منځنۍ اسيا د ستراتيژيکو بدلونونو په درشل کې: ژباړه عبدالرحمان حبیب زوی
د((سیمه ییز مطالعات)) درنو لوستونکیو! دمنځنۍ اسیا هېوادونه تر دې وروسته چې له پخوانۍ شوروي اتحاد څخه يې خپلواکي واخیسته د نړیوالو او سیمه ییزوځواکونو د پام وړ وګرځېدل ، دغه هېوادونه د نویو رامنځته شویو بازارونو په توګه د پراخ سیاسي نفوذ لپاره دسیالۍ سیمې وګڼل شوې او دخپلوبډایه طبیعي سرچینو او د اینرژۍ زیرموپه مرسته یې د زبرځواکونو سترګې وبریښولې ، له بلې خوا له سړې جګړې څخه راپاتې جیوستراتیژیکو سیالیو هم دغه سیمې د زړو سیالانو (روسیې اولویدیځ) تر منځ دنفوذ موندلو پر مسابقه واړولې ، لویدیځوالو د دیموکراسۍ ، بشر ي حقونواو آزاد اقتصاد توره راواخیسته او روسانو هم ددغو هیوادونو دیکتاتور یا نیمه دیکتاتور واکمنان ،چې له روسيې سره یې دودیز اړیکي درلودل ، دلویدیځ په وړاندې نور مقاومت ته وهڅول او په دې توګه یوه نوې لوبه پیل شوه. افغانستان چې دمنځنۍ اسیا سهیلي دروازه ګڼل کیږي ، ددغې سیالۍ له اغیزو څخه زیانمن شو او ددې پر ځای چې دمنځنۍ اسیا له ګاونډیتوبه ګټه پورته کړي د بیلابیلو ځواکونو تر پښو لاندې شو. په دې وروستیو کې د (Oxford Analytica یا د اکسفورډ شننه)چې یو څېړنیز مرکز دی او وخت پروخت د Global Strategic Analysis تر سر لیک لاندې شننې کوي، له خوا یو په زړه پورې تحلیل خپور شو ، چې زموږ له نظره یې ددغې سیمې،له افغانستان سره یې داړیکو، او نړیوالو سیالیو په اړه په زړه پورې ټکي درلودل ، چې دادی دافغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي ښاغلي څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی له خوا یې تر راژباړلو وروسته په دې پار خپروو ، چې له یوې خوا دیادې شوې سیمې پر اهمیت پوه شو او له بلې خوا په دغه جیو ستراتیژیک موقعیت کې د افغانستان پر ونډه هم لاپسې خبر شو. دا هم نه هیروو ،چې سیمه ییزو مطالعاتو مرکزپه دغه تحلیل کې دنظریاتو سپیناوی نه کوي . اداره |
موضوع: په مرکزي اسیا کې د ستراتیژیک چاپیریال منځ ته راتلل.
اهميت: د تیرې لیسیزې په اوږدو کې د مرکزي اسیا هر اړخیز او پراخو جغرافیوي حقایقو نورو پرمختګونو ته لار پرانیسته:په افغانستان کې د امریکې پیاوړی او پراخ شتون او د روسیې د زبر ځواکي خاتمه،د چین پرمختګ او راجګیدنه او د مرکزي اسیاد نورو ازاد شویو جمهوریتونو د خپلواکۍ ټینګیدل په دغو هېوادونو کې ستراتیژیک لرلید پیچلی کړی،چې د اندیښنې وړ انځور یې را منځ ته کړی دی،ځکه نو د لویو ځواکونو او لکه سیمه ییز دولتونو او ناامنه ګاونډیانو تر منځ د مرکزي اسیااړیکو ته برید ټاکل ګرانه بریښي.
