پښتو لنډۍ  پيښليکونه  او نويزونه : ليکوال :څېړنيار عبدالرحمان حبيب زوی            

په پښتو ولسي ادب کې لنډۍ د خپلو نورو هنري،ادبي او ښکلاییزو ښیګڼو تر څنګ یو لړ نورې ځانګړنې او ښیګڼې هم لري.دا ځانګړنې په لنډیو کې په مسلسل ډول د تاریخي او سیاسي پیښو یادونه یا کرونولوجي(پیښلیکونه) او همدا ډول د هماغه مهال د چاپیریال د نویو کلمو لیږد او ثبتونه ده،چې پښتو لنډیو په ولسي توګه پخپلو سینو کې ساتلي او تر دې مهاله یې مونږ ته رارسولي دي.

که چیرې مونږ ادبي-اجتماعي تکاملي پروسې ته سم ځیر سو،نو وبه وینو،چې د بشري ژوند د آوښتون په هر پړاو کې نوې پېښې،د تولنیز ژوند د اړتیا وړ نوې کلیمې او اصطلاحات په طبیعي توګه رامنځ ته کیږي،چې یوه برخه یې زمونږ په تاریخ پورې اړه مومي او بله برخه یې زمونږ ادبیاتو په پانګه کې سپما کیږي او همدا د ژبې د ودې او پرمختګ تکاملي سیر دی،چې په طبیعي توګه پر مخ ځي،ځکه نو هر  ژبه،چې  پیدا سوې په لومړي پړاو کې د هماغه وخت او چاپیریال کلمې یې پنځولي او درلودلي دي،په کرار کرار د وخت پیښو او اړتیاوو په لړ کې یې نورې کلمې پنځولي دي،چې د پایلې په توګه ویلی سو،چې هره ژبه په تیر مهال او اوسمهال کې یو ډول نه ده اوسیدلې.

په پښتو ولسي ادب کې دغه ډول تکاملي بدلون تر ټولو زیات په لنډیو کې ښه تر سترګو کیږي،چې بیلګې یې له سلګونو  څخه اوړي،خو زه د خپلې څېړنې لپاره دلته یوازې په اووه اتو معاصرو لنډیو لنډه تبصره کوم:

خال به د یار له وینو کیږدم

چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

که په میوند کې شهید نه سوې

خدایږو لالیه بې نــــــــــــــــــنګي دې ساتینه

پورتنۍ دوه لنډۍ زمونږ ادب او تاریخ ویاړنې دي،آن دا چې  په پښتو لنډیو کې د سپیڅلو لنډیو ځای یې نیولی دی.علت یې په څه شي کې دی؟ لومړی دا چې دې لنډۍ د پښتنو او انګریزانو دجګړې هغه پیښلیک ثبت کړی،چې زمونږ د ماضي تاریخ د میړانې یو ښه څرک او ماخذ راپه ګوته کوي،چې اوسمهال د ا لنډۍ زمونږ  دعلمي تاریخ برخه ګرځیدلې ده،چې مونږ ته د ۱۸۸۸ز کال د جولای د میاشتې هغه جګړه ییز انحور راښيي(.[1]۱)،چې په میوند کې د غازي محمد ایوب خان تر مشرۍ لاندې له انګریزانو څخه د یوې ناشونې سوبې ګټل دي،چې تر ټولو ستره انګیزه یې د ملالې په نامه د یوې پیغلې لخوا پر پښتنو ځلمیو د ننګ ناره کوي،توره په لاس او ملي بیرغ پر بل لاس پر یرغلګرو برید کوي.

