هندي سریالونه او افغاني فرهنګ

وروسته تر دې چې په افغانستان کې د ډيموکراسي په نوم نوې غربي ډنډوره وغږیده نو د دې ترڅنګ چې دا هیواد یې په رنګارنګ کړاونو اخته کړ او د هرې خوا څخه د دې هیواد په اقتصادي،ملي او نورو شتمنیو یرغلونه پيل شول افغاني فرهنګ هم د دې یرغل تر برید لاندې راغی چې زما په اند دا فرهنګي یرغل ترنورو هغو ډير خطرناک دی او کیدای شي په راتلونکې کې ډيرې خطرناکې پایلې ولري.د بیلګې په ډول په افغانستان کې د رسنیو هڅې ګړندی شوې چې د تیر او اوسني دولت له لاسته راوړنو څخه بلل کیږي کابو ۲۰ تلویزوني چینلونه په هیواد کې فعالیت کوي چې ډيری یې تجارتي دي خو سوداګري او سوداګریزې هڅې هم باید د یو هیواد له ملي او اسلامي فرهنګ سره په ټکر کې نه وي د بیلګې په ډول د شرابو سوداګري اوس په دنیا کې دود ده خو څوک نه شي کولای چې دا حرام بوټی افغانستان ته راوړي د دې سره رسه چې د شرابو بوتلونه اوس ډير په پلازمینه او نورو ښارونو کې موندل کیږي خو پټ دي چې  د دې پټ والي له امله افغان اولس ورسره ګذاره کوي او څه نه وايي ځکه چې اوس هسې هم مسلمانان په دوو ډلو ویشل شوي دي یو یې سخت دریزي دي او نور یې نرم دریزه چې نن صبا ډيری کسان غواړي منځ دریزې و اوسي.خو پوښتنه په دې ځای کې ده چې اوسني هندي سریالونه کوم چې زمونږ د هیواد د ټلویزوني چینلونو څخه خپریږي څومره د دې هیواد لپاره په ګټه دي؟څوک کولای شي دې ته ورته سریالونه وومني؟ د هیواد لپاره به څه لاس ته راوړنې او څه ارمغان ولري؟ دا هغه پوښتنه دي چې زما په څير د هر افغان په ذهن کې شته دي.

زه چې تل غواړم د هیواد لیدنی رسنی تعقیب کړم او دوی د دې هیواد په ګټه کوم کار وکړي او یا د هیواد د ملي ګټو لپاره څه شی خپاره کړي نو زړه مې ورته دعا کوي خو کله چې بیا د افغانیت او سلامیت له پولې څخه اوړي نو زړه مې درد کوي ځکه چې د دې پایلې د داسې یوې ټولنې لپاره چې کابو ۹۰ پرسلو وګړي یې نالوستي دي ډيرې بدې ااو خطرناکې دي ځکه هر څوک د دې توپير نه شي کولای چې ای دا کار سم دی او که ناسم ایا د دې خلکو دین او فرهنګ سم دی او که زمونږ.

تیره شپه مې په یوه ټلویزوني شبکه ناڅاپه یو سریال ته پام شو چې یوې میرمنې چې د ټولې کورنی سره یې ستونزه را ولاړه شوې وه او په دې ستونزه کې هر یوه هڅه کوله چې بریالی شي نو دې څه ویل(نام من سندوراسنګه است و من تقدیر خود را خودم نوشته میکنم)ایا دا خبره به زمونږ د دین سره څومره سمه وي ځکه مونږ او تاسو ټول مسلمانان په دې اند یو چې د تقدیر د خیر او شر د خدای(ج) لخوا دی او بل څوک نه شي کولای دې ته تغیر ورکړي خو د یوې نامي ټلویزوني شبکې څخه د داسې کلیمو خپریدل به څنګه وي ایا دا زمونږ د اسلامیت او افغانیت سره سمه ده او که ناسمه.همدارنګه کله که تاسو وګوری په سریالونوکې ډيری هغه کسان چې د یوې کورنی څخه نماینده ګي کوي کله چې پرې ستونزه راشي نو لاړ شي خپل(رام)او د (تولسي) ونې ته سجده وکړي او ستونزې یې حل شي.ایا هغه میرمن او هغه ځوان چې نا لوستی وي او هیڅ زدکړې یې نه دي کړي او که یې کړي هم وي په ډيره ټيټه کچه په دې به څه پوه شي چې دا هې یو نمایش وو.دا هغه دین دی چې زمونږ د دې دین او عقیدې څخه لرې دی د دوی عقیده زمونږ د عقیدې سره هیڅ سره هیڅ تړاو نه لري.او یا که چیرې ستاسو خور،میرمن او یا لور په یوه ستونزه کې راګیر وي نو هغه به څه خیال وکړي چې د دې میرمنې ستونزه کومه چې د تولسي د ونې له امله او یا د (رام) له امله حل شوه ای دا ریښتیا وه که دروغ.ډير ځله به مو اوریدلي وي چې ډيرو کسانو د راډیوګانو څخه ویلي دي چې د دوی اولادونه همداسي سریالي اکټونه کوي او حتی هم دې شیانو ته درناوی کوي.ایا د دې پایلې به څه وي څومره به د دې هیواد لپاره د منلو وړ وي.خو بیا تاسو بل څه وګوری په ځينو چینلونو کې اسلامي او یا د عقیدې څخه پرته ډير سریالونه خپریږي نن صبا ډير مینه وال لري ولې دوی داسې نه کوي چې د دې په ځای چې هغه تیر څه خپروي ولې اسلامي سریالونه نه خپروي،او یا که یې خپروي ولې د عقیدې څخه مبرا یو سریال نه خپروي. که چیرې دوی وايي چې د دې لیدونکي ډير دي که چیرې دا سریال بند شي او په ځای یې یو ښونیز اسلامي سریال خپور شي نو بیا هم لیدونکي اړ دي چې همدا سریال وګوري او کرار کرار به د دوی د اعلانو بازار هم ګرم شي.ولې اوسنی رسنی د اسلامي او ملي ګټو په وړاندې خپلي شخصي ګټې غوره بولي؟