شننه:څه د پاسه ۲۰۰ کاله وشول،چې روسیه په مرکزي اسیا کې دمشر او رهبري کوونکي ځواک په توګه مطرح و،که څه هم په دغه اوږده موده کې روسیه له یو لړ موقتي او ځانګړو ننګونو سره مخامخ هم شو،په تیره بیا په ۱۹میلادي پیړۍ کې د بريټانیې لخوا په ستره لوبهgreat game) )کې په خپلو رهبري کونکي, دريځونو کې له یو لړ تهدیدونو سره یې ګوتې نرمې کړې.دغه حالت ان د پخواني شوروي تر ړنګیدو دوام وکړ. په ۱۹۹۰یمو کالونو کې واشنګټن په مرکزي اسیا کې هيڅ لېوالتیا نه ښوده،خو چین له هماغه مهاله په دې سیمه کې سترګې خښې کړې وې او په ذهن کې یې د شته حالت د ساتلو هوډ درلوده.
مهم ټکي:
- په مرکزي اسیا کې سیاسي او ستراتیژیک چاپیریال د سیالۍ او مغلق کیدو په حال کې ده او همدا ډول د روسیې د واکمنۍ دوره هم پای ته رسیدلې ده.
- په سیمه کې د امریکې اوږد مهاله پوځي شتون،د چین اقتصادي پراختیا او پرمختیا او همدا راز د مرکزي اسیا د هېوادونو خپلواکي په سیمه کې په ډیره پراخه کچه دسیاسي –اقتصادي لوبو لپاره شونتیاوې را برسیرې کړي دي.
- اوس مهال له زبرځواکۍ نه پریوتې روسیه به هڅه وکړي، څو په مرکزي اسیا کې کلیدي رول ولوبوي،خو د چین نفوذ به د پریکړه کونکي په توګه پاتې شي او همدا ډول د امریکې متحده ایالتونو به له افغانستان څخه د وتلو تابیا کوي.
- په اوږد مهال کې د مسکو او بیجنګ تر منځ اړیکې د سیالۍ بڼه لري ؛ روسیه به هلې ځلې کوي،څو د چین ستراتیژیک ځاینیونې مخه ډب کړي.
د ۲۰۰۱د سپټمبر ۱۱مې بریدونو جغرافیوي-سیاسي(geopolitical) حالت ته بدلون ورکړ.ډیر ژر د امریکې متحده ایالتونه په سیمه کې د یوه لوی لوبغاړي په توګه را څرګند شو.په دې توګه د روسیې د نفوذ ساحه راتنګه شوله او له بلې خواچین د مرکزي اسیا په اړوند د یوې جلا تګلارې دروازه پرانیستله.په دغو ناببرو او ګړنديو بدلونونو کې لویو ځواکونو او سیمه ییزو دولتونو هڅه وکړه ،څو په ښکاره بڼه خپله لېوالتيا د مرکزي اسیا په اړه څرګنده کړي.خو ډیر ژر او له یوې لسیزې وروسته دغه ښکار هيڅ د پای ټکی ونه موند.
د کرښې را نيونه:
په تیوریکي لحاظ روسیه تمه لري،څو په منځني ختیځ کې بیاځلې د یوه واکمن سیمه ییز هېواد په توګه مطرح شي.خو دا له حقیقته لرې ده او دا ځکه چې روسیه د دې چارې لپاره ډیره لږه وړتیا لري،همدا ډول د روسیې پر وړاندې د چین راولاړیدنه او په افغانستان کې د امریکې دایمي شتون د لارې نه ورکیدونکي ازغي دي.
- که څه هم مرکزي اسیاد ولسمشر ډمیتري میدویدوف د لېوالتیا له امیتیاز سره سره بیاهم د لویدو او سقوط په حال کې ده.روسیه هیله لري،څو د دواړو تر منځ تر ټولو لومړنی او غوره وي.
- په لوړه کچه ليدنې کتنې:
د ۱۹۹۰یمو کالونو د بې پروايي او غفلت له امله اوس روسیه هڅه کوي ،چې د هرې شونې چارې له لارې په مرکزي اسیا کې خپل نفوذ ته پراختیا ورکړي. روسیه هڅه کوي،څو د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د یوه غوره دودیز کورني ملګري په توګه اړیکې ټینګې کړي.لکه:پراخې اقتصادي مرستې او همکارۍ،د مرکزي اسیاد محلي امن لرونکو رژیمونو څخه ګټه اخیستل او بلاخره په دغو هېوادونو کې یو وار بیا د روسي ژبې او کلتور پلي کول دي.