بله خبره ورکې د لوړ حماسي هنریت اغیز دی.په دوو لنډیو کې نویزونه نه تر سترګو کیږي،ما یوازې د دې لنډیو د تقدستیا په پار دلته په سریزه کې ذکر کړی،کنه د پیښلیکونو په اړه مونږ ډیرې نورې لنډۍ هم لرو،لکه

که د ښارو لښکرې راغلې

زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته حمه

په تور دکن دې څلی جوړ سه

د بې ننګۍ آواز دې را مه سه مــــــــینه

زمونږ د دې څېړنې آره موضوع په معاصرو لنډیو کې پیښلیکونه او نویزونه نه دي،لکه دا لنډۍ:

په تور روسي ماشین  مې وله

په سپینه خوله مه راکوه رډ ځوابونه

مونږ  ګورو،چې په نوموړي لنډۍ کې دواړه کرونولوجي(پیښلیک) او نویز سته دي.کرونولوجي یې دا ده،چې په کال ۱۳۵۸ل کې د جدي په ۶مه پر افغانستان د روسانو وحشیانه یرغل انځور کړی،چې زمونږ د معاصر تاریخ یوه برخه ده،دویمه خبره ورکې د نویز (نوې کلمې) ده،هغه روسي ماشین دی،یانې روسۍ ټوپک،په دې توګه مونږ دا پایله له دې لنډۍ څخه اخیستی سو،چې تر دې لنډۍ وړاندې په پښتنو کې څوک د روسي له نوم سره آشنا نه و،بلکې افغانستان ته د روسانو په راتګ سره دا کلمې ډیرې عامې سوې پاتې سوه،د ماشین خبره،ټوپک ته  په خیبر پښتونخوا کې د ماشین کلمې کاروي او مونږ دا کلمه پخپله لنډۍ کې د یوې نوې کلمې په توګه وروسته له توري څخه استعمال ګورو،چې د پښتنو توره څنګه په ټوپک اوړي،دا نویز مونږ ته همدا لنډۍ انځوروي.

کابل په اور کې سره لمبه سو

زما ستي سول د پیړیو ارمانونه

پورتنی لنډۍ نویز نه لر ی،خو کرونولوجي لري او هغه د ۱۹۸۰یمو کالونو خونړۍ جګړې دي،چې په کابل کې رامنځ ته سوی او کابل په کې سوځیدلی دی،خولاندنۍ لنډۍ بیا ګورو،چې هم کرونولوجي لري او هم نویز:

یار مې بي باوون تیاره ده

زړه مې کابل دی ورو په ورو یې ورانوینه

څومره په زړه پورې لنډۍ ده،نویز ورکې د (بي باوون) اردو کلمه ده،چې B52 مانا ورکوي او کرونولوجي ورکې دا ده،چې دې لنډۍ په ۲۰۰۱ز کال کې د اکټوبر د میاشتې پر کابل د امریکايي بي ۵۲ الوتکو بمباري شرحه کوي،چې په پایله کې یې د طالبانو  واکمنۍ ړنګه او نوې لنډمهاله اداره رامنځ ته کیږي،چې دا پیښه زمونږ د معاصر تاریخ تازه برخه ګڼل کیږي.نوموړې لنډۍ په خیبر پښتونخوا کې  ویله سوې،له یوه اړخه په کې د هغو پښتنو همدردي له دې پښتنو سره جوتیږي او له بله اړخه د ډیورنډ کرښې هاغه غاړه پښتنو باندې د پنجابي واکمنۍ او ژبې اغیز ګورو،چې تر دې مهاله یې شمیر نومونه په اردو ژبه کې رواج دي.

دې ته ورته یوه بله لنډۍ هم لرو،چې یو انګریزي نویز ورکې کارول سوی،چې دا ډول نوییزونه څومره ښې دي  که بدې په دې  به مونږ قضاوت نه کوو،بلکې یوازې د لنډیو په رول غږیږو،چې هر څه په ژبه کې پیښ سوی نو لنډیو په بشپړ قضاوت رانقل کړي دي.لکه

