پنجاب: څېړنیار:عبدالرحمن حبیب زوی
پنجاب ته په سانسکریت ژبه کې Sapta Sindo او په اوستا کې Hapta hindo نومونه کارول شوې ده، چې د اوو سیندونو مانا ورکوي. Sapta په سانسکریت کې اوو ته او Sindo اوبو ته وايي، د تاریخي ګرامو د اصولو له مخې د سانسکریت S په اوستا کې په H باندې اوړي، نو ځکه په اوستا کې پنجاب ته Hapta Sindo کارول شوې ده، چې د اوو سیندونو یا اوبو مانا ورکوي ،خو له دغو اوو سیندونو څخه اوس پنځه پاتې دي.نو ځکه معاصرو متونو کې د پنجاب نوم د پنځو سیندونو لپاره کارول شوې ده،دا پنخه سیندونه اوس هم شته دي چې په دې توګه یې نومونه ده: په اوستا کې Panča پښتو کې Pinjə درې کې Panĵ پنځو ته وايي او اوب او اب هم لرغونې اوستايي ریښه لري.،چې پنجاب د پنځو اوبو یا سیندونو مجموعې ته وايي. ځکه چې دې سیمه کې پنځه رودونه: «جهلم، چناب، راوی، بیاساو ستالج » سره پیوستون مومي دا سیندونه د پنجاب په پنجد سیمه کې د میتن کوټ په شاوخوا د سند په سیند سره رابهېږي. ددې ټولو سیندونو چېني په هند کې دي، خو یو یې د پاکستان سویل ته بهېږي، همدا لامل و، چې د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو کړکېچ تر هغه دوام درلود، تر څو چې د سند د اوبو د نړیوالې طرحې په نامه ګډ کانالونه رامنځ ته شول، نو پردې بنسټ د ۱۹۶۰زکال د تړون له مخې سند، جهلم او چناب سیندونه پاکستان ته ځانګړي شول.(۱)
پنجاب د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه یو ایالت دی، چې ګڼ نفوس ایالت دی او د پاکستان ۵۶٪ اوسیدونکي جوړوي، ددې ایالت جنوب ته سیند، ختیځ او لودیځ ته یې بلوچستان او خیبرپښتونخوا او شمال خواته یې کشمیر، اسلام آباد او هند پروت دی. د پنجاب پلازمینه لاهور ښار دی او په پنجاب کې پنجابي، اردو، سراییکي، پوټواري، میواټي او پښتو ژبې ویونکي لري. پنجاب په ۱۹۹۲ زکال کې د ایالت په توګه ومنل شو.(۲)
جغرافيه :
پنجاب هم د نفوسو او هم د ځمکې له لحاظه په پاکستان کې تر ټول ستر ایالت دی، چې ۲۰۵۳۴۴کیلومتر مربع مساحت لري دا سیمه په سویلي آسیا کې په جیولوجیکي لحاظ د هند شمال لویدیح خوا کې پرته ده. د پنجاب پلازمینه لاهور ښار دی نور ښارونه یې په دې توګه دي : ملتان، فیصل آباد، سیالکوټ، ګوجرانواله، جهلم، روالپنډۍ. د پاکستان نږدې ۶۰٪ خلک په پنجاب کې میشته دي. په پنجاب کې د ټول هېواد په کچه مرکزي پلازمینه اسلام اباد هم موقعیت لري. په پاکستان کې د پنجاب د ګڼوالي پراختیا له امله دغې سیمې پر نورو سیمه ډېر کولتوري اغېز ښندلی دی او په سیاسي چارو کې د هېواد په کچه برخلیک ټاکټونکی رول لوبوي، ډېر کسان په دې اند دي، چې د (P) Pakistan توری د پنجاب لپاره ځانګړی شوی دی.
دا سیمه په شنو صحراګانو سیندي درو پوښل شوې ده او د تار او چولیستان په نامه صحراګانې لري چې د راجستان او سلیمان لوړې څوکې سره سرحد لري او اباسین د پنجاب په جنوب او شمال کې تېرېږي پنجاب د اوبو رسونې کانالونه او ښې طبیعي منظرې هم لري. (۳)
د پنجاب پلازمینه لاهور ده، چې په سیمه کې مشهور نوم لري، لاهور له کراچۍ څخه وروسته د پاکستان دویم ستر ښار دی او خلک ورته د پاکستان زړه وايي ،په دې ښار کې د زده کړې او سوداګرۍ کچه لوړه ده. په دې ښار کې د مغولو د امپراتورې نښې نښانې اوس هم شته دي لاهور د راوي او واګاه سیند ته د نژدې والي له امله ډېر شين او د ښو باغونو لرونکی دی او له هند سره په سرحد کې پروت دی.
