یو نا لیدلی انټرنیټي یار

د محمدالله ارین احمد زي لیکنه

وروسته تر دې چې د انټرنیټ نړۍ ته ور دننه شوم ډير څه مې پکې وموندل د بیلګې په ډول د نړۍ د هرې سیمې څخه په زړه پورې معلومات او دې ته ورته نور ډير څيزونه چې زما لپاره ډير په زړه پوري وو،ځينې وخت به مې یوه نیمه لیکنه هم کوله او ځينې ویب پاڼو ته چې زما په زړه استولې چې په ویب پاڼه زما د لیکنې د خپریدو وروسته به مې خوښي یو په دوه شوه دا هرڅه ډير په تیزي سره روان وو او هره ورځ مې کولای شول په انټرنیټ کې نوې څيړنې او نوې پلټنې وکړم داسې څه پيداکړم چې تر دې دمه مې نه وي لیدلي او داسې څه واورم چې تر دې دمه مې نه وي اوریدلي چې همداسې کیدل.د ډيرو ورځو وروسته مې ډير ملګري لیدل چې په ټول افغان ویب پاڼه کې یې د ځان لپاره ویب لاګونه جوړکړي دي خپلې او د ملګرو لیکنې پکې خپروي چې دا کار نور هم زما لپاره په زړه پورې وو، خو دا پوښتنه مې نه کړې چې ایا دا ویب پاڼې وړیا دي او که په پيسو ځکه هغه مهال چې ما نوي د انټرنیټ نړۍ ته وردانګلي وو رسمي وظیفه مې لرله نو دا راته ډيره ستونزمنه وه چې زه په پيسو داسې څه د ځان لپاره جوړ کړم خو په هرحال ډيرې ورځې تیرې شوې او ظیفه مې پيداکړه نو مې کلک هوډ وکړ چې د ځان لپاره ویبلاګ جوړم په سرکې مې د یو ملګري څخه پوښتنه وکړه چې څنګه کولای شم د ټول افغان په ویب پاڼه کې د ځان لپاره یوه پاڼه جوړه کړم نو ده راته یو ایمیل ادرس راکړ چې دې ته ایمل وکړه د ټول افغان ویب پاڼې کارکونکي به درته ویبلاګ جوړ کړي او بل داچې د ټول افغان دا ارزښتمن خدمات ټول وړیاوو نو ډير زیات خوښ شو م او ډير ژر مې دې ویب پاڼې ته ایمیل وکړ او دوی هم په ورین تندي زما غوښتنه وومنله او ویبلاګ یې راته جوړ کړ نو مې په ویبلاګ کې د مطالبو او شعر اچولو لړی ښه پسې ګرمه کړه او هرځل به مې غوښتل چې نوي او ښکلي مطالب پکې واچوم همداسې وشول د ډيرې مودې وروسته مې یو مطلب پکې واچاوو چې ډيرو انټرنیټي دوستانو مې نظرونه پرې ورکړل چې د دوی په ډله کې یو نظر چې یوچا ورکړی وو او خپل نوم یې نه وو ښودلی یوازې دومره یې لیکلي وو(په درناوي یاردې)خدای شته د دې نظر په اوریدو خوښ شوم خو خفه په دې شوم چې دا یار به مې څوک وي او د کوم ځای به وي ځکه په انټرنیټ کې د داسې کسانو پيداکول یو څه ستونزمن وي او بیا د تبصیرو په پاڼو کې خو یې د بریښنالیک پته هم نه راځي.خو دا لړی همداسې جاري وه تر دې چې دې یار زما د ویبلاګ ډيرې برخې ښې په غور کتلې وې نو یې زما په ویبلاګ کې زما د د لنډې پيژندنې پاڼې ته هم سر ور ایسته کړی وو ریښتیا یوه خبره هغه داچې زما په لنده پيژندنه کې ما خپل د ټلیفون شمیره کومه چې لیکلې وه هغه ډيره پخوانی او زړه وه او اوس مهال بنده وه نو یې یو ځل بیا نظر ورکړی وو چې د ټلیفون شمیره دې تل بنده وي که مهرباني وکړې خپله د ټلیفون شمیره دې سمه کړې ریښتیا خبره یې کړې وه نو مې د ده د نظر سره سم ډير ژر خپل ژوند لیک وکوت او هغه شمیره مې لرې کړه او خپله نوې شمیره مې پکې واچوله،وروسته تر لږ ځنډه مې نوې شمیرې ته یو نا اشنا شمیره راغله کله مې چې د اوکې بټن کښېکاږله نو یو کس راته وویل چې ارین صیب جوړ یې پخیر یې څنګه یې بې ....د دې چې وو یې پيژنم نو مې په زړه کې را تیر شول چې که خدای کړي وي هغه نوم ورکی یار دې کوم چې ډير ځله یې زما په ویب لاګ کې په لیکنو او شعرونو نظرونه ورکړي دي نو مې ژر ورته وویل چې هو ولې نه یار مې یې کنه ریښتیا چې یار مې وو،یار مې تر یوې لنډې خندا وروسته وویل چې څنګه دې وو پيژندم نو ما ورته په خندا وویل چې په داسې شمیرو نور نو څوک کولای شي خبرې وکړي.نو مو ډيرې خبرې سره وکړې ډيرې نیوکې یې راباندې وکړې او ما هم په خنداوومنلې خو خدای شته زړه مې ډير غوښتل د نیژدې څخه یې ووینم خو دی سم دم د یاري په چل پوهیده  او نه یې غوښتل چې حتی د خپل ټلیفون شمیره راکړي او یا هم د خپل بریښنالیک پته خو خیر زه یې همداسې بې دیدنه پریښودم او هغه لنډی رایاده شوه چې ویلي یې وو(سلام د راغی ته رانغلې//////په کا مې نه دي بې دیدنه سلامونه)خو وروسته یو بل یار راسره د انټرنیټ له لارې د امریکا د متحده ایلاتو څخه د سید محمد زرمتي په نوم اشنا شو یو شعر یې را استولی وو ترڅو په خپل ویب لاګ کې یې خپور کړم او ما هم بې د دې څخه چې ګوتې پکې ووهم خپور مې کړ ځکه ما بیا هم غوښتل د دې لارې څخه ډير یاران پيداکړم او یاران په دې شعر نظر ورکړي او بل داچې د دې ټولو مې ځان حقداره نه باله چې هم یې خپور کړم او هم یې سمونه وکړم  او هم پرې کره کتنه.خو خیر د خپریدو وروسته مې بیا د یار نظر ولید چې په لاندې ډول یې لیکلی وو