په غلط کراس مې خفه نه سې

تاوخته کیږي د خپل یار دیدن ته ځمه

دلته مونږ ګورو،چې کراس Cross انګریزي کلمه ده،چې تیریدلو ته وايي،دې کلمې د خیبر پښتونخوا په ژبه کې ځای نیولی او دا مهال یې دوی د یوې مفغنې کلمې په توګه کاروي،لکه روډ،یونیورسټي،کالج،های کورټ او داسې نور،خو په هر حال په  لنډیو کې نوې کلمه ده.د دې او نورو بهرنیو کلمو کاریدنه هم طبعي خبره ده لکه پخوا چې ما وکړه،کوم ملتونه،چې ژبني او اقتصادي تولیدات ونه لري،نو په هغو کې هرومرو او پرته له کوم ځنډه بهرني کلمې ځای مومي او دا طبعي پروسه ده،لکه زمونږ په پښتو کې دا مهال کمپیوټر،مبایل،مسیج،مسکال او داسې نور،دا کلمې زمونږ د ژبې مال ګرځیدلي او هرومرو زمونږ ادب کې هم ځلیږي،چې مونږ یې دلته د پښتو لنډیو په نویزونو کې څيړو.

ګودر د پیغلو پارلمان دی

بوتله نسته په منګو ویستل کوینه

پورتنۍ لنډۍ کې  بیا هم مونږ پیښلیک او نویز ګورو،چې د افغانستان نوی پارلمان  په کوم حالت کې دی او دا لنډۍ د نني پارلمان بې نظمي مونږ ته را په ګوته کوي،چې زمونږ درانه وکیلان او د خلکو استازي څه کارونه کوي،په بوتلو کې اوبه څښل هم زمونږ په ټولنیز ژوند کې نوې خبره ده،چې پخوا مونږ په بوتلو کې له اوبو څښلو  سره اشنايي نه درلوده.په دې ځای کې د منګیو  بدیل بوتل کارول سوی،په ګودر کې پیغلې کله کله یو بل په منګي ولي خو په پارلمان کې منګي  نه وي او ویستل یوازې په بوتل تر سره کیږي.

هیلو کوپټر غوندې کږه سوې

د زړه په سر دې په راکټ وویستمه

دلته مونږ دوه نویزونه ګورو،چې هیلوکوپټر او راکټ   دي،  پیښلیک یې دا دی،چې مونږ له ۳۰کالو راهیسې له راکټ او هیلوکوپټر او ځینو نورو عصري وسلو سره اشنا کیږو،چې دغه کلمې پر افغانستان د روسانو له یرغل نه وروسته عامې کیږي.  :

جانان په کوم عدد کې ضرب کړم

ماته همیش ځواب د صفر راکوینه

دا او دې ته ورته ټول شیان زمونږ د ادب او ټولنې  واقیعتونه دي،چې که مونږ وغواړو او که ونه غواړو نو ژبه کې کارول کیږي،ځکه زاړه څېزونه پخپل ځای کې ارزښت لري او د استعمال موارد لري او نوي پخپل ځای کې نولیکوال ته بویه،چې دې شیانو ته پام وکړي.که یو شاعر  یا لیکوال اوس هم د جګړې لوښي(وسایل) په توره انځوروي،نو دا سمه خبره نه ده،ځکه د ننني نړۍ د جګړې لوښي ټوپک،ټانګ،الوتکه او داسې نور څیزونه دي،آن دا چې اوسني نسل پرته له  فلمونو د توري شکل هم نه دی لیدلی،نوڅنګه به پرې پوه سي،چې توره څه ډول  وسله ده،له نیکمرغه،چې زمونږ په اوسنیو لنډیو کې د نویو کلمو او ټیکنالوجیکي کلمو کارونه عامه سوې ده،خو په دې برخه کې له بشپړ احتیاط او انډول څخه باید کار واخیستل سي،داسې  نه چې زمونږ پښتو د خیبر پښتونخوا د پښتو په څېر سي.

د یوې او کره پښتو په هیله

 

 


-http://www.benawa.com[1]