سوداګري:
الف ـــ د مدینې سوداګریز بازارونه:
د مدینې خلک د دې سره سره چې د کرکیلې په بیلابیلو کارونو بوخت و او د یوې سوداګريزې لارې په سر پراته وو کومې چې د شمال او سهیل څخه دې ښار ته راغلې وې او د دې ښار څخه تیرېدې په بیلابیلو سوداګريزو فعالیتونو هم بوخت وو.
د دې وخت تر ټولو ښه بیلګه د دې ځای ډول ډول بازارونه وو چې په بیلابیلو برخو ویشل شوي وو.د دې ډلې څخه د هجرت څخه وړاندې د(حباشه)بازار وو چې دلته به غلامان پکې خرڅيدل.داسې څرګندیږي چې د بني قینقاع دغه بازار چې په جسر وادي بحطان کې وو ډير ګرم بازاروو چې ډير خلک دې بازار ته راتلل او ډير څه پکې پیرودل کیدل.تر ټولو مهم څيزونه چې په دې بازار کې خرڅيدل عبارت وو د زیوراتو، لیندیو، نیزو او تورو څخه.د دې بازار څخه پرته د جاهلیت په وخت کې هغه مهال کله چې مد ینه منوره د یثرب په نامو یادیده یو بل بازار هم وو د زباله په نوم په یو ځای کې او بل بازار د قبا د جومات په لویدیځه خوا کې او بل بازار د بني الحلبي په ځای کې یو بازار چې د مزاحم بازار په نامو یادیده.دا بازارونه د اسلام په اوایلو او د جاهلیت په دوره کې پرانیستل کیدل.یهودیانو د نبوي جومات په ختیځ کې د (بقیع غرقد) په سیمه کې یو بازار درلود.د مسلمانانو بازار د یهودو د بازار سره نیژدې د (بقیع زبیر) په سیمه کې چې د (بقیع غرقد) په لاره وه شتون درلود.ظاهرا کله به چې یهودیانو د سوداګري په برخه کې د مسلمانو دا ځواکمن کیده لیدل د خطر احساس به یې کاوو، یو تن یهودي د کعب بن اشرف په نوم د مسلمانانو بازار ته ورغی او په دې بازار کې د ننه شو او د دې بازار طنابونه یې پرې کړل، نو نبي علیه سلام وویل په هر حال به زه دا بازار داسې سیمې ته ولیږدوم چې برداشت کول به یې د دې څخه هم د کعب لپاره سخت وي هغه یې د نبوي جومات لودیدیځې برخې ته د مد ینې بازار ته ولیږداوو.یو تن صحابي پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته د دې ځای ښودنه کړې وه چې وروسته د بازار او نبوي جومات په منځ کې صحابه وو ته کورونه جوړ شول.
د مسلمانانو لخو د بریالي بازار ټاکل په سوداګري برخه کې د دوی د زیات کار کونې څخه څرګندويي کوي او دا ښيي چې دوی په اخیستلو او خرڅولو کې د ښې کاري وړتیا خاوندان وو.ځکه چې دا ځای په داسې سیمه کې وو چې د ښار دروازه بلل کیده او هغه خلک به چې د مدینې او یمن څخه دلته راتلل نو په همدې لار ښار ته د ننه کیدل.نو د دې له امله کله به چې سوداګر راتلل نو په ښار کې اړ وو چې د ډيرو کورونو څخه تیرشي او له دې امله له زیاتو ستونزو سره مخ کیدل.د هجرت څخه وروسته د مدینې بازار یو لوی میدان وو چې ودانی او نور داسې ځایونه یې نه درلودل هر هغه څوک به چې دې ښار ته راته نو پياده کیده به او خپل حیوان به یې یو ځای تاړه ځکه داسې ځای پکې نه وو چې حیوان دې د ده له سترګو پناه وي ده کولای شول هم خپل حیوان ته پاملرنه وکړي او هم سودا وکړي او د د دې کورونو څخه د تیریدو لپاره او بیا د یهودیانو بازار ته د ورتګ لپاره له ډيرو ستونزو سره مخامخ کیده.
دا بازار د اوږدوالي څخه ډير پلن و او په ډير مشهور ځای کې چې نن د (مناحته)په نامو یادیږي پروت وو.دا سیمه د مصلی العید د شمالي سیمې کومه چې د د نني غمامه جومات او د جرار سعد تر سیمې پورې پرته ده بني ساعده په محله کې د ثنیة الوداع سره نیژدې د مدینې په شمال کې پروت وو. د بازار په سر کې د بني ساعده یو څو مقبرې وې چې وروسته نبي علیه سلام ته ور و بخښل شو ې او هغه دا ځای د بازار لپاره ځانګړی کړ.په دې بازار کې رنګارنګ سوداګریز توکي لکه خرما، غنم، غوړي او نورې غذاوې موجودې وې.همدارنګه دباغ شوي(آش شوي)پوستکي او د بز په نوم یو ډول لباس ... او نور شیان پکې پلورل کیدل.ویل کیږي بز داسې لباس دی چې په کورونو کې جوړیږي.بزازانو چې د جامو خرڅونکي وو په بازار کې یې ځانګړی ځای درلود.ویل کیږي چې حضرت عثمان(رضی الله تعال عنه) او طلحة بن عبیدالله بزازان وو.همدارنګه په دې بازار کې د مدینې ټول سوداګریز توکي لکه تیر،نیزه، توره ، زیوري څيزونه او څاروي پلورل کیدل.د آسونو لپاره هم په دې ځای کې یو ځانګړی ځای جوړشوی ووچې په (بقیع الخیل) یې شهرت درلود همدارنګه د اوښانو، غواګانو او پسونو لپاره هم پکې ځانګړی ځای جوړ شوی وو.