لاهور د شمال او د لویدیځ لوري نه شیخ پورا، د سویل نه کالمور او د لویدیځ دوګاه سیند سره چار چاپېر شوی دی د لاهور ښار ۴۰۴کیلومتره مربع او ټول مساحت یې ۳.۵۶۶کیلومتره مربع دی. نفوس یې ۶.۳۱۹.۰۰۰کسان دی د ۲۰۰۷زکال نهه نور ښارګوټي لري او ښاروال یې ... عامر محمود دی په دغه لرغوني ښار کې د انګریز او اسلامي واکمنانو جوړې شوې ودانۍ هم ترسترګو کېږي.(۴)
نفوس او ټولنيز حالت Demographics and society
لکه څنګه مو چې وړاندې نغوته وکړه پنجاب دنفوس پر بنسټ د پاکستان تر ټولو ستر ایالت دی او ددغه هېواد ۵۶٪ نفوس جوړوي، چې ملتونه ورکې استوګنه لري. همدا ډول د ټول پاکستان په کچه پنجابیان په ډېره کې راځي او درې ډلې په ځان کې رانغاړي، اریایان ( سپین پوستي) راجپوتان، جټان او په دغه هېواد کې ۵۸٪ وګړي په پنجابي ژبې خبرې او لیکنې کوي. (۵)
د پنجاب ټولیز نفوس ۶۹.۵۹۳.۵۸۶ (په ۲۰۰۹زکال) ښودل شوی دی د پورتنیو یادو شویو قومونو سربېره په دغه ایالت کې پراچیان، اهیر، روان، ډوګر، ګوجر، کمبوه، خاتار، مغول، شیخان، پښتانه، لمیر، زوان، بلوڅان او ملکان اوسېږي په پنجاب کې افغان کډوال هم اوسېږي .د پنجاب ۹۷.۲٪ خللک مسلمانان دي ( شیعه او سني) ۲.۳٪ یې غیرمسلمان دي په پنجاب ځینې لږکي قومونه هم شته لکه هندوان، احمدي، سیکان او بهاچي.(۶)
تاريخي شاليد :
پنجاب تر اسلام وړاندې د بېلا بېلو واکمنیو کوربه اوسیدلی دی لکه یونانیان، کوشانیان او داسې نور تر هغه وروسته د مغولو، افغانانو، پښتانو، سیکانو، غزنونیانو او داسې نورو. پنجابي قوم د هندو اریايي قبایلو څخه یوه قبیله ده چې د سند د دیره جات او کابل شاوخوا کې میشته ول.(۷)
مونږ په خپل دغه څېړنه کې د پنجاب د سیمې ډېر لرغونې شالید ته نه ورځو، یوازې نږدې تاریخ او سیاسي اوضاعو باندې خبرې کوو.
په کال ۱۹۴۷زکال بریتانوي پنجاب په دوو برخو وویشل شو : لودیځ پنجاب او ختیځ پنجاب، د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره لویدیځ پنجاب د پاکستان برخه شوه او ختیځ پنجاب له هند سره وتړل شو. په ۱۹۴۷ز کال پورې لویدیځ پنجاب کې د ډېرکیو مسلمانانو ترڅنګ ګڼ شمېر لږکي هندوان او سیکان هم میشته وو، خو له ۱۹۴۷زکال نه وروسته لږکي هندوستان ته ګډه شول په همدې لړ کۍ د پاکستان د خپلواکی له اخیستو څخه ورسته د دواړو پنجابونو ترمنځ دخلکو کډوالي پیل شوه او په دې توګه ۷میلیونه شرقي پنجابیان د پاکستان پنجاب ته کډه شول او همدغلته میشته شول.