- پوست ځواک(Soft power)
روسیه په دې پوهیږي،چې د مرکزي اسیا دولتونه کمزوي خو په عین وخت کې خپلواکه دي او په دې لنډه موده کې دغه هېوادونه ځانته د یوه ستراتیژیک انتخاب په لټه کې دي.په دې توګه روسیه نوره هڅه نه کوي،څو په دغو هېوادونو کې استعماري واکمني بیا ورغوي.بلکې غواړي د یوې نوې ملګرتیا او ډیموکراټ فیشن په وسیله ځان ورنژدې کړي لکه:ګډ امنیت،تړونونه،ټولنې اواروپايي روسی اقتصادي ټولنې جوړول او داسې نور...څو له دې لارې وکولی شي په سیمه کې دوه نورو زبرځواکونو(امریکا او چین) ته ماته ورکړي او په مرکزي اسیا کې د کلیدي يا آر لوبغالي په توګه مطرح شي.
- سيمه ييز امنيت:
مسکو په دې ویره کې دی،چې اسلامي بنسټپالنه او ترهګري په دغو سیمو کې پراختیا ونه مومي او هڅه کوي د دوی مخنیوی وکړي. که څه هم مسکو پوهيږي،چې نړیوال تروریزم له لویديځ سره شخړه او لانجه لري.روسیه د القاعدې ډلې ته د لویدیځ ضد شبکې په سترګه نه ګوري،بلکې القاعده په سیمه کې د یوه موجود ګواښ او خطر په توګه احساسوي.
له بل اړخه دا به هم له شونتیا لرې نه وي،چې مسکو له طالبانو سره د راکړې ورکړې معاملې تر سره کړي او حرص لرونکې هیله لري،چې په مرکزي اسیا کې بیا خپل نفوذ را ژوندی کړي او دا چاره د روسیې له سترو موخو څخه شمېرل کیږي.
- د امنيت توازن او سياسي جغرافيه:
مسکو پر دې پوهیږي،چې یوازې د امریکې متحده ایالتونه د دې وړتیا لري،څو طالبان یا ووهي او یا یې کنټرول کړي.له بله اړخه روسیه به په ډیره لږه پیمانه په مرکزي اسیا کې د امریکې د متحدو ایالتونو د اوږدمهاله شتون مخنیوی وکړي او یا به هم په سیمه کې دغه نفوذ بیرته ترمیم کړي. د روسیې د لرلید ستره لاسته راوړنه به دا وي،چې ناټو طالبانو ته ماته ورکړي،نور نو په سیمه کې دنا ارامۍ خوبونه نه ویني.
- ستراتيژيک پاتې کيدنه:
روسیه هڅه کوي،څو په مرکزي اسیا کې لوی قدرتونه په خپله ولکه کې راولي. خوکله چې په سیمه کې د امریکې متحده ایالتونو د اوږ مهاله شتون مسله رامنځ ته کیږي،نو ورسره یو لړ ننګونې او اندیښنې هم را پاریږی؛ له بلې خوا په سیمه کې خپل موقف او تاریخي جرړو ته په کتو سره د امریکا اوږدمهاله شتون د ځان لپاره یو ډول سر دردي ګڼي.
مسکو له دې هم اندیښنه لري،چې ګواکې له افغانستان څخه د امریکايي پوځونو له وتلو وروسته به چین نه یوازې دا تشه ډکه کړي،بلکې په پراخه کچه به د پخواني شوروي هېوادونو تر سرحدونو هم ورسیږي.
سيمه ييز ځواک ښکاره کيدنه:
بیجنګ مرکزي اسیا ته ډیر نږدې شوی او په نږدیوالي کې یې تر ستراتیژیک حرص او هیلې نه زیاته پاملرنه کورنیو اړیکو ته کوي او دغو اړیکو ته یي لومړیتوب وربخښلی دی.
