نوبل جايزهNoble Prize) (او ادبيات : ليکوال:څېړنيار عبدالرحمان حبيب زوی
نوبل جایزه د نړۍ له سترو جایزو څخه ګڼله کیږي،چې تر خپل شا سل کلن تاریخي شالید لري او په دې شالید کې تر ټولو ارزښتمن څېز بشر ته چوپړ او ښیګڼه رسونه ده.نوبل جایزه د ۱۹مې پېړۍ پای او د شلمې پېړۍ په پېل کې د سویډني سایسنپوه الفر نوبل له نوم سره تړلې ده،چا چې د خپلو علمي پنځونو له لارې پانګه وموندله او بیا دا پانګه یې د بشریت لپاره د علومو د پرمختګ په تکل په کار واچوله.
نوبل نړیواله جایزه په ۱۸۹۵ز کال د الفر نوبل د وصیت پر بنسټ رامنځ ته شوه او لومړنۍ نوبل جایزه په ۱۹۰۱ز کې ورکول شوه.الفر نوبل په نړۍ کې د کیمیا په برخه ډیرې لاسته راوړنې او اختراګانې وکړې؛وروستنۍ او ستره لاسته راوړنه او کشف یې د اومه ډینامیټ رامنځ ته کول و،چې وروسته بیا دا ډینامیټ په چاودیدونکو وسلو او آن په اټمي وسلو کې وکارول شول؛الفر نوبل د خپل دغه علمي اختراع څخه په لومړي سر کې ډیر خوښ و،خو وروسته کله چې د ده جوړ کړی ډینامیټ د بشر د وژنې لپاره کاریده سخت ناارامه او ځوریده،ان داچې یو مهال په فرانسې کې یوې ورځپاڼې نوبل د (دمرګ سوداګر) لقب ورکړ،چې په دې توګه نوبل نور هم ناراحته شو او د خپل وجدان د آرامۍ په پار او بشریت ته د نورو ښو خدمتو نو په پار د خپل مړ ینې یو کال وړاندې یانې په ۱۸۹۵ز کې د نوامبر په ۲۷مه نیټه په پاریس کې د نوبل جایزې وصیت لاسلیک کړ.
د نوموړي د وصیت پر بنسټ د نوبل پانګې ۹۵سلنه پانګې دې د پنځوګونو (فزیک،کیمیا،روغتیا،ادبیات او سوله) علومو د پرمختګ لپاره ولګول شي او هر هغه څوک چې په دغو برخو کې له ځانه غوره اثر او پنځونه او یا هم دبشر لپاره تر ټولو ستر خدمت تر سره کړی وي،نو ده ته نوبل جایزه ورکول کیږي،څو د بشر لپاره نور زیات چوپړونه تر سره کړي،چې په دې توګه نوبل جایزه رامنځ ته شوه.
دا هم د نوبل د وصیت ژباړه:« زما ټوله نقد شوې پانګه په لاندنیو چارو کې ولګول شي،دا پانګه زما د وصیت دپلي کونکو لخوا د لوړ بیو پاڼو په اخیستلو ولګیږي،څو د هغو له ګټې څخه هغه وګړي برخمن شي،چې هر کال نړۍ ته نوې نیکمرغي راولي او له دې لارې دې هغوی ته نوبل جایزې ورکړل شي،زما پانګه دې په پنځو برخو وویشل شي،یوه برخه دې هغه چاته ورکړل شي،چې په فزیک کې یې مهمه اختراع کړي وي،دویمه برخه هغه دې هغه چاته ورکړل شي،چې په کیمیا کې یې ستره پنځونه کړي وي،دریمه برخه زما د پانګې هغه چاته ورکړل شي،چې په روغتیايي چارو کې کشفیات کړي وي،څلورمه برخه دې هغه کس ته ورکړل شي،چا چې دبشر لپاره له ځانه یو غوره ادبي اثر پریښوي او پنځمه برخه پانګه دې هغه چاته ورکړل شي،چا چې د ملتونو د یوالي او د نظامي چارو برعکس د سولې او ورورګلوۍ د فضاد رامنځ ته کولو لپاره سوله ییزې مبارزې کړې وي.زما څرګنده غوښتنه دا ده،چې د دې جایزې په ورکړه کې دشخص ملت په پام کې ونه نیول شي او دې ته دې ونه کتل شي،دا کس سکاندنیاوی دی که نه،بلکې وړ کس دې غوره شي.»(۱)
نوبل جایزه هر کال په یوه برخه درې وتلیو کسانو ته ورکول کیږي خو په ادبیاتو کې یوازې یوه او تر ټولو غوره اثر او کس ته ورکول کیږي او لاندنۍ کومیټې د جایزو د ورکړې واک لري:
د فزیک او کیمیا جایزه د سویډن دولتي اکاډمۍ پر غاړه لري،د روغتیا د برخې د جایزې د ورکړې مسولیت په استاکهلم کې د کارولین موسسه پر غاړه لري،د ادبیاتو د برخې غوره جایزه د استاکهلم فرهنګي اداره یې پر غاړه لري او د سولې جایزې ورکړې واک د ناروې پارلمان او د استورټینګ کومیټه یې پر غاړه لري.(۲)
نوبل جایزه هر کال د ډیسامبر په ۱۰مه یانې د الفر نوبل دکلیزې په ورځ د استوکوهلم د موسیقۍ په تالار کې ورکول کیږي.دا جایزه یو د سروزرو میډال دی، چې د نوبل انځور پرې انځور شوی،یو افتخاري ډیپلوم او ۳/۱میلون امریکايي ډالره ده.داسې ویل کیږي،چې نوبل له یوه ریاضيپوه سره شخصي دښمني درلوده او له همدې امله یې ریاضي ته خپله پانګه وقف نه کړه.
