راليږونکی : سندريز شور
غزل
د ژوندون د موسيقۍ سوز او سرور دی
محبت زما د دواړو سترګو نور دی
ګونګ ارمان د تورو سترګو تورات غواړي
که موسی ولاړ پر ژۍ د کوه طور دی
که جانان مې د ګلاب په شانتې نه دی
خو ګلاب مې د جانان په شان ضرو دی
د ديدن د خمار سور اور په کې بل دی
زما زړه نه دی ، د سرو لمبو تنور دی
ښکلي زړه ، عقل او هوش هسې تالا کړل
ته به وايې په کابل ګډ شوی چور دی
دا شيندلي دي پرې چا د زړګي وينې ؟
دا چې رنګ دې د نکريزو دومره سور دی
لا مې ګنج د غزلزار نه دی موندلی
تخيل مې لا نيمګړی دی رنځور دی
سندريز شور