زه څومره لېونی وم ،چې په تا مئېنېدم

 د خپل زړګي د درد په انتها مئېنېدم

راشنه مې په احساس کې د بوتانو بندګي

 يو غم به مې خلاص نه و زه به بيا مئېنېدم

اوس خوښه د هغې ده چې په کوم پلو مې وړي

 له خاورو جوړ ادم وم په هوا مئېنېدم

تک سپين ومه ، تک سپين رنګ مې شو ژيړ لکه نارنج

 يوسف ومه يوسف ، په زليخا مئېنېدم

په تورو تورو دښتو به خود ګرځم سودايي

 چې ستا د تورو سترګو په بلا مئېنېدم

د خدای تعالی په دومره نعمتونو کې اشنا

 شاعر به وم ، شاعر ، چې په ښکلا مئېنېدم  

 sandareezyaar@yahoo.com