له ۱۹۵۰زکال راهیسې په پنجاب کې د ټول هېواد په کچه بېلا بېلې کارخانې تولیدي مرکزونه او داسې نور صنعتي ځایونه جوړ شول، چې ډېرې کارخانې یې ددغه ایالت په ملتان، لاهور او سیالکوټ کې رامنځ ته شوې. همدا ډول په کرهڼه کې هم پنجاب ددغه هېواد له سترو تولیدي سیمو څخه شمېرل کېږي. په کال ۱۹۶۰ز کې ددغې سیمې (پنجاب) په راولپنډۍ سیمه کې د پاکستان پلازمینه اسلام آباد رامنځ ته شوه. پنجاب ایالت د هند او پاکستان د ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱په جګړو کې هم ډېر اغېزمن شوی و همدا راز په پنجاب کې د پاکستان ستره ایټمي بټی شته چې کوهټه نومېږي.
پنجاب ایالت کې د پاکستان ستر پوځي چوڼی هم موجودي دي لکه په سرګوده او ژوالپنډۍ کې. کله چې په ۲۰۰۴زکال کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د سولې خبرې اترې پېل شوې پایله یې داشوه، چې پاکستان اوهندوستان عام وګړي کولی شي دواغه د سرحد له لارې تګ او راتګ او سوداګریزې چارې پرمخ بوځي ، همدا ډول له هند څخه سیکان کولی شي چې ددې پریکړه لیک پر بنسټ د پنجاب ځینې مقدسې سیمې لکه ننکانه صاحب زیارت او لیدنه وکړي. (۸)
د پنجاب اقتصادي وضعيت :
په پاکستان کې د جهلم، نیلم، چناب، راوي، ستلیج، بیاس او سند دریابونو څخه کافي اندازه کانالونه کیندل شوي، چې پریمانه زراعتي ځمکې ورباندې خړوبېږي، نو ځکه په دغه هېواد کې کړهڼې ډېره وده کړې او د پاکستان په درې مهمو سکټورونو ( کرڼه، صنعت او تجارت) کې کرهڼه په لومړۍ لیکه کې راځي او ددغه هېواد د اقتصادي ۲۴.۵سلنه جوړوي. (۹)
پنجاب هم د کرهڼې په برخه کې ډېر فعال دی او د پاکستان د کرهنیز تولید په برخه کې په لومړي لیکه کې راځي د پنچاب کرهڼه ۵۲.۱٪ سلنه ... لري ددې هېواد د اقتصادي زیرمو په برخه کې همدا راز پنجاب د صنعت له کبله هم تر نورو ایالتونو ډېر فعاله دی، په دغه سیمه کې د ورزش سامان الات، ماشینونه، برقي وسایل، جراحي وسایل، سمنټ، د ګرځېدو وسیلې، سپیرپارټ او سند کرهڼې اسباب، باسیکلونه، ریکشاوې. پنجاب په ۲۰۰۳زکال کې ۹۰سلنه کاغذ تولیدوه او ۶۹٪ بوره او ۴۰ سلنه سمنټ تولیدوي. پنجاب شاوخوا ۶۸زره تولیدي واحدونه لري. په پنجاب کې ۳۹۰۳۳وړې فابریکې شته دي او د جامو او ټوکر جوړونې ۱۴۸۲۰فابریکې په کې دي همدا ډول ۷۵۵۵د کرهڼیزو توکو د پروسس کارخانې دي . (۱۰)
ښوونه او روزنه :
د پاکستان له خپلواکۍ څخه وروسته په دغه هېواد کې د زده کړې کچه ډېر ژر وده وکړه، چې په دې توګه په ۱۹۷۲زکال کې د لوستو کسانو کچه ۲۰،۷٪،( ۱۹۸۰کې) ۲۷.۴٪ (په ۱۹۹۸کې )۴۶.۵٪ او په ۲۰۰۸زکال د لوستو کسانو سلنه ۶۰.۷٪ ګڼل شوی دی.