- امنيتي چايپريال:
- چین په دې باور دی اوددې نظر پلوي دی،چې له ګاونډیانو سره باید د سوله غوښتونکي ملګري په توګه ګاونډیتوب وپالي.چین له ټولو ګاونډیو او مرکزي اسیا هېوادونو څخه غواړي،چې د درې غټو ستونزو« جلا والی یا کورواکي،ترهګري او بنسټپالنې» پر وړاندې ګډه مبازره وکړي.یو خواخوږی ګاونډی به هڅه وکړي،څو د بیجنګ واکمني په هغه سیمه کې پیاوړي کړي،چیرته چې چین کمزوري واکمني لري،لکه له مسلمانو څخه ډک زنګیانګ ایالت،د چین ستراتیژیک پرمختګ ساتل،د سیاسي جغرافیې ساتنه،او د داسې طرحې را منځ ته کول،چې په اسانۍ سره وکولی شي د ویجاړونکي نفوذ مخنیوی وکړي،که دا نفوذ د مهاجرو اویغوري ملتپالو،اسلامپالو او بنسټپالو وي او یا هم د لودیځ ډیموکراتانو.
- اقتصادي پراختيا:
چین غواړي د مرکزي اسیا د پراخو نفتي او ګازي طبعي زیرمو د لرلو له امله خپل ځان په پراخه کچه تقویه کړي.دا سیمه د بیجنګ د امنتي انرژی دډول ډول تولید او صادرولو د ستراتیژۍ لپاره ډیره مهمه ده او په ورته بڼه مرکزي اسیا د چیني تولیداتو او وارداتو لپاره د یو ښه مارکیټ ارزښت لري.
ستراتيژيکه ميشتيدنه:
چین هیله لري،چې د امریکې ستراتیژیک او عادي نفوذ وڅاري او مخنیوي یې وکړي،په داسې غوره توګه لکه څنګه تیر مات شوي روسی یرغل چې دسیمه ییز لیډر شیپ ادعا یې کوله.که څه هم بیجنګ ډیر پام کوي او په مستقیه توګه د واشنګټن او مسکو سره مخالفت نه کوي،بلکې د چین دا موخه ده،څو په سیمه کې له لویو قدرتونو سره سیاسي نرم چلند او ګټورو اړیکو له لارې سیالۍ ته ور ودانګي.
امنيتي سخته ټاکڼه Security dilemma«پاڼ و پړانګ»
چین د اسیا په زړه کې د امریکې په لوړه کچه له ستراتیژیک شتون څخه نا ارمه دی او دې ته هم ډیر لېواله دی،چې د امریکا متحده ایالتونه او د طالبانو او القاعدې سره په جګړه کې بریا ومومي.بیجنګ د لودیځ له سیاسي جغرافیوي او عادي نفوذ څخه دومره په اندیښنه کې نه دی،لکه څنګه چې د اویغور جلاغوښتونکیو او اسلامپالو او بنسټپالو په اړه اندیښنه لري.
- امنيتي دوه اړخيز والی:
بیجنګ دا حالت څاري او په دې پوهیږي،چې د چین زیاتیدونکی نفوذ د نوموړي هېواد د ګاونډیانو لپاره د نه زغملو وړ دی. خو د چین دغه حالت ته د سیمه ییزې همکارۍ او سیمه ییزې اتحادیې نوم ورکوي، چې په خپله پکې پیاوړې ونډه لري.لکه د شنګهاي د همکارۍ تړون.
- زمونږ د وړتيا پټول او زمونږ د وخت انتظار ايستل:
که څه هم د چین بهرنۍ تګلاره نوره هم پریکنده(قاطع) شوې ده،بیجنګ په ژوره توګه له دې سره لېوالتیا نه ښکاره کوي،څو د سیمې په سیاسي او امنیتي مسایلو کې مشرتوب وکړي.د چین ځانګړنه دا ده،چې په سیمه کې مشروط سیمه ییز توب را منځ ته شي، چین د نفوذ او مقام تر لاسه کولو په لټه کې دی،خو له ډیر لږ مسولیت سره.
