پوهاند زیور ځیږ پښتون و:څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی
په ډیرې خواشینۍ سره مې د خپل فرهنګپال استاد پوهاند زیور الدین زیور د مړینې خبر واوريد.زه او زما بلاګ د استاد مړینه د ګران افانستان په فرهنګي او ملي ډګر کې ستره ضایعه ګڼو او لوی خدای ج دې د ده کورنۍ په په ځانګړي توګه ډاکټر صاحب زرغونې،افغان ولس او د لوی ننګرهار اوسیدونکو ته د زړه صبر او زغم ورکړي او زه د ده ټولو دوستانو ته د زړه له تله تسلیت او خواږي وړاندې کوم،له بده مرغه،چې زما ملګرو زه د استاد په مړینه نه یم خبر کړی،کنه د جنازې او فاتحې مراسمو ته به هرومرو تلم.داکټر صاحب زیور په ماسټرۍ کې زما استاد پاتې شوی و،ده به تر رسمي زده کړو زیات د پښتنو په یوالي،د پښتنو په بدمرغیو او ناخوالو خبرې کولې او په ډیر احساساتو به راتله،چې د ده د ځیږتوب زبات دی.استاد زیور نه یواازې دا چې پښتو ژبې ته ډیر اثار ور ډالۍ کړي دي،بلکې په عمل دی خپل هنر ته ژمن و او په عملي ډګر کې یې د پښتنو د سر لوړي او یوالي چيغې یې وهلې!
ډاکټر صاحب زیور به تل په ټولګي کې دا شعر وایه!
که هر څو یې سمومه نه سمیږي
پښتانه دي د ګږو تیګو دیوال
لوی استادزیور صاحب روح دې ښاد وي
په درنښت