د پوهنې کچه |
ښاریان |
کلیوال |
ټول |
پکار ګمارل شوي |
له لومړنیو زده کړو ټېټه کچه |
۲۳۰۱۹۰۲۵ |
۵۰۶۰۲۲۶۵ |
۷۳۶۲۱۲۹۰ |
۱۰۰۰۰ |
لومړنی زده کړې |
۶۲۰۵۹۲۹ |
۱۸۰۳۹۷۰۷ |
۲۴۲۴۵۶۳۶ |
۷۹۶۸ |
منځنۍ زده کړې |
۵۱۴۰۱۴۸ |
۱۰۸۱۸۷۶۴ |
۱۵۹۵۸۹۱۲ |
۴۶۷۵ |
له ۹ـ ۱۰ ټولګې پورې |
۴۶۲۴۵۲۲ |
۷۱۱۹۷۳۸ |
۱۱۷۴۴۲۶۰ |
۲۵۰۷ |
لیسه |
۱۸۶۲۲۳۹ |
۱۱۸۲۱۶۸۱ |
۳۶۸۳۹۲۰ |
۴۱۲ |
د ساینس او ټولنیزو علومو ماسټران |
۱۲۲۶۹۱۴ |
۷۶۴۰۹۳ |
۱۹۹۱۰۰۸ |
۳۸۴ |
نور تعلیمي سطحه |
۷۳۶۶۳ |
۱۲۱۴۴۹ |
۱۹۵۱۱۲ |
۰.۲۶ |
په پنجاب کې د پوهنتونونو شمېر په لاندې توګه دی :
۱ـ علامه اقبال علمي پوهنتون
۲ـ بهاوالدین ذکریا پوهنتون (ملتان)
۳ـ فاطمه جناح ښځینه پوهنتون (راولپنډۍ)
۴ـ حکومتي کالج، لاهور
۵ـ حکومتي چارو پوهنتون (فیصل آباد)
۶ـ اسلامیه پوهنتون (بهاولپور)
۷ـ کینارډ ښځینه پوهنتون
۸ـ کینګ ایډوارډ طبي پوهنتون
۹ـ د لاهور ښځینه پوهنتون
۱۰ـ کیډیټ کالج
۱۱ـ دتوګر جوړولو ملي پوهنتون
۱۲ـ د هنر ملي کالج
۱۳ـ د کرهڼې پوهنتون ( فیصل آباد)
۱۴ـ د ښوونې او روزنې پوهنتون ( لاهور)
۱۵ـ د اینجینري او ټکنالوجۍ پوهنتون ( لاهور، فیصل آباد)
۱۶ـ د اینجینري او ټکنالوجۍ پوهنتون ( تیکسلا)
۱۷ـ د صحي ساینس پوهنتون (لاهور)
۱۸ـ ګجرات پوهنتون
۱۹ـ پنجاب پوهنتون ( لاهور، ګجرانوالا)
۲۰ـ ویتنري او درمل جوړونې پوهنتون (لاهور)
شخصي پوهنتون
۱ـ هاجوري پوهنتون (لاهور)
۲ـ بیکون هاوس ملي پوهنتون (لاهور)
۳ـ فارمن کربیسټین کالج
۴ـ ګیفټ یونیورستي ( ګجرانواله)
۵ـ د امیریال د سوداګرۍ د زده کړو پوهنتون
۶ـ د ادارې انستیټوټ
۷ـ لاهور سکول آف ایکونامیک
۸ـ لاهور منجمنټ پوهنتون
۹ـ منهاج انټرنیشنل پوهنتون (لاهور)
۱۰ـ د منورا الاسلامو د څېړنو انسټیټوټ
۱۱ـ د سوداګرۍ، ادارې او اقتصادي زده کړو ملي کالج
۱۲ـ د ادارې او ټیکنالوجۍ پوهنتون (لاهور)
۱۳ـ د مرکزي پنجاب پوهنتون (لاهور)
۱۴ـ فیصل آباد پوهنتون
۱۵ـ لاهور پوهنتون
۱۶ـ د سویلي آسیا پوهنتون (لاهور)
۱۷ـ سوپیریر پوهنتون (لاهور)
۱۸ـ د منواراسلام پوهنتون ګجرات
۱۹ـ انټرنېشنل اسلامیک پوهنتون (بهاولپور)
۲۰ـ یونیورستي کالج (لاهور)
۲۱ـ د کمپوتر او اینجینري ملي پوهنتون (لاهور)
۲۲ـ پاکستان ویرچول یونیورسټي (ملتان) (۱۱)
له پنجاب څخه راوتي سياسي ګوندونه
۱ـ ـ پاکستان مسلم لیګ ( نواز) PMN
دا ګوند په ۱۹۸۰یمو کالونو ز کې د ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال د پخواني لومړي وزیر نواز شریف تر مشرۍ لاندې رامنځ ته شو. نواز شریف د ضیاالحق نږدې ملګری د پنجاب ایالت د مسلم لیګ له مشرۍ نه پرته د پنجاب لومړی وزیر هم و او همداډول د ضیا الحق د اسلامیزیشن د پروګرام سخت پلوي و. پخوا یې له اردو او بیروکرسۍ نه ډېر څه ترلاسه کړي وو. تردې وړاندې د مسلم لیګ ( ق) ګوند له دغو امکاناتو څخه ګټه پورته کوله. دا دواړه ګوندونه په اقتصادي تګلارو کې کوم ځانګړی توپیر نه