نړيواله لېوالتيا او سيمه ييز برابروالی:
واشنګټن تل سیمې ته د یوه نړیوال لرلید له مخې کتنه کړې ده،چې هغه د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې نوم دی.پیل یې له افغانستانه کړی او مرکزي اسیا د امریکې په بهرنۍ پالیسۍ کې د افغانستان هومره ارزښت نه لري.
- له ترهګرۍ سره جګړه:
د شوروي پر مهال مرکزي اسیا په افغانستان کې پوځي جګړې ته بیلابیلې شونتیاوې برابرولې،څو په افغانستان کې عملیات تر سره کړي. خو اوس مهال د جګړې چارې د القاعدې ترهګرې ډلې لخوا تر سره کیږي او له ځان سره پراخې ورانۍ هم لري،دا ډول نورې بنسټپاله ډلې په مرکزي اسیا کې شته دي،چې امریکا یې اندیښمن کړی دی.له همدې امله ده،چې امریکا هڅه کوي د قرغیزیستان په مناس هوايي اډه کې پاتې شي،چې دا اډې د قرغیزستان د پخواني ولسمشر کارمان بیک پر مهال د یو لړ مالي شونتیاوو په بدل کې امریکې ته ور کول شوي دي.
- ستراتيژيک تړون:
د ولسمشر بارک اوباما تر مشرۍ لاندې اداره په عمومي توګه په سیمه کې د یوه خیالي زون د نفوذ خبره رد کړې ده،که څه هم چې دغه موجوده حالت سمبولیکه بڼه لري،د امریکې او روسیې له ځای په ځای والي وروسته امریکا په مرکزي اسیا کې ډیر لږه لېوالتیا ښيي،یوازې پاتې کیدل به یې په هغو سیمو کې وي،چې هلته د جګړې اصلي لاملونه او ګواښونه دي،لکه افغانستان او قیرغیزستان.
- د ريژيم ثبات:
د امریکې متحده ایالتونه هیله لري،څو په مرکزي اسیا کې حکومتونه پیاوړي کړي.د واشنګټن دا لومړیتوب دی،څو د سیمې د هېوادونو ریژیمونه مظبوط کړي،نه د دیموکراسۍ پرمختګ او یا هر هغه هڅه چې د افغانستان د جګړې د ملاتړ لامل وګرځي.
توازن:
دلته د امریکې د متحدو ایالتونو،چین او روسیې تر منځ یو لړ شریکې موخې شته دي،خو په سیمو کې د دوی لېوالتیا سره جلا کیږي. دغه ډول حالت بې له شکه ګټونکي او بایلونکي لري،که څه هم په دې لوبه کې ستراتيژيک ګټونکی کارډ ډېر څرګند نه دی.
۱- د روسيې غورځېدنه:
په ټولیزه توګه روسیه په منځنۍ اسیا کې د ستراتیژیکو تمیلاتو له کبله تر ټولو ډیره قرباني لیدلې ده.
-
- د سيمه ييزې مشرۍ پای:
دا مهال په سیمه کې روسیه له درې ستر قدرتونو څخه یوازنۍ ځواک دی،چې له خپل پرځیدلي او نیم ځوړند نفوذ سره بیا هم له امریکې او چین سره د پرتلنې وړ دی. په داسې حال کې،چې د مرکزي اسیا جمهوریتونه د خپلې خپلواکۍ اظهار کوي او ورځې تر ورځې تکړه کیږي او د درې واړو ځواکونو په منځ کې خپل منظم پلان پر مخ وړي.
