ښوونيزې اغيزې: ډيري خلک داسې فکر کوي چې شعر او کيسه دماشومان وخت ضايع کوي اود هغوي دښوونځي د لوست مخنيوي کوي، يعنې دوي داسې وايي چې ددې پرځاي چې ماشومان کيسو لوستلو ته هڅوو، نو ولې يې د ښوونځي درسونو ته نه هڅوو.
خو خبره داسې نه ده همدا کيسې او شعر دماشومانو سره دهغو په ښونيز اړخ کې هم ډيره مرسته کوي دا سمه ده چې دماشوم اصلي دنده سبق ده، خو يوازې سبق ماشوم ستړي کوي اود هغه زړه له زده کړې توروي. اوس راځو ديته چې شعر او کيسه په ښوونيز اړخ کې پر ماشومانو څه اغېزې ښندي؟
• دلوست دمهارت پياوړتيا: دا يوه جوته خبره ده چې هر څه په تمرين سره پرمختګ کوي، نوهر کله چې ماشومان د شعر يا کيسو کتابونه لولي هغوي دبېلا بېلو جملو او کلمو سره مخامخ کيږي او هغه لولي، کيداي شي چې داسې کلمې هم وي چې دهغو لوستل دماشومانو لپاره ډير ستونزمن وي، خو په بيا بيا لوستلو سره دهغو ژبه دداسې کلمو دتلفظ سره بلديږي او ژبه يې پرې اوړي.همدارنګه دکيسو او شعرونو دکتابونو په لوستلو سره ماشومان پدې پوهيږي، چې کوم ځاي بايد جمله پاي ته ورسي، دليک نښې نښانې وپېژنې، دهغو په ګټو پوه شي او په راتلونکې کې کې يې په خپلو ليکنو کې استعمال کړي. دليک دمهارت پياوړتيا: پرماشومانو دکيسو او شعرونو يوه بله ښوونيزه اغېزه داده، چې دهغو دليکلو مهارت پياوړي کيږي. لکه څنګه چې ليک يو انځور دي، نو کله چې ماشومان دکېسو او يا شعرونو کتابونه لولي دا انځورونه يې په ذهن کې پاتې کيږي. او بيا کله چې دوي ددې توان پيدا کوي چې يو څه وليکي، نو له هماغه انځورونو چې ددوي په ذهن کې پاتي دي ګټه اخلي او هره کلمه څنګه چې ليکل کيږي ليکي.دليک په مهارت د کيسو او شعرونو بله اغېزه داده چې موږ ديو ستر مفهوم دبيانولو لپاره ډيرې لنډې، خوږې او مناسبې کلمې پېژنو او کولاي شو چې ډير مطلب په لنډو جملو کې ډير خوندور بيان کړو. په جملو کې دکلمو دځاي پېژندل: ماشومان دکيسو او شعرونو په لوستلو سره پدې پوهيږي چې کومه کلمه کله او په کوم ځاي کې په جمله کې راوړل شي. کلمې څنګه سره وګنډل شي ترڅو خپل مطلب پوره ورسوي او جمله پر لوستونکي ذهني بوج رانه ولي. دلغتونو دزيرمې پراختيا: دکيسو او شعرونو پرمهال موږ دډيرو داسې کلمو سره مخامخ کيږو چې پخوا مو ليدلې هم نه وې، کله چې ماشومان هم کيسې او شعرونه لولي نود ډيرو داسې لغتونو سره مخامخ کيږي چې پخوا يې نه وو زده اود کوم مشر څخه دپوښتنې په واسطه يې اوس په مانا وپوهيدل. خو هو بايد دماشومانو په کيسو او شعرونو کې ډير مغلق لغتونه ونه کارول شي او يا هم داسې نه چې ديو عام لغت پرځاي يو نه استعماليدونکي لغت وکارول شي.پرماشومانو دکيسې او شعر رواني، فکري او ټولنيزې آغېزې: کيسه لوستل له ماشومانو سره مرسته کوي، چې د اميد او مصؤنيت احساس وکړي، په ځانګړي ډول کله چې ناوړه اشخاص ماته وخوري اودستونزو لپاره دحل غوره لارې او شرايط پيدا شي.کله چې ماشومان کيسه لولي نو ځان ته داتل په ايينه کې ګوري، نو کله چې په کيسه کې دکيسې اتل ته د ستونزو دحل غوره لارې پيدا شي او دکيسې ناوړه اشخاص دخپل جرم په سزا ورسي دلته ماشومان دژوند لپاره هيله مند کيږي اود امنيت احساس پيدا کوي. کوچنيان له کرکټرونو څخه په ګټې اخيستنې سره ځينې داسې مسايل پېژني، چې هغوي ته پياوړي حس وربښي، لکه(زړورتيا،کوښښ ...)کله چې ماشومان په يوه کيسه کې لولي چې دکيسې اتل له ډيرو کوښښو وروسته خپلې موخې ته رسي او يا له ډيرې زړورتيا له امله خپل مقصد ته رسيږي، نو دلته ماشومانو ته هم داسې حس پيدا کيږي چې په ژوند کې هر څه ممکن دي, خو دهغو لپاره څه کول پکار دي. ماشومان کولاي شي بې له دې چې ځان څرګند کړي په يوه کيسه يا شعر کې خپل احساسات بيانولاي شي. ځنې وخت دماشومانو په زړونو کې ځينې داسې مسايل وي چې دهغو په بيانولو شرميږي يا ويريږي، که ماشومان دکيسې يا شعر ليکلو غښتلتيا ولري کولاي شي خپل احساسات په ډيرښه ډول په خپله کيسه يا شعر کې بيان کړي. شعراو کيسه ليکنه دماشومانو ابتکار او نوښت هڅوي.کله چې ماشوم ددې پياوړتيا پيدا کړي چې يوه کيسه وليکلي شي يا شعر وليکلي شي، نو دماشومانو هغه پټ نوښت او ابتکار چې په هغو کې پروت دي، رابرسيره کيږي اود هغو دنوښت لپاره دپرمختګ لاره پرانيستل کيږي. دکيسې او شعر لوستل او ليکل دماشومانو ټولنيزو اړيکو ته پراختيا وربښي اوهغوي له ټولنيزو اصولو او قوانينو سره اشنا کوي.
راټولونکي محمد ولي شکين وال