د نوبل جایزې دویم ځلي لاسته راوړلو چانس ډیر لږ وي،خو بیا په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره یوې میرمنې چې ماري کوري نومیدله یو ځل په فزیک او بل ځل په کیمیا کې نوبل جایزه ګټلې ده.تر دې وروسته درې نورو پوهانو هم دوه دوه ځلي نوبل جایزې تر لاسه کړي دي،لکه:مینوس پاولینګ(کیمیا،سوله)،جابادوین(فزیک،کیمیا)،فردریګ او سالګر(کیمیا،کیمیا)پردې سربیره د سره صلیب نړیوالې کومېټې په ۱۹۱۷،۱۹۴۴او ۱۹۹۳زکې د نوبل جایزې تر لاسه کړي دي.(۳)
همدا ډول په نړۍ دوو نورو کسانو دوه نړیوالې جایزې یانې نوبل او اسکار تر لاسه کړي دي،هغه دا دي:جورج برنارډشاو له ایرلینډڅخه په ۱۹۵۲زکې په ادبیاتو کې د نوبل جایزه او په ۱۹۳۸ز کې د پردې پر مخ د ښه لوبغاړي د رول د تر سره کولو له امله اسکار جایزه ګټلې ده.دویم کس امریکايي آل ګور دی،چې په ۲۰۰۷ز کې په عراق کې د جګړې د پای ته رسیدو د هڅو په لړ کې د سولې جایزه او په ۲۰۰۸ز کې د(یوځورونکی حقیقت) په نامه دمستند فلم جوړولو له امله اسکار جایزه هم تر لاسه کړې ده.د یادونې وړ ده،چې اسکار نړیواله جایزه هر کال د « امریکې دګرځنده تصویرونو او هنرونو اکادمۍ لخوا د سینما تر ټولو غوره اثر او لوبغاړ ي ته ورکول کیږي.(۴)
ü نوبل جايزه او ادبيات:
لکه چې مخکې مو نغوته وکړه،نوبل جایزه په نورو علومو کې یو،دوه او آن دریو کسانو ته ورکول کیږي،خو په ادبیاتو کې یوازې یوه کس ته ورکول کیږي.د ابیاتو تازه او نوې ګټل شوې نوبل جایزه پرسږ ۲۰۱۰۲۰۰۹زکال کې جورج ماريو فيډرو وارگاس يوسا (Jorge Mario Pedro Vargas Llosa) سږ کال د نوبل نړيواله ادبي جايزه وگټله؛ نوموړى چې دامريکا د لويې وچې د پېرو هېواد اوسېدونکى دى ، د ١٩٣٦ زېږدي کال د مارچ په ٢٨ مه نېټه ددې هېواد په سوېل د ارکيپاى په سيمه کې زېږېدلى ؛مقاله ليکونکى سياست پوه ، داستان ليکونکى او ورځپاڼه چلوونکى و. مور او پلار يې له واده وروسته يوازې پنځه مياشتې گډې سره تېرې کړې چې بيا سره بېل شول، نو د ژوند لومړي لس کالونه يې په بوليويا هېواد کې له خپلې مور سره تېر کړل ،کله يې چې د مور له خوا نېکه په پېرو کې په يو څه ستره څوکۍ وگومارل شو، نو له خپلې مور سره خپل هېواد ته راغى ، کمکي توب يې ډېر تريخ و؛ په ١٤ کلنۍ کې يې نوي پلار په نظامي ښوونځي کې شامل کړ، دې ځاى ډېر ستر اغېز پرې وښانده ، او داروين ډوله ليکنې يې له همدې ځايه پيل کړې ، نوموړى وروسته د ليما پوهنتون د ازادو هنرونو له څانگې فارغ شو ، اوبيا يې د ماډريډ پوهنتون څخه په ادبياتو کې دوکتورا وکړه.
