خپلو ټولو پښتنو خویندو او ورونو ته د زړه له تله د لوی اختر مبارکي وایم!
د لوی او ځواکمن خدای په دربار کې لاسونه لپه کوم.څو د دې اختر په راتګ سره په هیواد کې تل پاتې سوله راسي او جنګي جنایت کوونکي د واک له ګدۍ را پریوځي او ټولنیز عدالت ټینګښت و مومي.
په درنښت
څېړنیار: عبدالرحمان حبیب زوی
کابل،دهبوري
30.09.2010
- عبدالرحمان حبیب زوی
سرينده:څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی
Email:a.habibzui@yahoo.com
بشپړ اته کاله وړاندې د افغانستان له ملي راډیو تلویزون څخه مې یو خوږه ، خو په عین حال کې ډیر تراجیډیکه نغمه مې تر غوږ شوه،نه پوهیږم د کومې غمیزې مراسم و،خو دغې موسیقۍ آلې عجیبه زړه راښکونکي نغمه بولله.درې کاله وروسته مې دا نغمه د شپې لخوا بیا واوریدله،خو دا ځل د تراجیدي غږ نه و،بلکې یو بل ډ...
04.12.2010
- عبدالرحمان حبیب زوی
پنجاب: څېړنیار:عبدالرحمن حبیب زوی
پنجاب ته په سانسکریت ژبه کې Sapta Sindo او په اوستا کې Hapta hindo نومونه کارول شوې ده، چې د اوو سیندونو مانا ورکوي. Sapta په سانسکریت کې اوو ته او Sindo اوبو ته وايي، د تاریخي ګرامو د اصولو له مخې د سانسکریت S په اوستا کې په H باندې اوړي، نو ځکه په اوستا کې پنجاب ته Hapta Sindo کارول شوې ده، چې د اوو سیندونو یا اوبو مانا ورکوي ،خو له دغو اوو سیندونو څخه اوس پنځه پاتې د...