دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې له المان څخه دافغان شاعرې رحیمې پښتونجارلاندینی شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي.
هغه سپيڅلي ماشوم (( رشاد)) ته ، چې دروان کال د جدي په اته ويشتمه يې د کابل ښار په جګړه کې خپل وړوکی ټټر د مرميو سپر کړ.
تنکی رشاد
نن د سما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د یوې مور د ارمانونو سرې غونچې لټوي
د یوې ښکلې او نازکې هیلې وروستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنتونو په غېږ د سرو لمبو په ګلبڼ
د ګلابونو پر مخ سپرغۍ د سرې بلې ډېوې لټوي
د مرور او ځورېدلې رشاد
خوارې لېمې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو د قسمت پر دښته
د سرو غاټولو د زړګو په داغو
پټې د پرخو په دعا لګوي
نن درشاد پر سېنه د پرهرونو
سرې غونچې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ
د جنت حورو په سپېنچکو وزرو
د شهېدانو دسرو وېنو لګېدلې تپېو
دمخ حجاب لټوې
دا د مور مړې او سپېڅلې رشاد
د روح وزر لټوې
نن دسما ښاپېرۍ
ډېوه په لاس کې سرې لمبې لټوي
د یوې مور د ارمانونوسرې غونچې لټوي
د یوې ښکلې او نازکې هیلې روستۍ شېبې لټوي
نن د سما ښاپېرۍ ډېوه په لاس
تنکی رشاد لټوي
تنکی رشاد لټوي
دغه شعرچې اغلې رحیمې پښتونجار دنقد لپاره رااستولی و،دمیرمن بهیر په تیره غونډه کې هم ټولو خویندو ته استول شوی چې پاریسه خزان او سوله نیازۍ به پرې لیکنې کره کتنه اوروي.
دغه راز آغلې وږمه فضلي به دلنډې کیسې دتاریخ په اړه خپل لکچر وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده په خپل وخت تشریف راوړﺉ.
په درنښت