یارانه زما په اند!!!

ډيری خلک داسې انګیري چې ګواکې یارانه یوازې دا وي چې یو څوک دې په چا مین شي او بس، د د دوی دوائو تر منځ دا اړیکې  یارانه شوه خو نه داسې نه وي ځکه هغه وايي چې(د مور نس بوخڅې،بوخڅې وي)نو په زړه کې د یارانې لپاره هم ډير ځایونه او ډيرې خونې شته چې ډيرې یې کیدای شي ډکې شي ، او ډيرې یې د عمر تر پایه پورې خالي او تشې پاتې شي.د بیلګې په ډول د خپلې مور او پلار سره مینه دا هم زما په اند یوه یارانه کیدای شي، د خپلې میرمنې او اولاد سره مینه بیا بل ډول یارانه ده د خپل مال او دولت سره یارانه بیا بیخي بل ډول وي .... خو د دې ټولو څخه تر ټولو ښه مینه د خدای او د هغه د خوږ پيغمبر سره مینه وي ،خو په دې دنیا کې د خدای (ج)لخوا د پيدا شویو موجوداتو سره مینه هم د خدای سره مینه ده او هم د هغه د پيغمبر سره ځکه چې د دې دنیا وګړي د خدای بنده ګان او د پيغمبر(ص) امتیان دي نو دا مینه هم یوه ریښتینې ده.یو انسا ن د ژوند په پيل کې کله چې نوی د دنیوي ژوند په کوڅه کې لومړی پل اخلي نو د ده لپاره بس ښه یار هغه وي چې تر ډيره د ده سره لوبې وکړي او هرې خوا منډې وکړي ده ته نوي مطرح چې دا دې نر وي یا ښځه،عرب دې وي یا عجم،تور دې وي یا سپين..... خو د ډيرې مودې وروسته بیا ورته هغه کس ډير ګران وي کوم چې د ده سره یوځای ښونځي ته ځي په یوه ټولګي سره درسونه وايي او ډير څه یې یو او بل ته معلوم وي ، خو دا     یارانې  تغیر مومي او همداسې دا لړی روانه وي.  د زړه همدا تشې همداسې پسې ډکیږي ځينې یې ډکې شي او بیرته خالي شي خو ځينې یې بیا بیخي خالي کیږي نه، تر دې چې همدا کس یوڅه لوی شي نو د ځواني په کوڅه کې چې کله قدم پورته کوي نو تر ټولو لومړنۍ هڅه او غوښتنه یې دا وي چې یوه ښه ښکلې نجیلی د ځان لپاره پيداکړي او واده ورسره وکړي، خو په همدې وخت کې د مینې او یارانې لړی دومره پسې وغځيږي چې حقیقي مینه پکې ورکه شي، ځکه کله چې د یوې ښکلي هلک یوه ښکلی نجیلی خوښيږي،او یا د یوې نجیلی یو ښکلی هلک خوښ شي نو بیا دواړه هڅه کوي چې د ژوند لپاره ډيرې اسانتیاوې برابرې کړي د بیلګې په ډول د ښه کور، ښه موټر.... لرل ترڅو وکولای شي په ارامه ژوند وکړي خو کله چې یو کس په دې بریالی شي چې دا ټولې غوښتنې یې پوره شي بیا نو د دې په لټه کې وي چې داسې یو یار او حتی یاران ومومي چې د ده همنظره همفکره او هم خیاله وي.خو د نورو یارانیو شیبې ډيرې لنډې او په یو څه پورې تړلي وي د بیلګې په توګه د هلک او جینی مینه د واده لپاره وي.... خو د دې یاري دا سلسله ډير دوام کوي او ډير کسان د ډيرو سره د ډيرو په خاطر اشنا کیږي،او یو کس کولای شي په یوازې توګه د یو یار په مرسته ډيرو لوړو پوړیو ته ورسیږي او په ژوند کې ډير څه لاس ته راوړي.