(ب) ـــ د مدینې او بهر تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړې:
دا به ډيره د نه منلو وړ وي چې د مدینې د دې بازار خلکو د یوازې په همدې بازار کې یو د بل سره اړیکې لرلي وي او د بهر سره یې اړیکې نه وې.په ځانګړې توګه کله چې د مدینې ښار د کاروانونو د لارې په سر پروت وو چې د یمن او شام ترمنځ یې تر ټولو غوره عطر لیږدول او را لیږدول.نو د دې له امله په دې کاروانونو کې د دې ځای ځينې خلک هم سهیم و ځکه چې دا کاروانونه د یوې خوا څخه فارس ته تلل او د بل لوري څخه مدینې او شام ته تلل.وايي کله چې سلمان فارس (رضی الله تعال عنه)غوښتل اسلام قبول کړي نو د نبي علیه سلام څخه یې غوښتنه وکړه خو دی یې په خبرو پوه نه شو نو دلته یو یهودي تجار چې په فارسي پوهیده د ده خبرې یې پيغمبر ته ترجمه کړلې خو د ده دا خبرې چې پکې د یهودیانو سپکه او د بني علیه سلام ستاینه شوې وه تحریف کړې.نو د دې څخه څرګندیږي چې د دې تګ او راتګ لړی ډيره پراخه وه. او د دې ځای سوداګر اړ وو چې ډيرې ژبې زده کړي او په ډيرو ژبو پوه شي.
ذکر شوی دی چې ابا معلق انصاري د هجرت څخه وروسته په خپله او د خلکو په سرمایه یې تجارت کاوو او ګڼو سمیو ته یې تګ راتګ کاوو دی د پيغمبر د خاصو یارانو د ډلې څخه وو.همدارنګه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وفات څخه وروسته حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه د یو سوداګریز کاروان سره د د ځينې سوداګري کارونو لپاره د نعیمیان او سویبط بن حرملة سره یو ځای بصرې ته لاړ.
د مکې سوداګر به هم د اخیستلو او خرڅولو او یا د خرما د را نیونې لپاره مدینې ته تلل، همدارنګه د مدینې سوداګر به هم مد ینې ته راتلل او له ځانه سره به یې غوړي، غنم، زیتون، انجیر، او نور شامي اجناس لکه وړه، غوړي، شات او نور څيزونه مدینې ته راوړل.
هغه مهم توکي چې د بهر څخه مدینې ته راوړل کیدل ډير قسم لباسونه وو لکه مخمل او لیکې دار لباسونه او پټکي(پګړی) وې چې د عدن او یمن څخه راتلې، ګلیمونه له شام څخه راتلل او عطر هم د یمن څخه راتلل.
د هجرت څخه وروسته په مدینه کې سوداګري پراختیا ومونده، ځکه چې ډيری مهاجرینو خپلې سوداګریزې هڅې هم مدینې ته ولیږدولې او د مدینې ،شام او بصرې ترمنځ یې سوداګریز تګ راتګونه پيل کړل دوی به مدینې ته څراغونه، غوړي ، رشمې(پړي) او د سپينو زرو څخه جوړ شوي ظرفونه راوړل. عطر به یې د هند څخه د (دارین) له لارې چې اوس مهال یې بحرین بولي راوړل.په دارین کې یو بازار وو چې د هند څخه به ډول، ډول عطر دې بازار ته واریدیدل.نو د دې له امله یې د دې ځای مشهور عطر خرڅونکي ته داري ویل.د دوی کاروان به د نورو کاروانونو څخه جلا او ډير وو په داسې حال کې چې ډير ځله به د دې کاروان د کسان شمیر ۴۵۰ تنو ته رسیده.چې دا هم د مدینې څخه د باندې د سوداګري په پراخوالي دلالت کوي.داسې روایت کوي وايي چې وروسته تر دې چې مسلمانانو مدینې ته هجرت وکړ عبدالرحمن بن عوف رضی الله تعالی عنه وویل ماته بازار را وښيی او دلته یې په همدې بازار کې په سوداګري پيل وکړ او شته من شو تر دې چې یو ځل یې یو ځل د ده لپاره ۷۰۰ اوښان چې په غنمو او وړو بار وو راغلل. مدینه وروسته تر دې د (سوق العرب)یعنې د سوداګري لپاره د لوی ځای په نوم ونومول شو.او د ډير لرې څخه دې ځای ته سوداګریز توکي راوړل کیدل.
د نبي علیه سلام په وخت کې د مدینې سوداګریزې اړیکې د نجد سره وې، وايي چې یو وخت سعد بن زید انصاري یې د بني قریظه د ډلې د یو شمیر بندیانو سره نجد ته واستاوو او د دوی په پیسو یې د نجد څخه وسلې خریداري کړې.د یمامه او خیبر څخه هم مدینې ته خرماوې راوړل کیدې.
د دې سره سره چې مدینه منوره د بحر څخه لرې پرته وه خو د دې ځای په سوداګریزو چارو یې کوم اثر نه وو کړی.مدینې ته تر ټولو نیژدې ساحل د سرې بحرې (بندالجار) دې چې د کښتیو د لنګر اچونې لپاره مناسب ځای وو.دا ځای د دریاب په دریمه برخه کې پروت وو چې نن دا ځای یوازې دې لویې بحرې ته د داخلیدو ځای دی.د حبشې، مصر، عدن،چین او هند څخه دې سمیې ته کښتی راتلې او د الجار بندر ته تلې.د جار له لارې د نبي علیه سلام ډيری یاران د حبشې څخه مدینې ته راغلل ځکه چې کښتۍ په دې ځای کې لنګر اچولی وو .د جار ساحل نن صبا د بولا په نوم یادیږي.الجار د مدینې د ښار د خولې په توګه د دې ښار لپاره ډير ارزښت درلود.په داسې حال کې چې د نورو اسلامي هیوادونو څخه به غذايي مواد مدینې ته استول کیده.دغې وضعې د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه په وخت کې هم دوام درلود.