د کابل جوماتونه د بدخشان او جميت په ټيکه کې
لکه څنګه چې د افغانستان د انقلاب او تر هغه وروسته د افغانستان د سپیڅلي جهاد،چې د میلیونونو ګڼملتیزو افغانانو په سرښندنې پای ته ورسید،خو له بده مرغه چې د انقلاب او تر هغه وروسته د جهاد ټول امتیازات یوه سیمه او په ټوله کې د ضد پښتونیزم ګونډ«د افغانستان جمعیت» چې په سر کې یې ابن الوخت برهان الدین رباني دی اخلي.
مونږ د دې ګوند په جوړښت او تګلارې نه غږیږو،یوازې به دا کافي وي،چې یو مهال د دې ګوند یوه یو ټوپکوال جګړه مار ویلي وو« ما باید تا اوو اندازه مبارزه کنیم،که دیګه دروازې کسې را تک تک کنید نه ګوید که څوک یې،بګوید کیستی ................»هغه د استاد یون خبره چې جمیعت یانې هر څه،په دې مانا چې په حکومت کې دوی اویا سلنه واک لري،اپوزیسون دوي دي،د سولې د خبرو اترو واکمنان دوی دي،مجاهدین دوی دي،ډیموکراتان دوی دي،بلاخره جمیت ګوند په ټوله د هیڅ شي کمي نه لري او د هر هغه څه لپاره چې دوی پکې شخصي ګټې او په څنګ کې یې د پښتنو په ضد کمپاین وي نو هلته هرومرو شته وي.
یو څیز ته چې له ډیره وخته زما پام وو،خو ډاډمن نه وم،ما ویل کیدای شي،زما سروې ناقصه وي،نو ځکه دا لیکنه لږ وځنډیده؛هغه دا ده،چې د کابل په لسو جوماتونو کې د اتو جوماتونو ملاامامان به هرومرو جمیعتان وي او هغه هم د بدخشان جمیعتیان،نور ولایتونو کیدای شي ملا ونه لري او که لري یې نو جمیعتی به نه وي،زه خپله نه پوهیږم چې اسلام له بدخشانه راغلی که له عربو،په هر حال کشکې چې له ما سره د حج او اوقات وزارت د جوماتونو پوره لیست وای،چې دا مې پکې موندلې وای،چې په هرو لسو جوماتونو کې خو اته یې د جمیعت په ټیکه دي،خو دوه دوه نور یې بیا څوک دي،خدای مې دې غاړې نه بندوي،په دې دوو ملاامامانو کې که یو هم کوم پښتون امام وي نو هرومرو به جمیعتی وي،ځکه د جمعیت ګوند په لید دا نور کسان خو هسې د کچالو په تول کې دي،خو که چیرې د کابل په جوماتونو کې بیا د جمعې په وخت سړی پام وکړي،نو په هر لیکه به تر ټولو قومونو پښتانه زیات وي،کنه تاسې ورشۍ خپله د کابل ښار له جوماتونو څخه لیدنه وکړی.
زه په چهلستون کې اوسیږم،هلته چې ما سروې وکړه،شاوخوا په ۳۰جوماتونو کې د ۲۸جوماتونو ملا امامان جمیعتي او بدخشاني دي یو نیم که په کې کابلی او هم پښتون پیدا شي،نور ټول همدوي دي،دا ځکه کله چې شهراني د حج او اوقاف وزیر و،نو د بدخشان هغه بېکاره قشر چې په سیاسي پوسټونو کې یې وړتیا نه درلوده نو ،په جوماتونو یې ورخوشې کړل،همدغه شهراني او د رباني په خاصې سپارښتنې ټول جوماتونه د جمیعت په ولکه کې راوستل،ځکه چې جومات او منبر دې په خدمت کې شو،نو هر ډول کمپاین به کې تر سره کیږي ،په ځانګړي توګه د ټولټاکنو په مهال.
د کابل جومات ملا امامانو ته د شهراني په مهال په ښار کې یو کور،چې دا مهال د یو پوهنتون استاد یې کرایه نشي ورکولی،خو جمیعت بیا هر ملا امام ته یو کور او په میاشت کې پنځه رزه افغانۍ هم ورکوي،«راشه که تودیږې» تورې به لاله وهي مزې به نعمت الله؛جالبه خو دا ده،چې چې هر ملا امام پرته له خپله فامیله ،چې ډوډۍ یې د هماغو شاوخوا په کورونو باندې ده،تر پنځو شپږو پورې نور لډر بیکاره جمیعتیان له ځانه سره د چړي په نامه راوستي او خیټه یې په خلکو مړوي.
زما د کور په شاوخوا کې شپږ جوماتونه دي،د دې هر یوه جومات ملاامام جمیعتی بدخشانی دی،د بیلګې په توګه،د ابراهیم خلیل الله جومات ملا امام (بدخشی-جمیعتی)،اتحاد چهلستون(بدخشی-جمیتی)،د قلعه غیبي جومات ملاامام( بدخشی- جمیعتی)،د بالا ده جومات ملا امام(بدخشی- جمیعتی)،د مسجد قندي جومات ملا امام(بدخشی- جمیعتی) او داسې نور،ان دا چې که چیرې د وزیر اکبر خان جومات ملا امام له بدخشانه نه وای نو د دې جومات ملايي به چا نه ورکوله،که څه چې ډاکټر نیازی یو سپيڅلی مسلمان دی.
یو مهال په یوه جومات کې یو پښتون ملا امام وو،ده به هره شپه د قرانکریم تفسیر کاوه،یوه شپه به یې په پښتو کاوه،بله شپه به یې په پارسي،خو لکه څنګه د جمیعتانو لپاره یوه شپه د قرانکریم تفسیر په پښتو ژبه د زغملو وړ نه و،نو په دې ملا پسې یې واخسیته او دا اوسنی کوم ملا،چې اوس د همدې جومات ملا امام دی پښتون ملا ته یې وويل«ملا صاحب توده وقتې تفسیر میکني که مردم درامې تولسي ره میبنه»دا خبره په ملا بده ولګیده،بلاخره ځای همدې بدخشي-جمیعتي ملا ونیو.
اوس نو تاسې خپله قضاوت وکړۍ،چې له پښتنو سره څه روان دي.زه چې دا لیکنه کوم،ډیر پرهیزګاره هم نه یم،تر اوسه مې د کابل په جوماتونو کې ډیر لږ لمونځ کړی.بس خپل عبادت په یوازې توګه په کور کې سر ته رسوم او په دې لوی خدای ښه پوهیږي چې په دې خلکو پسې لمونځ کیږي او که یه،ځکه چې؛
سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه ذاهده
په دې سرکښه ښار کې محرابونه بيګانه دي.
په درنښت
ښایسته میر