زه او زما بلاک (لوکرنا)د افغانستان د ولسمشر د ورور او د کندهار د ولایتي شورا مشر احمد ولي خان کرزي ناځوانه او بې ننګه وژنه په سختو ټکو غندي او د نوموړي کورنۍ او ټول افغان ملت ته ددغه ناورین ډاډګیرنه ورکوي. دا ستره نه رغیدونکي ضیاع ګڼي او دا وژنه په بشپړه توګه ټارګیټ کیلنګ ګڼو،چې د پښتنو د نفوذ لرونکو مشرانو د له منځه وړلو لپاره د لویو ځواکونو او کورنیو غلامانو دسیسه ګڼو.
د ارواښاد روح دې ښاد وي
څېړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی
د لوکرانا بلاک مسول
11.07.2011
- عبدالرحمان حبیب زوی
څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی: شاغاصي کلا چېرته ده
په دغه نامه دوې کلا ګانې مونږ لرو،چې یوه یې په لوګر کې د یوه کلي نوم دی او بله یې په کابل کې ده.کیدای شي د هیواد په ځینو نورو سیمو کې هم وي.شاغاصي کلا هغه کلا ده،چې له ځانه سره یې یوه فوکلوریکه کسیه او بدله را نقل کړې ده.
د شاغاصي مانا تر دې مهاله ما نه ده پیدا کړې،خو داسې ویل کیږي،چې په پخوا وختونو...
16.07.2011
- عبدالرحمان حبیب زوی
پوهاند زیور ځیږ پښتون و:څېړنیار عبدالرحمان حبیب زوی
په ډیرې خواشینۍ سره مې د خپل فرهنګپال استاد پوهاند زیور الدین زیور د مړینې خبر واوريد.زه او زما بلاګ د استاد مړینه د ګران افانستان په فرهنګي او ملي ډګر کې ستره ضایعه ګڼو او لوی خدای ج دې د ده کورنۍ په په ځانګړي توګه ډاکټر صاحب زرغونې،افغان ولس او د لوی ننګرهار اوسیدونکو ته د زړه صبر او زغم ورکړي او زه د ده ټولو دوستانو ته د زړه له تله تسلیت او خواږي وړاندې کو...