-
- اقتصادي تلفات:
که څه هم چې د منځني اسیا سوداګریز کړه وړه د روسیې له لارې تر سره کیږي،خو په دې اړه مسکو خپل ځان په زیاتیدونکي توګه د چین د ګټو تر فشار لاندې ویني؛ دا بیاپه ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې ډیره ښکاره ده،ځکه چې په دغه ډګر کې د یو ستر لوبغاړي په څېر ه کې د چین ننوتل په ډېره لوړه کچه د ګاز پروم د ګازو بیې خیژولي دي.کوم چې د ترکمنستان په ګټه دي او د انرژۍ زیرمو ته د روسیې د اوږدې مودې لاس رسۍ تر شک لاندې راولي.د روسیې د ګټو زیانتیا یوازې په منځۍ اسیا پورې منحصره نه ده،بلکې د مسکو دریځ له بیجنګ سره د تیلو او غازو په عرصه کې په دوه اړخیزه خبرو اترو کې تر بل هر وخت ډېر کمزوری دی؛ځکه بیجنګ په اروپا او اسیا کې نور آپشنونه هم لري.
-
- د ا منيت خرابوالی:
- روسیه په جغرافیوي لحاظ په مرکزي اسیا کې پوښل شوی دی،خو له مرکزي اسیا نه خپریدونکي سختدریځۍ او اسلامي بنسټپالۍ څخه د اغیزمن کیدو چانس لري. له بله اړخه د طالباني غورځنګونو او مفکورو زیاتیدنه په سیمه کې د روسیې د لېوالیتا په ستر سیال بدل شوی دی.دغه حالت هغه ګاونډیان بې ثباته کولی شي،چې مسکو یې د مشرۍخیالونه وهي. لکه په مرکزي اسیا،چې امریکا د قانونې پلمې په توګه ورکې دایمي شتون غواړي او په دغو هیوادونو کې ستراتیژیکې شرایط برابرول،په کومو شرایطو کې چې چین د خپل لوړو موخو او لېوالتیا ته پرمختګ ورکولی شي.
- پرله پسې نفوذ:
که فکر وکړو،چې دا یو ارتباطي پریوتنه ده،روسیه به بیا هم د یوه مرکزي لوبغاړي په توګه پاتې شي.د روسیې نفوذ تر امریکې او چین نه ډیر زیات ژور او څو اړخیز دی.د کورنۍ غوروالۍ او مسلکي اړیکې د ډیرو پرمختګونو لپاره دي،څو هغو ظرفیتونو ته وده ورکړي،چې په سیمه کې له بیجنګ نه غوره او پیاوړی پوځي ځواک وي.روسیه اوس په مرکزي اسیا کې اصلي لوبغاړی دی، د مرکزي اسیا اقتصاد په مسکو ولاړ دی،په ځانګړي توګه د کډوالو او کارګرو ستونزو په برخه کې او د سوداګریزو چارو ، ترانزیټ او د انرژۍ په همکاریو کې.
۲- د چين وده او پرمختګ:
چین په پراخه کچه له سیمه ییز بدلون څخه په خپله ګټه پورته کوي.
- اقتصادي پراختيا:
- بیجنګ د مرکزي اسیا له جمهوریتونو سره د انرژۍ په برخه کې په پراخه پیمانه را کړې ورکړې تر سره کړي دي.چین له ترکمنستان سره د ۳۰کالونو لپاره د ګازو د اخیستو تړون ته نور هم دوام ورکړی(له ۳۰میلونو متر مکعب څخه تر ۴۰میلونه متر مکعب پورې په کال کې.) او د اتاسو- الشنکو د ګازو نل لیکه یې بشپړه کړې ده.له قزاقستان سره یې د ۱۰ بیلونه ډالرو پور په ورکړې سره د تیلو یو تړون لاسلیک او همدا ډول یې له ازبکستان سره هم د ګازو د تړون پر سر د یوې تګلارې پر جوړولو بوخت دی.
-
- له دې امله چې چین د مرکزی اسیا له هېوادونو سره د ګازو په برخه کې همکاري لري،نو په دې لړ کې د چین سوداګریزې چارې له مرکزي اسیا سره له ۱ (۱۹۹۸)بیلون امریکايي ډالرو څخه ۲۳،۵ (۲۰۰۹)بیلونو ته لوړه شوې ده .
