بیګاه یواځې ومه
ډیر را ته ،ته یادیدې
دا ستا په اړه می فکرونه کول
دا ستا تصویر زما په سترګو کې وه
ما خو هم سم د ليونو پشان
ور سره خپلی کیسی پیل کړلی
خپل د زړګی حالونه ورته می ټول وویل
ته نن پوهیږې چې تا څه وکړله؟
زما په غمجنې څیرې
تا خپل لاسونه کښله
زما اوښکې دې را پاکې کړلې
را ته په شونډو کې موسکی شوې ګرانه
تا را ته دواړه سترګې ښې ،ښکل کړلې
د مینې لاس د راکړ
او ماسره د ګرانه
دغه قسم د وکړ
چی نور به هیڅکله زه
له تا نه لیرې نه ځم
تا به یواځې نه کړم
دا خو یو خوب ،یو تصور وه ګرانه
دې دغه خوب ځواب مې یواځې ته اوس راکړه
کله رښتیا به داسې وشی یاره
کله رښتیا به داسې وشي یاره
06.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
سوداګري:
الف ـــ د مدینې سوداګریز بازارونه:
د مدینې خلک د دې سره سره چې د کرکیلې په بیلابیلو کارونو بوخت و او د یوې سوداګريزې لارې په سر پراته وو کومې چې د شمال او سهیل څخه دې ښار ته راغلې وې او د دې ښار څخه تیرېدې په بیلابیلو سوداګريزو فعالیتونو هم بوخت وو.
د دې وخت تر ټولو ښه بیلګه د دې ځای ډول ډول بازارونه وو چې...
10.04.2010
- محمدالله آرین احمدزی
(ب) ـــ د مدینې او بهر تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړې:
دا به ډيره د نه منلو وړ وي چې د مدینې د دې بازار خلکو د یوازې په همدې بازار کې یو د بل سره اړیکې لرلي وي او د بهر سره یې اړیکې نه وې.په ځانګړې توګه کله چې د مدینې ښار د کاروانونو د لارې په سر پروت وو چې د یمن او شام ترمنځ یې تر ټولو غوره عطر لیږدول او را لیږدول.نو د دې له امله په دې کاروانونو کې د دې ځای ځينې خلک هم سهیم و ځکه چې دا کاروانونه د یوې خوا څ...