د ټولو دې تش په نامه اختر مبارک وي!
که څه هم اوس د ختر نمانځل بې مفهومه خبره ده،ځکه مونږ په دې مبارکې روژې کې د ډیرو خونړیو پېښو لیدونکي وو،نو مونږ ته اختر څه مانا لري،یوازې ما په دغه میاشت کې په دوو هغو جنازو کې ګډون وکړ،چې خپلې ځوانۍ یې د پردیو په لمسولي جګړو کې له لاسه ورکړې وې.په ورته بڼه به زمونږ نور هېواد وال د ډیرو خونړیو پېښو شاهدان اوسیدلي وي،یا د امریکایانو له خوا په وژنه کې،یا د مخالفو وسله والو او یا هم د دندې د تر سره کونې پر مهال د دې یا هغه لخوا وژل شوی وي،یا هم د ضد پښتونیزم فعالیتونو لخوا زورول شوی وي یا داسې نور!
د دې لپاره،چې اختر د لوی خدای میلمستیا ده،نو مونږ یې په سرسترګو منو،کنه نور په کې څه د خوښۍ نه لیدل کیږي،بیا دې هم ګرانو ویرځپلیو او جګړه ځپلیو افغانانو ته مبارک وي،خدای دې وکړي،چې د دې اختر له برکته افغانان د ژوند کولو حق وموی او د نړۍ د نورو ولسونو په څېر څو شیبې ارامه ژوند ولري.
په درنښت
څېړنیار :عبدالرحمان حبیب زوی