ړوند سړی
د محمدالله ارین احمدزي ژباړه
یوه ورځ یو ړوند سړی د یوې ودانۍ مخې ته ناست وو خپله خولی او لوحه یې مخې ته ایښې وه.په لوحه داسې لیکل شوي وو:(زه ړوند یم مهرباني وکړی او له ما سره مرسته وکړی)
ورځپاڼه لیکونکی د دې ځای تیریده،ده ته یې وکتل.یوازې څو روپی د ده په خولی کې وې...هغه هم څو روپی د ده په خولۍ کې واچولې او بې د دې څخه چې د ړوند سړي څخه اجازه واخلي د هغه لوحه یی راپورته کړه او د هغه په مخ یې لیکنه وکړه او بیرته یې د ده مخې ته کیښوده او د هغه ځای څخه لاړ.په همدې ورځ همدا ورځپاڼه لیکونکی د دې ځای څخه تیریده که ګوري چې د ړوند سړي خولی ټوله له روپيو څخه ډکه ده.ړوند سړي چې دی د پښو د ټکا څخه وو پيژاند نو یې ورته وویل چې که چیرې دی هغه کس وي کوم چې سهار یې زما په لوحه څه لیکلو وو یوازې دومره دې راته ووايي چې زما په لوحه یې څه لیکلي وو؟داسې کوم مهم شی نه وو یوازې ستاسې لیکنه مې په ډول لیکلې وو، ویې خندل او په خپله مخه لاړ.ړوند سړی هیڅکله په دې پوه نه شو چې د ده په لوحه دې ورځپاڼه لیکونکي څه لیکلي وو،خو د لوحې پر مخ لیکل داسې شوي وو(نن ورځ سپرلی دی، خو زه نه شم کولای هغه ووینم.)!!!!!!!