که چیرې تاسو ځير شی په دې سریالونو کې به ډير داسې څه وو وینی چې د ډيرو لپاره د منلو وړ نه دي او زمونږ د عنعنې،کلتور او دین سره په تضاد کې دي ولې یې شبکې خپروي.دغه سریالونه کوم چې دوی خپروي دا د افغانستان لپاره نه دي جوړ شوي دا یوازې هم هغو جوړونکو هیوادونو د خپلو هیوادونو لپاره جوړ کړي دي ترڅو دوی یې وویني.زه په هیواد کې د رسنیو ډيری کړنې ښې بولم خو دا له بهر څه راوړنکې عنعنې یې د هیڅ افغان او مسلمان لپاره د منلو وړ نه دي ځکه چې هر هغه څه چې د قران او د یوې ټولنې ل عنعنې سره په ټکر کې وي رد او مردود دي.مونږ د دې ترڅنګ چې د سخت سیاسي یرغل لاندې یو د سخت فرهنګي یرغل لاندې هم یو او د هرې خوا څخه زمونږ پر فرهنګ عنعنه باندې بریدونه روان دي چې دا بریدونه د ډير اوږد تاریخ لرونکي دي ځکه تل ګاونډي هیوادونه او نورې ځينې بهرنی غیر اسلامي کړی نه پریږدي چې په دې اسلامي هیواد کې هرڅه په خپل ځای پاتې شي او دو دې ته ډير ځير دي چې څنګه کولای شي دا خلک د خوف او رجا په منځ کې واچوي او دوی یې ننداره وکړي.اوس مهال افغانستان د سریالونو په ځای هڅونې او زدکړې ته اړیتا لري ځکه چې زدکړه کولای شي د هرڅه توپير وکړي. که چیرې همدا د رسنیو خاوندان ځير شي د ډاکټر ذاکر ناییک ټلویزون یوازې یو اسلامي تلویزون دی او تل اسلامي تبلیغات کوي د دوی په پرتله د هغه تلویزون په اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې ډير لیدونکي لري او ډير خلک کولای شي چې ګټه ترې پورته کړي ځکه د هغه دریځ تل یو او اسلامي دریځ دی حتی وګوری چې په غیر اسلامي دولتونو کې یې غیر اسلامي وګړي ګوري او دوی هم د اسلام په دین باندې قضاوت کوي.

یو بل ټلویزون چې تر دې ټولو ډير خطرناک دی هغه د ښاغلي ذبیح الله کابلي صیب تلویزون(امروز) دی چې تل لوڅې او بربنډې سندرې خپروي ښاغلی کابلی خو یو په ولسي جرګه کې د خلکو استازی دی او بل داچې د مشارکت په نوم د یو ګوند ریس دی چې دی تل وايي چې مونږ ملي یووالی او مشارکت غواړو، ده په خپل ګوند په سې یوه سندره هم جوړه کړې ده چې د ماشومانو په منځ کې روان وي او ټول ور سره مشارکت نارې وهي  خو د سندرې څخه وروسته بیا د مشارکت لپاره د ښه کمپاین په خاطر یوه بربنډه سندره اچوي چې دا هرڅه د ده په لیونتوب دلالت کوي نه د ده په سم او اسلامي احساس او زه تل په دې بیریږم چې(زیر کاسه نمی کاسه نباشد).نو پای کې د ټولو لیدنیو رسنیو او په ځانګړې توګه د دوی له خاوندانو څخه غوښنته کوم دا افغاني او سالمي ضد خپرونې بندې کړي.

او د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه مې دا هیله ده چې دا خلک مهار کړي ځکه دوی د پيسو په وړاندې هرڅه پيري دوی ته د پیسو په وړاندې هیڅ شی ارزښت نه لري. د دې په ځای چې د دوی کړنې وغندل شي ښه به دا وي چې د دوی دا ډول خپرونې بندې شي نه داسې چې تیر ځل هم ولسمشر ویلي وو چې ډيری سریالونه باید بند شي خو پای کې داسې شو چې تولسي وګټله او ولسمشر بایلله.

د لوی افغانستان او په دې لویه خاوره کې د میشتو ټبرونو او خیلو د بریالي توب او د سولې او ټيکاو څخه د ارام ژوند په هیله.