راليږونکی : سيد محمد زرمتی
سرليک: قراني ايتونه
دکمپيوتر پرده مې پرانيسته٠ YOUTOBEته ولاړم،ديو ټوب په پاڼه مې وليکل٠ NTV.RUSSIAدروسي ازاد تلويزون،ځکه کله چې ما په بيله رؤسيه کې ژوند کاوه٠دغه چينل په زړه پورې وو٠اوله ټولې نړۍ څخه به یې په زړه پورې راپورونه ورکول٠ مخکې له دې څخه چې په بټن ګوته ټينګه کړم،دپردې په سرليکلي وه قراني ايتونه٠کله می چې د يوټوب تلويزوني پرده پرانيسته دروسې تلويزوني راپور ورکونکي درؤسې دداغيستان له جمهوريت دقيزلر دښار دسره اکتوبر له ولسوالۍ داسې راپورورکاوو: په دغه جمهوريت کې مسلمانان اوسيږی٠په يو مسلمانه کورنۍ کې ماشوم په وړکتون کې زيږيدلئ،دماشوم نوم علي ده٠مور یې مدينه يعقوبنا نوميږي،دپلار نوم یې يعقوب ده٠کله چی کوچنی په وړکتون کې نړۍ ته سترګې پرانيستې دماشوم په زنه سور داغ وه٠موریې له ډاکترې څخه پوښتنه وکړه دکوچنې دسره داغ په هکله٠ ډاکترې ورته وويل چې دا د وخت په تيريدو سره جوړيږی٠مور دکوچني عکس واخيست مګر څرنګه چې مور په دې نظر وه،داداغ يا خال ده مګر په دماشوم په زنې ليکنه داسی شوې ده الله٠ کله چې پلاراومور ماشوم کورته له روغتون څخه راوړل دما شوم په ټول بدن دشپې د قران ايتونه ليکل کيده٠کورنۍ چې نه پوهيږي چی خبره څه ده٠ دکلی ملا ته یې خبر ورکړ،کله چی ملا وکتل چی دماشوم په بدن په عربی ژبه ليکل کيږی الله اکبر ٠داسې چې عکسونه اخيستل شوي دي،دملاصاحب قران شريف په لاس کې ده ٠له هغه ايته سره چی مور اوپلار عکس ترې اخیستی دی،دا آيت ملا داسې ژباړي :ائ انسانانو،زه خپل ځان تاسې ته ښيم زه یمه يم اوزما په کرامت باور وکړۍ٠ورو سته له هغه کورنۍ دولت ته خبر ورکړ، چی درؤسي ازاد چينل داسی راپور ورکړ٠ژورناليست وائي چی دابه دپلار او مور له ځانه يو جوړ شوي درواغ وي،مګر دکلي ملا وايي چې هغه پخپلو سترګو وليدل قراني ايتونه دماشوم په بدن باندې لکه سور داغ ليکل کيږي٠ډير خلک داسلام دين ته واوښتل٠ماشوم اوس دنهو مياشتو دئ،مور ئې وائی دغه ليکنې دما شوم په بدن ددوشنبې او جمعې په شپه ليکل کيږي٠په دغو شپو دماشوم تبه ٤٠درجو ته رسيږي،ماشوم سخت ځوريږي او هيڅ دارو د ده تبه نشي ارامه ٠دمسکو دجومات ملايلدار الله يات الدين وائي چې دا په ځائ خبره ده٠په اخيره زمانه کی دغسې پيښېې خدائ ج انسانانو ته ښکاروي٠ګرانو لوستو نکو تا سی خپل نظر وليکۍ،ځکه چی ما په يوټوب کې عکسونه او دمور او پلار مرکه وليدله،اوهم می کوچنئ علي وليد چې دمور په غيږ کې وه په درناوي