لري. په ۲۰۰۳ز کې د نواز شریف ډلې له دې معذرت وغوښت، چې په پارلمان کې له اردو سره مرسته وکړي. هغه مهال په پاکستان کې ددغه ګوند استازیتوب راجه ظفر الحق کوله، نوموړي د مشرف تر ټولو سخت مخالف و، ځکه چې واک یې ځینې واخیست،مشرف د کودتا له پېله په دې ډلې پسې اخیستې وه، چې څرنګه یې وپاشي او کمزوري یې کړي او د مشر رنګه یې څنګه ور بده کړي. مسلم لیګ هغه مهال کمزوری شو، چې یو شمېر غړي یې د پرویز مشرف لور ته واوښتل، ځکه خو ګوند په ټولټاکنو کې پیکه را ووت او له ۳۴۲څوکیو څخه یې یوازې په پنجاب کې ۱۹څوکۍ ترلاسه کړې.
کله چې نوازشریف د ګوند مشر و، په تېر پارلمان کې یې له ۲۱۷څوکیو څخه ۱۳۷څوکۍ ترلاسه کړې وې. خو دا ځل یې بیا خپل پخواني موقف ترلاسه کړ او په ټولټاکنو کې په دویمه لیکه ودریده او ۹۰څوکې یې وګټلې. دا مهال مسلم لیګ ( ن) په پاکستاني پارلمان کې اپوزیسون ګوند دی. د حکومت لخوا ورباندې ځینې تورونه هم لیګیدلي دي. دهمدې تورونو پر بنسټ د آصف علي زرداري تر مشرۍ لاندې حکومت په پنجاب کې د مسلم لیګ (ن) واکمني ړنګه کړه، خو وروسته بیا په پنجاب او ځینو نورو صوبو کې د زرداري په ضد او د نواز شریف په ملاتړ څو ورځني دوامداره لاریونونه ترسره شول، چې د حکومت وار یې خطا کړ، همدا وو، چې زرداري په پنجاب کې د مسلم لیګ حکومت له سره فعال کړ او د نواز شریف غوښتنو ته یې غاړه کېښوده.
دا هغه غوښتنې وې، کومې چې د مشرف د پرځېدو لپاره دواړو مشرانو، زرداري او نوازشریف له یو بل سره منلې وې، خو وروسته بیا زرداري له یادو شویو پریکړو څخه انکار وکړ او ویې ویل، چې دا هسې دکاغذ پر مخ خبرې دي. له دې غوښتنو څخه یوه داوه، چې د مشرف د واکمنۍ پرمهال ګوښه کړای شوي قاضیان، چې په هغو کې د سترې محکمې مشر قاضي القضات میاافتخار حسین چودري هم و، بېرته په دندو وګماري. ددې مظاهرو په پایله کې همداسې وشول او د پاکستان مخکنۍChief Justice میاافتخار حسین چودري بېرته په خپله دنده وټاکل شو.
۲ـ ـ پاکستان مسلم لیګ قائداعظم (PMLQ)
دا په ملي کچه مشهور ګوند دی. او د مشرف د کودتا په ترڅ کې رامنځ ته شو. مشرف غوښتل چې د خپل دغه ناقانونه ګام پر مخ مدني اومشرع ماسک وغوړوي او ډیموکراتیک ژوند بېرته پلی شي. کله چې دمسلم لیګ له انشعابونو سره مخ شو او دغه ډله چې د ګوند وړه څانګه وه، مشرف غوښتل په ۲۰۰۲ز په ټاکنو کې د هېواد د چارو واګي په لاس کې ونیسي او دا ګوند یې له دې لارې او په همدې موخه په ټاکنو کې بریالي کړ. مسلم لیګ ( ق) له مشرف سره پر ځینو خبرو وار له مخې سلا شوی و، ځکه خو یې په پارلمان کې د نورو په نسبت ډېرې څوکۍ یانې له ۲۷۳ څوکیو څخه یې ۴۹څوکۍ وګټلې، د رایو سلنه یې ۲۵،۷٪ ده، چې ډېرې یې له پنجاب څخه وو. دغه ګوند په پارلمان کې له ۳۴۲څوکیو څخه ۱۱۶څوکۍ ترلاسه کړې وې. خو دا مهال دا ګوند په پاکستان کې په درېیمه لیکه کې راځي او په ټولټاکنو کې یې ۵۱څوکۍ ګټلې وې.
