شهر ناپرسان:(طنز)
د ډيرې مودې وروسته مې وکولای شول خپلې زدکړې پای ته ورسوم او خوښ په دې ووم چې زدکړې مې پای ته ورسولې او که خدای کړي وي نور به د دندې په لټه کې کیږم لا مې دوه درې ځایه د دندې لټه نه وه کړې چې د یو چا له خوا راته ګواښ وو شو چې که چیرې د دولت سره وظیفه نیسي نو د مرګ سره به مخامخ شې ما هم د دې څخه وړاندې چې نه مې څه څکلي او نه مې څه خوړلي دي داسې ګواښونو ډير خفه کړم ځکه هغه وايي چې مړ دې وای په سرو اوښو نه په خړو خرو. خو خیر دا ځل مې سل زړونه سره یو کړل او بیا مې د دندې لټه پيل کړه خو دا ځل مې خدای شته ښه ډيره خواري وکوله ترڅو وکولای شم دنده پیدا کړم او وو مې کولای شول ډيرې دندې پيداکړم خو دا ځل د یوې بلې ناخوالې سره مخامخ شوم هغه دا چې ټولو به راته ویل چې ته ورک ایکپيرینس نه لرې دې نوي لغت ډير ځورولی ووم په مانا یې پوهیدم خو په دې نه پوهیدم چې څنګه یې پيدا کړم. خدای شته دې ورک ایکپيرینس داسې ښه پسې غمجن کړم ځکه ما کولای شول د ګواښونو سره جګړه وکړم خو د ورک اکپيرینس سره جګړه داسې اسانه کار نه وو ځکه ما نه شو کولای چې دا پيدا کړم.
ښې ډيرې منډې مې وکړې او د یو ملګري په مرسته مې دا غضب مړې هم پيدا کړه. او دا ځل نو سل پرسلو ډاډه شوم چې دنده پيدا کولای شم دا ځل د لومړي ځل لپاره مې مخامخ یو خارجي دفتر ته مراجعه وکړه خپله سي وي مې ورکړه او دوی هم راته وویل چې د انټرویو لپاره درته زنګ وهو ژر مې خپل تلیفون ته وکتل چې چارج لري او کنه هسې نه چې خوښ یې شم او په لار کې راته زنګ ووهي خوخیر د دې دفتر څخه را ووتم ځان ته کې کته او پورته وکتل او وو مې ویل چې که خدای کړي وي دا ځل به دنده پيداکړم او ښې ډيرې پیسې به وګټم کورته مې ډير په منډه ځان ورساو ترڅو په دې خبره باندې خپله میرمن هم خبره کړم کورته له رسیدو سره سم مې میرمنې ته وویل چې نن مې خپله سي وي ورکړه او که خدای کړي وي انټرویو ته به مې ډير ژر وو غواړي. د دې سره سره چې ښځه مې په دې پوهه هم نه شوه چې انټرویو څه مانا خو داټکی یې ډير ټينګ زده کړ او هرچاته به یې ویل چې خاوند به مې ډير ژر انټرویو ته لاړشي او دنده به پيدا کړي.تل به چې زنګ راغی میرمنې به مې راته ویل چې ګوره د اټرویو خو به نه وي خدای شته د انټرویو ټکي په کور کې هم ډير تنګ کړی ووم.په دې هیله ډيرې شپې تیرې شوې او زنګ راغی او راته یې وویل چې زه احمد یم د fghijklmnopله دفتر څخه تاسو ته زحمت درکوم هیله ده صبا لس بجې انټرویو ته راشې ما هم په ډيره ارامه ژبه وویل چې ډير ښه ډیره مننه حتمي درځم.صبا لاړم انټرویو ته په انټرویو کې پوښتنې ټولې په انګلیسي ژبه وې او زه یې ښه وځورولم د لومړي سوال د ځواب سره سم مې انګلیسي هم خلاصه شوه او ډیر نا امیده شوم او ځان ته مې په خپله صفر ورکړ او بې د دې څخه چې ټاکلی وخت پوره شي خپله پارچه مې ورکړه او را ووتم ډير خواشینی شوی ووم.کورته چې لاړم د ټولو څخه مې میرمن ډيره خوښه وه سهار وختي یې لا زما د محصلي د دورې زاړه کوبای پتلونونه راخیستي وو او ښه یې مینځلي وو کورته په ننوتو مې یوازې او یوازې په شنو پتلونو سترګې لږیدلې چې په تناونو باندې یې غوړولي وو.خو خیر میرمنې په ډير خاص ډول او ځانګړي اکټ را څخه پوښتنه وکړه : څنګه وه انټرویو؟ ما ورته وویل چې ښځې ښه وه او پوښتنې مې حل کړې کیدای شی چې بیا راته ټلیفون وکړي ترڅو خپلې وظیفې ته لاړشم.د ډيرو منډو وروسته مې بیا وکولای شول چې په یوه دولتي اداره کې د ځان لپاره وظیفه پيدا کړم خو په دولتي اداره کې په لومړي سر کې راته وویل شول چې څنګه شریني ورکولای شې کنه زما چې ډير وړاندې د بډې اخیستو څخه بد راتلل نو مې ورته وویل چې نه شم کولای دا کار وکړم دوی هغه هم راته وویل چې ته هم نه شې کولای دنده پيدا کړې ما هم ورته وویل چې ځه یاره توکل په خدای.ډيرې منډې مې وکړې خو وو مې نه شو کولای چې دنده پيدا کړم ځکه خلکو به ویل چې شهر ناپرسان دی خو ما نه منله خو اوس مې وو منله چې ریښتیا شهر ناپرسان دی.