۳-امنيت ته وده ورکونه:
که څه هم چین د اویغور ایالت له اسلامي بنسټپالو او ملتپالو له غورځنګ څخه سخت په اندیښنه کې دی،ځکه چې دغه ډلې ټپلې ورځ تر بلې وسعت موموي. د سینکیانګ ایالت ډیره برخه هڅه کوي څو د قزاقستان او قرغیزستان په همکارۍ په اویغور کې اسلامي بنسټپالو، ملتپالو او نړیوالو ترهګرو سره مبارزه پر مخ بوځي.
-
- ستراتيژيک دريځ لرل:
په مرکزي اسیا کې د چین اقتصادي شتون په دې سیمه کې یو ډول نوی جغرافیوي اړیکې رامنځ ته کړي دي. چین په ذهن کې د روسیې هڅه څاري،چې غواړي بیا د خپل نفوذ له لارې چین د روسیې او د امریکې د متحدو ایالتونو تر منځ د انتخاب په توګه غوره کړي.
د نفوذ نازک او حساس چال چلند:
که څه هم د چین د پښې پل ورک دی. د قیرغیزستان کړکیچونو د دغه هېواد کمزوری سیاسي او امنتي نفوذ په ډاګه کړ.بیجنګ په ډیره لږه کچه ظرفیت لري، څو په سیمه کې لویې پروژې پلي کړي،ځکه چې د چین ټوله کاري قوه اقتصادي چارو ته ځانګړې شوې ده.د شانګهای تړون د یوه نه بریالي تړون په توګه رامنځ ته شوی دی چې په ډیره محدوده او فرعي ساحه کې کیدای شي څه لاس ته راوړنې ولري،لکه له ترهګرۍ سره جګړه.
-
- د ننګونو زياتيدنه:
په سیمه کې د چین لېوالتیا ورځ په ورځ له مقاومت سره د مخیدو په حال کې ده؛د مرکزي اسیا د هېوادونو تر منځ د اقتصادي ځواک رامنځ ته کول او ستراتیژیکو منابعو لکه اوبو ته نږدې کیدنه، په داسې حال کې ده،چې د چیني کار کونکو او سوداګرو پر اړه بې تعصبه احساسات بدرګه کیږي. پخوا په روسیه کې دا فکر کیده چې چین د روسیې یو ستراتیژک ملګری دی،خو اوس داسې ښکاري،چې چین په مرکزي اسیا کې د روسیې د لېوالتیا لپاره یو مزاحم دی.
-4د امريکې حاشيوي کيدنه:
د لاندنیو لاملونو پر بنسټ د امریکې متحده ایالتونه په مرکزي اسیا کې نه ډیر ګټونکی دی او نه هم بایلونکی:
- د باور نشتوالی:
د مرګزي اسیا د مشرۍ لپاره امریکې متحده ایالتونو هر ډول شونتیاوې او ځواک لري څو سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي،خو ټینګه سیاسي اراده نه لري. امریکا د مرکزي اسیا د انرژۍ د سرچینو د رانیولو لپاره هیڅ کوم منظم پروګرام په پام کې نه لري او په مرکزي اسیا کې په ډیره لږه پیمانه ستراتیژیک او اقتصادي پاتې کیدنې لپاره پلان اوتګلاره لري. په مرکزي اسیا کې د امریکې نفوذ د واشنګټن په موخو باندې ولاړه ده،چې څنګه او له کومو لارو څخه خپلې موخې تر لاسه کړي.
-
- د قدرت کمزوري پاتې کيدنه:
په سیمه کې نور لوبغاړي په افغانستان کې د امریکې په پاتې کیدو شک لري او داسې باور لري،چې امریکا به له افغانستانه ووځي،که څه د اوباما اداره په ټوله کې ځان له سیمې څخه وباسي،خو اړیکې به نه پرې کوي. پرته له شکه د امریکې دغه باور نور دې ته هڅوي،څو د امریکې د متحدو ایالتونو د کړنلارو ځای ونیسي.«هغه تشه چې د امریکې د نه حضور په وجه رامنځ ته کیږي ډکه کړي»
ستراټيژيک سناريو:د مرکزی اسیا لپاره درې سترې سناریوګانې شته دي:
- روسیه،چین ،د امریکې متحدو ایالتونه او د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ درې عامې لېوالتیاوې شته دي:څو دا ځواکونه په ګډه سره له نړیوال تروریزم،لنډمهاله کړکیچونو سره جګړه او خپلو موخو او اقتصاد ته پراختیا ورکړي.