د پاکستان مسلم لیګ (ق) دنواز شریف له مسلم لیګ د پنجاب د والي میا محمد ازهر په مشري څخه جلا شوی او نظامي تمایلات لري. شنونکي وايي، چې د مشرف په محور راڅرخېږي. ډېر کارونه د حکومت په خوښه ترسره کوي. د نظامي حکومت د مخالفانو په منځ کې د (ولسمشر ګوند) په نوم یادېږي او له ښې اړخي ګوندونو څخه دی. منځلارې اقتصادي تګلاره لري، د پانګې اچونې په اړه د ډېرو شرطونو پلوي نه دي، اوسني رئیس یې چودري شجاعت حسین دی، چې یو څه وخت د کورنیو چارو وزیر و او په ۲۰۰۲ز کې په پنجاب کې د ګوند مشر و.
د پاکستان مسلم لیګ ( ق) په پلازمینه کې واکمن دی او په درې نورو ایالتونو کې هم له ډېر نفوذ څخه برخمن دی. دغه ګوند د مشرف پرمهال په صوبه سرحد کې دحکومت لپاره له متحده مجلس عمل سره ائتلاف کړی و. د ۲۰۰۴زکال په مې کې چې کله له ګوند سره د جنیجو مسلم لیګ، ضیاالحق مسلم لیګ او قومي اتحاد ګوندونه یو ځای شول، داګوند له قائداعظم مسلم لیګ څخه په پاکستان مسلم لیګ واوښت، چې دا یې هم پخواني نوم دی، خو مشهور په مسلم لیګ قائداعظم دی
۳ـ پاکستان مسلم لیګ (ف)Pakistan Muslim league Functional
دا ګوند له مسلم لیګ څخه جلا شوې ډله ده، چې مشری یې پیر پکاړا کوي. په ۲۰۰۲ز په ټاکنو کې یې ۵څوکۍ ترلاسه کړې وې. (۵۹) او ۲۰۰۸ز په ټاکنو کې یې بیا هم ۵څوکۍ ترلاسه کړې او په دې توګه ددغه هېواد په پارلمان کې په اومه لیکه کې ځای لري. (۱۲)
پنجاب د پاکستان په ملي اسمبیله ( ولسي جرګه )کې ۱۸۵څوکۍ لري، د غیر مسلمانانو کومه څوکۍ نه ده ځانګړې شوې، خود ښځو لپاره بیا ۳۵څوکۍ ځانګړي شوي دي. همدا ډول په سنا (مشرانو جرګه) کې ۲۲ څوکۍ لري، ۴ د ښځو او ۴ نور یې د تکنوکراتانو علماوو لپاره ځانګړي شوي دي. په ایالتي اسمبلۍ کې هم پنجاب ۳۷۱څوکۍ لري، چې ۸ یې د غیرمسلمانانو لپاره او ۶۶ یې د ښځو لپاره غوره شوي دي، په دې توګه پنجاب د پاکستان په Electorial college کې ۳۷۱ څوکۍ لري او دا د پاکستان په پنځه ګونو صوبو کې لوړه کچه ده.(۱۳)
د پنجاب مشهور سياسي او نفوذ لرونکي شخصيتونه
۱ـ یوسف رضا ګیاني د پاکستان اوسنی لومړی وزیر
۲ـ نوزا شریف، مخکنی لومړی وزیر او اوس د مسلم لیګ ( ن) مشر او لوی سوداګر
۳ـ شهباز شریف ( د پنجاب ایالت وزیر اعلی او لوی سوداګر
۴ـ جنرال ضیا الحق، پاکستان مخکنۍ ولسمشر
۵ـ چوهدری فضل الهي، د پاکستان پخواني ولسمشر
۶ـ چوهدري ناصر علي خان، د مسلم لیګ ګوند د اپوزیسیون مشر
۷ـ چوهدري شجاعت حسین په PMLQ کې سیاستوال
۸ـ نورخان، هوايي مارشال
۹ـ ډاکټر عبدالسلام خان په فزیک کې د نوبل جایزې ګټونکی
