد: ډیر مورخین او علما په دې اند دي، چې د ذوالقرنین سد د قفقاز دغرونو په یوه تنګه کې تړل شوی دی چې ددې غرونه لړۍ د خزر له بحیره څخه تر تورې بحیرې پورې غځیدلې ده او د داریال تنګه دهمدې غرونو په لړي کې واقع ده.
داریال له اړه داریول دی چې په ترکي کې دناوه ( تنګه )مانا لري او دا سد د سیمې خلک «د میرقاپو» یانې وسپنیزسد په نامه بولي.
دا ناوه د «تفلیس» او «کیوکز » وادیو تر منځ ددو لوړو غروو تر منځ پرته ده چې د شمالي او سهیلي سیمو تر منځی یوازینی لاره ده چې د اسیا جنوب له شماله جلا کوي.
مورخین وايي ددې لارې به شرور کامونه ارمنستان او ایران ته تله اوان پر «آشور اوکلده» باندې به يې یرغلونه کول.
« الدر المنثور» وایي دا قراني سد باید ددو غرونو یاني د ارمنستان او آذربایجان تر منځ جوړ شوی وي د دې سد د پیدا کولو لپاره لومړی باید داسد هلته ولټول شي چې هلته لوړغرونه لکه یو دیوال ولاړ وي یاني غرنۍ سیمه وي او بل داچې په هغه کې مس او وسپنه کارول شوی وي.یوناني مورخ هردوت وایي کوروش د ایران شمال ته د نائرې سیمې ته، چې اور يې اخیستی وو د اور دمړ کیدو لپاره سفر کړی او په همدې سفر کې یې داسد هم جوړ کړی دی.
یاجوج او ماجوج څوک دي؟
دقران کریم په اساس ذوالقرنین د د ووشاړو ( وحشي ) کامونو یاجوج اوماجوج د یرغل لاره سهیل خواته د یو سد په جوړ ولو بنده کړه ده ، چې یونانیانو دا شاړ کام (لیت) او اورپایانو(میګر) یا (مجار) او اسیایانو (تاتار) نومولي دي او هم په ځینو نورو هیوادو د « گومر او ماگوگ»، «گاگ و ماگاگ»، «بادی و یادان» ا و «منغولی و یواشی» نومول شوی دي.
په روایاتو کې راغلي دي چې د نوح له طوفانه وروسته دنوح علیه السلام درې زامن: سام ،حام او یافث پاته شوی دی
د سام زوزات عرب ا وعجم دي چې ډیر پيغامبران دسام له زوزاتو(اولادو) څخه دي. چې ټوله سپین پوټکي، پوه او فاضل وه د مځکې په وسط لکه :بیت المقدس،نیل،فرات، دجله ،سیحون اوجیحون کې يې مېشت وه
د حام اولاده تور پوسته وه لکه ګبشیان،زنګیان او هندوان چې ډیر کافر او ظالیم شول ددی علت دا و چې نوح(ع) خپلو پيروانو ته ویلې وه چې په بېړۍ کې د خپلو میرمنو سره جماع مه کوی خو حام دا کار وکړ.
د هغه اولاده د نیل په لوېدیځه خوا ، سحون کې مېشت شوه
د یافث زوزات ترک ، سقلابي او یاجوج او ماجوج دی چې په چين، جاپان او ترکمنستان کې له تیسفون تر صیامه مېشت شوه
که تاریخ ته وکتل شی د چین ټول ژیړ پوسته نژاد ددو قبیلو (یانچو او مانچو) دي چې دا همهغه یاجوج اوماجوج دی نو دانظر چې اخیر برید به دچینایانو وي سم دی که د چین نفوس وکتل شی نو دغه اخیر برید به هرومرو د چين وي.
چین تر اوسه یرغل نه دی کړی نو اخیری یرغل به يې همدا سراسری یرغل وي (؟)
اوس ټوله مځکه لیدل شوې ده داسې پټ ځای پاته نه دی چې هلته یاجوج او ماجوج بند وي
نوپه ځینو نورو روایاتو یاجوج او ماجوج هغه مغول دي لکه چې څو واري دسدله جوړولو وروسته یې هم یرغلونه کړي دي .
د تاریخ له رویه یاجوج او ماجوج یو له هغه امتونو څخه دی چی د اسیا په شمال کې اوسیدل هغوی جنګره خلک وه او کار یې جنګ، فتنه او غلا وه.
داچې یاجوج او ماجوج عبري کلمې نه دي نو په یونانې کې هغوی ( ګاک اوماګاګ) یادشوی دی چې په تورات کې هم په همدې نومونو راغلي دي.
د مسلمات په تاریخ کې راغلي دي ، چې د اسیا په شمال ختیزو دشتو او لوړوکې( چې د چین شمال دی) وحشي کامونه ژوند کوی، چې ورځ په ورځ زیاتیدل، په ګاونډي هیواد لکه چین یې بریدونه کول او ځینې وختونه به له چینه تیریدل او په منځني اسیا يې یرغلونه کول او له هغه ځایه ان د اروپا په شمال یرغلونه کړی اوځینې یې هلته پاته شوی چې کرار کرار متمدن شو ی دي په کرهڼه او مالداري بوخت شوي دي
دا «فاکهة الخلفاء» او «تهذیب الاخلاق» دابن مِسکویه ا و «رسائل اخوان الصفا» څخه نقل شوی دی:« یاجوج او ماجوج هغه امت دی چې د اسیا په شمال کې دتبت او چین څخه تر شمالی منجمد بحره پوري مېشت وه چې لوېدیځ ته يې ترکستان پروت وو »
ویلای شو ماګوګ او منګوګ د چیني ژبې بدل شوی ډول دی لکه له منغول څخه مغول جوړ شوی دی
اقرب الموارد لیکي :« یاجوج اوماجوج د ماغوغ بن یافث بن نوح د نسله دي او ځینې بیا وایي هغه د کومر بن یافث له نسله دي.
ځینی بیا وایي یاجوج او ماجوج له « اجیج» نه اخېستل شوی دی چې د اور لمبې ته وایي چې دا دوې اعجمي کلمې دی اود ترکانو دوه کامه دي».
منتهی الارب لیکي: «دا یاجوج او ماجوج عجمي کلمې دی
ذوالقرنین داسې خلک ولیدل چی سره او سپين وېښتان او شینې سترګې يې درلودې چې د غره دهاخوا خلکو څخه يې شکایت کوی چې هغوی په دوی یرغلونه کوي د هغوی ښارونه ورانوي. هغوی ټیټی ونې او پلن مخونه لري او شمیریې ډیر دی . هغوی شپږ قبیلې دي: ياجوج ، ماجوج ، تاويل ، تاريس ، منسک ، او کماري ... او لیري قبیلې يې نه پیژنو، نو موږ ته یو سد جوړ کړه.
ذوالقرنین وپوښتل: د هغو خواړه څه شی دی؟
هغوځواب ورکړ:: هر کال سیند هغوی ته دوه ماهیان غورځوي، چې د هر ماهي(کب) له سره تر پایه د لسو ورځو پلې لاره ده.
بیا ذوالقرنین امر وکړ: وسپنې راوړي!
بیا یې امر وکړ: مس راوړئ!
او هغو له وسپنې او مسوڅخه خښتې جوړي کړې او بیا یې د هغه دووغرونو تر منځ لکه دروازه بندجوړ کړ.»