- د لویو قدرتونو تر منځ سیمه ییزه سیالۍ د ځواکمنیدو په حال کې ده او ورځ تر بلې د یوې نرمې او سړې جګړې تمه ترې کیدای شي،په ځانګړي توګه د روسیې او چین تر منځ.
- روسیه او چین په یو وخت کې له یو بل سره همکاري هم کوي او مقابله هم.په داسې حال کې چې مرکزي اسیا غواړي،څو د مسکو،بیجنګ او واشنګټن تر منځ د اړیکو توازن ساتلو لپاره زیار وباسي.
- نظريه:وروستۍ سناریو ډیره داسې کیږي.
- د تګلارو سيالۍ:
لکه څنګه چې چین په نوي ډول نړیوال ځواک ته درومي،نو په مرکزي اسیا کې نور هم ډاډمن کیږي.روسیه به په مجهوله توګه د ستراتیژیک ځای ناستي لپاره ارام کیښنني،په دې توګه د روسیې عصبي نا ارامي به لوړه شي.دا مسله هغه مهال ښه څرګندیدی شي،کله چې په سیمه کې د امریکې دایمي شتون څرګند شي او یا هم سیمه پریږدي.
- نامحسوسه او مبهمه ستراتيژي:
که قضیې ته له بله اړخه کتنه وشي،نو لویو تاوتریخوالو ته د لېوالتیا کچه ټیټه شوې،ځکه چې مرکزي اسیا د روسیې او په ځانګړي توګه د چین د بهرنیو پالیسیو په دویمو لومړیتوبونو کې ځای لري. مسکو او بیجنګ نه یوازې د مرکزي اسیا بلکې نورو سیمو ته له ډیرې لرې زاویې ګوري او دې ته لېوالتیا لري،څو په ډیرې هوښیاری سره دوه اړخیزه اغیزمنې اړیکې و پالي. په ورته وخت کې د دې له امله چې په مرکزي اسیا کې نفوذ یوه وسیله ده،خو د واشنګټن لپاره د هیریدو ټکی نه دی.په سیمه کې معاملې د امریکې د متحدو ایالتونو په فرعي پالیسیو کې ځای لري. د بیلګې په توګه د امریکې او چین تر منځ ډينامیکي ناندرۍ به له هغو عواملو نه اغیز اخلي.کوم چې د جنوبي چین له سمندرګي نه به راولاړیږي.لکه تایوان، د رینبي پاڅون،او د کوریا پننسولا ټاپووزمه.
- سيمه ييزې چارې:
مسکو د چین له مخ پر ودې نفوذ څخه په ویره کې دی،چې ګواکې چین به په مرکزي اسیا کې مسکو په لغته ووهي،او امریکې او اروپا ته یی اړ نه کړي. په سیمه کې د چین د ځانګړو تګلارو له مخې چین به سیمه اداره کوي. په مرکزي اسیا کې د فشارونو زیاتوالی به د لویو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د بدلون لپاره د خطر یو زنګ وي
پايله:
په مرکزي اسیا کې به ستراتیژیک چاپیریال ګډوډ پاتې شي،د لویو ځواکونو تر منځ نامالومې اړیکې،د سیمه ییزو رژیمونو بې ثباتي او د ګاونډیو هېوادونو لکه افغانستان او پاکستان نا امنه حالت هغه عوامل دي،چې مرکزي اسیا یی ګډوډه کړې ده.که څه هم چې حالت به په لوړه کچه تر کنټرول لاندې وي.که چیرې په سیمه کې بدلون تر سترګو شو،نو دا بدلون به په لویه پیمانه نړیوال سیسټم ته ور انتقال شي او د لویو قدرتونو تر منځ به په اړیکو باندې اغیز هم وکړي.