(يار دې وه: ياره د قران په خاطر!دا څه دې شروع کړي؟ له شعر نه به تېر شو ، شعر نه نن سبا هسې هم ځنو خلکو د جينکو ژاولې جوړې کړي ، چرته ،چې ګورې نو ........حيران تا ته يم ، سره له دې ،چې د ادبياتو د پوهنځي په وروستيو کلونو کې يې ، بيا دې هم دا املا داسې ماته ګوډه ده.ګوره اغه بله ورځ مې هم درته وويل لږ وخوره تل خوره.ضروري نه ده ،چې بلاګ دې ډک کړې ، لږ معيار ته هم پام کوه جانانه) يار دې.

چې ما یې هم یوازې په ځواب کې همذدومره ولیکل:

( زما ګران او مینه ناک یار ته ستا ښکلې تبصره ماته را ورسیده خدای شته ډير خوښ شوم او کټ مټ مې خپره کړه خو په یوه شي دې ډير خفه کړم هغه داچې تا له ځانه د سلطان محمود غزنوي لټ جوړ کړی اعتراضونه کوې او سمونه نه شې کولای دا شعر چې تا لوستی زما ملګري چې تاغوندې راسره بلد شوی دی د امریکا د متحده ایالاتو څخه را استولی دی او په خپله یې لیکلي وو چې په سمونه کې یې راسره مرسته وکړی، ته د دې په ځای چې داسې یو څه ولیکې چې هغه یو سم پيغام د ځانه سره وو نه لري ښه به دا وي چې هیڅ وو نه لیکې او که لیکې مهرباني وکړه سمونه یې وکړه را وایې ستوه ترڅو لیکوال و هڅول شی او نور ډير څه ولیکي دا خو هم سمه نه ده چې ټول دې معیاري څه خپاره کړي دا چې نن ډير څه معیاري شوي دي هغه همداسې معیاري نه وو هغه ما او تا معیاري کړي دي.)په ادبي او فرهنګي مینه ستا یار محمدالله ارین احمدزی.

وروسته تر دې ډيرې خبرې ردې او بدلې شوې او ماته په ځانګړې توګه ډيرې په زړه پورې وې ځکه چې دوه یاران مې موندلي وو هغه هم داسې یاران چې یو یې شاعر او بل یې کره کتونکی وو د دې دواړو جګړه چې ډيره سړه وه د طالبانو او دولتي ځواکونو غوندې د الوتکو او د سړک د غاړې د ماینونو جګړه نه وه بلکه د قلم جګړه وه د قلم په ژبه.او خوند یې په دې کې وو چې  د دوی دواړو جګړه ډيره خوږه او علمي وه هر یوه یې د ځان لپاره یو یو دلیل درلود.او د دې پخواني یار څخه د امریکې یار په دې راته څه ناڅه معلوم وو چې د ټلیفون شمیره او د بریښنالیک پته یې را کړې وه او ډير ځله مو بریښنالیکونه سره رد او بدل کړي وو.نو ځکه دی تر هغه بل لږ څه راته د پيژندګلوي وو خو دې نا لیدلي ناکتلي یار څه ناڅه اندیښمن کړی په دې یم چې دی د دومره لرې ځای څخه زنګ وهي او ډيرې خبرې راسره کوي او نور هم غواړي خبرې وکړي او بل داچې غږیدا یې ډيره د خوند څخه ډکه وي او ډيرې خوندورې خبرې کوي او هغه د چا خبره څه ناڅه دوه درې جوماه سبق یې هم لوستی دی .اوس زما لپاره د دې دوه نالیدلو یارانو یاري ډيره په دې په زړه پورې ده چې دوی د لرې څخه راسره بلد شوي دي او ماته د دوی له یاري څخه د کلکې وفا بوی راځي،خو ځوریږم په دې چې نه مې دوی لیدلي او نه مې کتلي کاشکې داسې یو وخت راشي چې وکولای شم دواړه  د نیژدې څخه ووینم، ځکه د دواړو سره مې مینه دومره زیاته شوې چې د قلم په ژبه یې تاسو نه شم بیانولی.د دې یارانو په اړه د نورو لاس ته راوړنو او د یاري د بریالي توب او لیدنې  لپاره نور بیا.

ډالی زما نا لیدلي او نا کتلي یار ته