همدارنګه د مدینې په یاد شوي بازار کې ټول هغه سوداګریز توکي چې د بهر څخه راوړل کیدل لکه غنم، د زیتون تیل، شات، آسونه، وسلې، او نور غیر ضروري څيزونه لکه طلايي ظرفونه او نور هم پکې خرڅيدل.
د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په وخت کې دې بازار ځانګړی نظم او ترتیب پيداکړ چې لویانو به هم د دې بازار چارو ته ډير پام کاوو.پيغمبرصلی الله علیه وسلم به هم تل د خپلو یارانو په ګډون د دې بازار څخه څارنه کوله او په دې بازار کې به یې روانې چارې څيړلې او څارلې.
وايي چې یوه ورځ نبي علیه سلام د یو کس د څنګه تیریده چې څه غذا یې خرڅوله غذا خرڅونکي د ډوډۍ په منځ کې داسې غلط څه ځای په ځای کړل نو د خدای پيغمبر وو فرماییل:هغه څوک چې په خپل کار کې غلطي کوي هغه زمونږ څخه نه دی.دا مطلب د دې څرګندونه کوي چې د مدینې بازار د مکې د بازار څخه ډير توپير درلود ځکه چې د مکې د بازار د څارنې لپاره یو کس ګمارل شوی وو خو د مد ینې بازار د پيغمبر(ص) او د ده د یارانو لخوا څارل کیده.تر دې حده چې په بازارونو کې د بیو ټاکل به هم د یوې عمومي ناستې په ترڅ کېدل.د سوداګریزو اجناسو احتکار کوم چې دې بازار ته راوړل کیدل ممنوع وو.داسې قانون جوړ شوی وو چې اخیستونکي او خرڅونکي ته پکې هیڅ کوم زیان وو نه رسیږي.هغه څه چې په دې بازار کې منعه وو هغه د خامو څيزونو خرڅول وو.که چاه به د خرما ونه خرڅوله نو میوه یې د خرڅونکي وه، مګر په داسې شرط چې د اخیستونکي سره یې کومه ژمنه نه وي کړي.د ډيرو میوو لکه هندواڼې،اونور سبزیجات به چې تر څو پورې سم نه وو رسیدلي خرڅول یې ممنوع وو.هغه څوک چې په دې بازار کې به یې د خرڅونکي او پیرودونکي ترمنځ اړیکې ساتلې ترڅو وکولای شي یوڅه په یو چا خرڅ کړي او یا چاته یو څه واخلي نو د یوه معین مزد په ترڅ کې به یې دا کار کاوو.
د اخیستنې او خرڅونې د تنظيم کار د مدینې په دې بازار کې د نبي علیه سلام د دورې څخه وړاندې نه کیده او داسې کوم کس نه وو چې د هغو سوداګرو چې درغلي کوي او خلکو ته فریب ورکوي مانع شي.د اسلام د راتګ سره دې حالت تغیر وکړځکه چې د اندازې او پيمانې کولو په اړه ځانګړي آيتونه نازل شول.د مدینې سوداګر د نبي علیه سلام د راتګ په مهال د وزن په اړه تر ټولو بد حلک وو ځکه چې د تول په اړه په همدې وخت کې د دې کسانو لپاره(ویل للمطففین)آیت نازل شو ترڅو دوی د خپل تول کچه سمه کړي.د مدینې خلکو به د صرافي کار هم کاوو او هغه یې یو ډول تجارت باله.خو د نبي علیه سلام په وخت کې دا معاملې یو څه سمې او منظمې شوې او په دې اړه د خدای تعالی حکم هم واضح شو.سود(ربا)په دې معاملو کې ډير دود وو، چې وروسته په دې اړه د خدای حکم نازل شو او هغه یې حرام وګرځاوو.ډيری سوداګریزې هڅې به د سپينو او سرو زرو په ورکولو سره کیدې.اسلام د ښځو په اړه کوم څه چې دوی به کټل په دې اړه یې تصدیق کاوو چې د دې ډلې څخه یو شمیر ښځو به عطر خرڅول او یوه بله ډله به یې د کورونو شاته تلې ترڅو په نوروښځو چې په کور کې دي عطر وپيري.
په مدینه کې د ډيرو قبیلو شتون د دې ښار سوداګري ته ځانګړی رنګ ورکړی وو.د دې قبیلو ځينې ډلې به مدینې ته راتلې چې د دوی سره به د تیر کال تجارتي څيزونه وو.ترټولو مهم شیان چې دوی به په بازار کې خرڅول اوښان او پسونه وو.داسې روایت شوی دی چې بني سلیم به دې بازارته اوښان، اسونه او غوړي راوړل هغه به خپل اوښان په دینارو خرڅول.پيغمبر(صلی الله علیه وسلم) په دې بازار کې د بني فزارة د قیبلې د یوه سک څخه په لس وروقو سپينو زرو یو آس واخیست.د هغو څيزونو څخه چې قبایلو به دې بازار ته راوړل شراب وو البته مخکې تر دې چې حرام شي.او غوښه به چې ډير ځله دې بازار ته راوړل کیده د کوچیانو لخوا راوړل کیده چې ډيری غوښه په دې بازار کې د هغو شیانو وه کوم به چې د دې کسانو لخوا ښکار شوي وو او د جاهلي اعرابو د دود سره سم به یې په لوړ اواز چیغې وهلې ترڅو خرڅه یې کړي.تر ټولو مهم څيز چې دې قبایلو به د مدینې د بازار څخه اخیستل خرما، غنم او یو شمیر البسه وه.