په ١٩٥٩ زېږدي کال يې پاريس ته کډه وکړه، اود فرانسې خبري اژانس اود فرانسې په دولتي تلويزيون کې يې په کار پيل وکړ.
ماريو بارگآس يوسا شل کلن و، چې لومړنى داستان يې خپور کړ، کوچنى داستان و چې د (ډلگيومشر) په نامه يادېده او د پلازمېنې لېما يوې خپرندويې ټولنې خپور کړ، خو داسې به يې هېڅ فکر نه کاوه چې يو وخت به د نوبل نړيواله ادبي جايزه گټي او د لاتينې امريکا په دوو سترو ليکوالانو ( گابريل گآرسيا مارکز او فوينټس ) سره به په يوه ليکه کې درېږي، نن ورځ د همدې دريو ليکوالانو په برکت د لاتينې امريکا ادبيات ځلېږي. دا څلوراويا کلن ليکوال دم گړۍ په ماډريډ کې اوسي او د راتلونکې نومبر مياشتې په ١٠ مه نېټه به د سويډن د اکاډمي له خوا د نوبل د جايزې په توگه ١،٤ ميليون ډالر ، يومډال او ستاينليک تر لاسه کړي.روهي ،پښتو ویبپاڼه،د اوونۍ څېره
پروسږکال د نړۍ وتلیو ادبپوهانو نوبل جایزو په لیست کې ول،لکه ویبلیت روس،توماس بینګون،پاټ ډیلان،ایسا جبار او ادونیس.خوداسې ونه شول او نوبل جایزه له آلمان څخه میرمن هېرتامولر په نصیب شوه او د خپلو بې ساریو ستړو پایله يې تر لاسه کړه.
هېرتامولر د ادب تر څنګ ډیره پیاوړې سیاسي مبارزه ده او ډیرې لیکنې او آثار د کمونستي رژیمونو په وړاندې لیکلي دي،چې د همدې لیکنو له امله څو خلې له سکاندونیاوي هیوادونو څخه تبعید شوې هم ده آن دا چې هغو هیوادونو ته چې نوموړې پنا وړې هلته هم تر څارنې لاندې اوسیدلې ده.مولر په ۱۹۸۲ز کې په روم کې د (لوړو ژورو )په نامه یو ناول خپور کړ،چې په دې ناول کې په روم کې د یوې المانۍ کورنۍ د خپل ماشومتوب ژوند انځوروي او ددې تر څنګ دا ښيي،چې المانیان یو ګوښه لږکي،له تمدنه لرې د زورزیاتي او شرابو څښونکي پيژني. د مولر همدا اثر په ۱۹۸۴ز کې په الماني ژبه خپریږي،چې په پای کې په روم کې د څارګرو لخوا ځورول کیږي،چې بیا مولر آلمان ته تښتي او له المان څخه وروسته بریټانیا او امریکې ته ځي او کله کله دامریکا او بریټانیې په پوهنتونونو کې تدریس هم کوي.مولر خپل آثار په رومي ژبه لیکلي او د نړۍ په شلو ژبو ژباړل شوي هم دي.
مولر د خپل وروستي اثر (د نفس ځانګو) په لیکلو سره د نړیوالو پام خانته راواړه او د نوبل جایزې ګټلو یو لامل یې همدا اثر دی.د مولر دا اثر هم په روم کې الماني لږکیو ته ځانګړی شوی،چې د شورویانو د واکمنۍ پرمهال ډیر ځپل شوي وو.د مولر نور آثار دا دي:
کله چې ګیدړ ښکاري و،پاچا ټيټ شو او وژل کړي،د زړه ژوی،اې کاشکې ما خپل ځان نه لیده. میرمن مولر یو شمېر نورې ادبي جایزې هم تر لاسه کړي لکه:د (کلایمیټ) الماني ادب جایزه او (فورټ) اروپايي ادب جایزه (۵)
دا هم له ۱۹۹۵ز کال څخه تر ۲۰۰۹ز کاله پورې د نوبل ادبي جایزو ګټونکو نومونه او ځایونه:
2010 - ماريو وارگاس يوسا(د٢٠١٠کال د نوبل د ادبي جايزې گټونکى
2009 هېرتامولر ( المان )
2008 ج ماري ګوستاف ( فرانسه )
2007 دوریس لیسنګ ( انګلستان )
2006 اورهان باموک ( ترکیه )
2005 هارولډ بينتر ( انګلستان )
2004 الفریډي يلينيک ( نمسا )
2003 ماکسويل کوتزی ( سويلي افریقا )
2002 ايمري کرتیس ( مجارستان )
2001 اس – نایپول ( انګلستان )
v 2000 ګاو سينګيان ( فرانسه )
1999 ګونتر ګراس ( المان )
1998 ګوزیه ساراماګو ( پرتګال )
1997 ډاريو فو ( ایټالیه )
1996 ویسلا وا سیيزمپورسکا ( پولينډ )
1995 سيموس هيني ( ايرلينډ )(۶)
- د نوبل جايزې د ورکړې تګلاره:
د نوبل د جایزې د ورکړې لپاره پرته له ادبیاتو او سولې قهرمان څخه ځینې معیارونه شته،خو د ادبیاتو لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري،په ادبیاتو کې هغه اثر ډیر غوره وي،چې نړیوالتوب د بشر او آن ټولو مخلوقاتو لپاره لکه ژوي او داسې نور چې ښه پیغام ولري نو د ګټلو چانس لري،خو هغه مهال چې د نوبل جایزې د ورکړې ځانګړې کومیټې د رایو په ډیروالي سره د جایزې د ورکړې پریکړه وکړي.په دغو کومیټو کې د ځینو اروپايی هیوادونو غړي هم شته دي.همدا تګلاره د سولې د اتل لپاره غوره شوې ده ټاکل شوې کومیټې په پټه په نړۍ او سیمه کې د سولې مبارزین څاري او بیا پریکړه کوي،چې سږکال چاته جایزه ورکړي.په دې شرط چې د سولې دغه مبارزین په نړۍ کې له یو اندازه شهرت څخه برخمن وي.