۱۰ـ عمران خان، سیاسي شخصیت او وتلی کرکټر
۱۱ـ نواب زده نصر اله سیاستوال
۱۲ـ مخدوم جاوید هاشمي PML(N) سیاستوال
۱۳ـ شاه محمود قریشي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
۱۴ـ میرزا عزیز اکبر بیګ سیاستوال
۱۵ عاشق خان خاکواني سیاستوال او د پاکستان د ریل د پټلیو پخوانی مشر
۱۶ـ چوهدري احسان اقبال، د PML(N) یو تن سیاستوال
۱۷ـ خواجه آصف د PMLN سیاستوال
۱۸ـ حنیف عباسي، د PNLN سیاستوال
۱۹ـ رنا ثناالله د پنجاب د حقوقو وزیر او سیاستوال PNLN
۲۰ـ مصطفی خان د پنجاب پخوانۍ وزیر اعلي او سیاستوال
۲۱ـ سردار ظفر الله خن ډانډلا سیاستوال
۲۲ـ محمد رفیق تارړ، د پاکستان پخواني ولسمشر
۲۳ـ چوهدري محمد سرور خان، پخوا په پارلمن کې د کشمیر د کومېټې مشر
۲۴ـ ډاکټر طاهر الحق قادري عالم او سیاسي شخصیت
۲۵ـ ملک محمد پرویز ستر ځمکه وال او سوداګر
همدا راز په پنجاب کې د سیمې مشهور شاعر علامه اقبال هم زیږیدلی دی او دا سیمه یې پلارنۍ ټاټوبی دی. او پردې برسېره په پنجاب کې یو لړ نور شخصیتونه هم تېر شوي چې په مذهبي اوقومي لحاظ له ډېر نفوذ څخه برخمن وو لکه حضرت داد ګنګ بخش، حضرت خواجه پیر صوفي، مولوي نور محمد اسلامي عالم، حضرت خواجه فتح محمد، همایون رحمان وټو، ملک امیر محمد خان، سردار میر محمد نواز خان سیمه ییز قومي مخور، سردار ممتاز حسین خان، سردار ملک عطا محمد خان، سردار بابر او ځینې نور .(۱۴)
سرچېنې
۱ـ دفتر مطالعات سیاسي بین المللی (پاکستان) تهران وزارت امور خارجه، مرکز چاپ و انتشارات ۱۳۸۷، ص
2_http://wikipedia/punjab-pakistan
3 http://wikipedia.org/wiki/panjab-(pakistan)#geography
4_ http://fa.wikipedia.org/w/index,php?little=
۵ـ دفتر مطالعات سیاسي بین المللی ( پاکستان) تهران، ۱۳۸۷، ص ۱۱ـ ۱۲
6_http://wikipedia.org/wiki/punjab-(Pakistan)#demographics-and society
۷ـ کنکوفسکي، پاکستان کې قومی، دالارشاعت ترقي، ص ۱۰۸ـ ۱۰۹.
8_ http://en.wikipedia.org/wiki/histery-of-panjab
۹ـ دودیال، پوهاند محمد بشیر ( د پاکستان د اقتصاد لنډه پېژندنه) سیمه ییز مطالعات، ۱۳۸۱کال، دویمه ګڼه، ۲۳۵مخ.
10_ http://wikipedia.org/wiki/punjab-(pakistan)#economy.
11_http://wikipedia.org/wiki/punjab-(Pakistan)#economy.
۱۲ـ حبیب زوی، عبدالرحمن، په پاکستان کې د واک جوړښت او سرچینې، سیمه ییز مطالعات( دعلمي څېړنیز پروژه) پورتنی اثر، ۵ـ ۷مخونه.
۱۳-پورتنی اثر،۷-۵مخ.
۱۴-http://en.wikipedia.org/wiki/Punjab(Pakistan)#famous_people_of_punjab>