سيدمحمد زرمتی
سرليک: کوچنی علي دروژې مبارکې په مياشتت کې
درنو له ما څخه څو زره ميله لرې پښتنو دسترګو تورو دکمپيوتر دپردې لوستونکو٠ګڼ سلامونه تاسی ته د ارين دديوان له پردې څخه وړاندې کوم٠نن مې بيا درؤسې د ويستيا دتلويزون پرده په youtobeيووټوب کې پرانيستله٠درؤسې دداغيستان دقيزلر له ولايت څخه دکوچني علي په هکله راپور ورکول کيده٠راپو په دی ډول وه، کله چی ماشوم دنيا ته سترګې پرانيستلې وروسته له طيبي کتنو ډاکتر دعلي دزړه ناروغی پيدا کړله٠ډاکتر وويل چې ماشوم دزړه ناروغي لري،دغه دده به په ټول بدن اغيزه وکړي٠مګر کله چې دعلي په ټول بدن ددوشنبې اوجمعې په شپو د قراني مبارکو ايتونه ليکل کېده اوليکل کيږي٠ډاکترانو دده دزړه اوبدن دشل کيدو نيښانې نورې ونه ليدې٠ډاکتر وايي دهغه دزړه ناروغي بيخي ورکه شوې ده٠اودپوره روغتيا خاوند ده٠مګر دعلي مور وائی چی دهغه په بدن دايتو نه هغه له داسی سختی تبی سره مخامخ کوی چی په زانګو کی تر سهاره لټ په لټ اوړي اوهيڅ دارو مرسته نشی کولائ تر سهاره پوری٠دداغيستان دفيزيکی عو لو مو اکاډومی انکارکوی،عاليمان وايي دغه معجزه دعلم له واکه وتلې ده٠بل دعلي موراو پلار کله چی دخپل زوئ دغه معجزه وليده سمدلاسه ئی وروسته له دوومايشتو داسلام دين ته واوښتل٠اوس مور او پلار هڅه کوي چی کوچنئ دخلکو له سترګو وساتي چې څوک ماشوم په نظير نه کړي٠د علي مور اوپلار وايي چی دروژې مبارکې په مياشت کې کوچنۍ علي چې اته مياشته نئ (٨)ده له سهاره تر ماښامه شيدي ونه خوړې چی شا هيدي دکلي ملا عبدالله ورکوي٠هغوۍ وائی چی ماشوم دروژې مبارکې په مياشت يوازې ماښام په خوراک شروع کوي،يعنې له روژه ماتي وروسته٠ اوس دماشوم دليدو لپاره نورو ځايو خلک مسلمانان راځي تر څو ددغه خدائی کرامت ليدنه وکړي٠دهغوۍ په کور څلرويشت ګړۍ پيره ولاړه وي٠ درنو لوستونکو ما تاسی ته ويديو واستوله،مګر بيرته ئی راستنه کړه٠يابه د ا يميل ستونځه وي اويا به دجاسوسی داړي ايميلE-MAILګوري او بيرته به ئې راستنوي ځکه دغه کار کيدونکي ده مسلمانان دلته تر داسې سترګو لاندې دي لکه په١٣٨٣-١٣٣٩کالو کې يعنی ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال په جرمني کي دهغه وخت يهودان اود اوسنۍ پيړۍ نازيان٠زه به دمحمدالله ورور دوهم E-MAILڅخه کارواخلم که مې وکولائ چې ستاسی دباورلپاره ويديو درته واستوم او پخپلو سترګو ېی وګورۍ٠اوبل خروټی صاحب ته ليکم چی نه يوازی روحاني صاحب می په زړه ده،بلکی دروحانی صاحب ميله مې هم په زړه ده چی درۍ ورځې به دملايانو پاچاهی وه٠دچا به ئی يو بريت ورخرئيل اوڅوک به په خره سپرول،چابه چې ليږ سرغړونه وکړه٠تاسې ټولو ته ژوند غواړم او له بخښونکي خدایه هله کوم چېتاسی ټول سره يو ځائ ووينم٠تاسی دکړيدلی هيؤاد اصلی خاوندانو ته په درناوی سر ټيټوم٠ سيد٠