بله تګلاره دا ده،چې د نوبل اداره په شخصي ، دولتي سطحه هغو ټولنو دولتونو او څېړنیزو مرکزونو ته،چې په نړۍ کې پیژندل شوي هر کال ۳۰۰۰فورمې د جایزې د نوماندۍ په توګه استوي،چې وروسته بیا له دې ۳۰۰۰څخه ۲۰۰فورمې غوره کیږي او ۲۰۰کې بیا درې کسان د کال د جایزې ګتونکي شمېرل کیږي.په دې تګلاره کې د لیکوال اړیکې او په نړۍ کې ښه شهرت او یا هم د څېړنیزو مرکزونو فعالیت او اړیکې د نوبل له ادارې سره هم رول لري.
نور څه خاص معیارونه نشته او پورتنیو معیارونو ته په کتو سره په افغانستان کې د سولې مبارزین هم شته او په ادبي برخه داسې شخصیتونه هم شته چې آثار یې د نوبل جایزې مستحق دي،خو زمونږ ادبیان او د سولې اتلان دوه ستونزې لري یو دا چې په نړۍ کې نړیوال شهرت نه لري او بل دا چې دولت او د دوی ادارې د اړیکو ټینګولو او په نړۍ د ځان مطرح کولو ظرفیت نه لري که څه هم،چې مونږ لکه اشرف غني احمدزي غوندې له نړیوال شهرت لرونکو کسانو څخه برخمن یو،چې دویم ځل لپاره د نړۍ په ۸۱مفکرینو کې پنځم ځای لري،خو په کار ده،چې نور هم زیات شي او دولت هم د افغان کدرونو دځلولو لپاره ګام پورته کړي،ځکه پرته له شکه مونږ په ادبي ډګر کې داسې څټې لرو،چې هر ډول نړیوالتوب او بشري پیغامونه لري،د بیلګې په توګه د استاد شپون (شین ټاغی )ناول،د کاروان چینار خبرې کوي نومونه د نمونې په توګه یادولی شو او تر دې نور هم داسې ادبي آثر شته دي،چې د نوبل د ګټلو وړ دي.
همدا ډول پښتانه یو ځل دنوبل د سولې د قهرمان په برخه د خان عبدالغفار خان پاچا خان د نوماندۍ ویاړ لري،همدراز له ۱۹۳۷نه ۱۹۴۸ز پورې څلور ځلې مهاتماګاندي دنوبل د سولې جایزې د اتل په توګه نوماند شو،خو ونه یې ګټله بلاخره،کله چې په ۱۹۴۸ز کې د نوبل ادارې پریکړه وکړه،چې نوموړي ته به د سولې د اتل جایزه ورکوي نو مهاتماګاندي ترور شو،نوبل ادارې غوښتل چې ده ته دا جایزه له مړینې وروسته ورکړي خو د نوبل په ادارې کې د غړو او کومیټو تر منځ اختلاف له امله او د نوبل دقانون پر بنسټ،چې نوبل یوازې ژوندیو کسانو ته ورکول کیږي، ورته ورنه کړای شوه. همدا ورته پیښه له خان عبدالغفارخان سره هم وشو.
سرچینې:
- http://nobleprize.org/noble_organization/nobleffoundation/history
- http://nobleprize.org.redirect/links_outprizeawardephp?/
- http://noble prize/peace/laureate/1996/index.html
- http://nobleprize.org.redirect/links_outprizeawardephp?/
- http://www.rohi.af.daonai sera,2009/php
- http://www.rohi.af.daonai sera,2009/php