سرينده:څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی

Email:a.habibzui@yahoo.com

بشپړ اته کاله وړاندې د افغانستان له ملي راډیو تلویزون څخه  مې یو خوږه ، خو په عین حال کې ډیر تراجیډیکه نغمه مې تر غوږ شوه،نه پوهیږم د کومې غمیزې مراسم و،خو دغې موسیقۍ آلې عجیبه زړه راښکونکي نغمه بولله.درې کاله وروسته مې دا نغمه د شپې لخوا بیا واوریدله،خو دا ځل د تراجیدي غږ نه و،بلکې یو بل ډول مست او زړه خوښونکي غږ و،داسې بریښده،لکه بریښنا،چې په یوه ثانیه کې په مزو کې غزیږي او په ډیوو کې رڼا بلوي،په همدې ډول دې نغمې هم د زړه او ذهن  پردې داسې ګرولې او تخنولې لکه بریښنا،بلاخره د دې نغمې په لټې پسې په شپه کې له کورته ووتم او په کلي کې په یوه سندریز بنډار واوښتم دا سندریز بنډار د لوګرۍ موسیقي په سبک جوړ شوی و او دا اله په همدغه موسیقۍ کې غږول کیده او دا آله وه «سرينده »چې اوس به يې تاسو ته در وپيژنو:

 

دسریندې وچه لرګیه

غږ دې نری دی پرې کوې نتلي زړونه

  • د سريندې پېژندنه:

سرینده له دوو برخو څخه جوړه ده،چې یوه ته یې کمانچه وايي او دا کمانچه  په خپله د بلوت لرګۍ دی خو د کمان بڼه لري او یو ګیډۍ تارونه پرې تړلي دي ،چې دا تارونه د آس د لکۍ له ویښتو څخه  جوړ شوي دي.دا تارونه کله چې د سریندې په نورو تارونو لګیږي نود نغمې څپې جوړوي.

دویمه برخه يې د سریندې اصلي تنه ده،چې رباب ته ورته ده،خو منځ یې سوری دی او د دې سوري یوه برخه د اوزګوړي په پوستکي پوښل شوې ده.د سریندې تنه ۲۱ تارونه لري،چې درې ټاټه کیږي او هر ټاټ ۷ تاره کیږي.

ټاټ سرګم او سور ته وايي،چې اوه څپې دي:ساري،ګا،په،ده،ني«س».د سریندې تنه د توت له لرګي څخه جوړه شوې ده.

  • دسريندې شاليد:

سرینده د افغاني  اصلي موسیقي یو له آرو او بنسټیزو وسیلو څخه ده،چې د دې هیواد خپله پنځونه ده او که نورو شرقي موسیقیو کې  هم کارول کیږي نو له دې سیمې څخه هلته تللې ده.د سریندې لرغونتیاتر میلاده وړاندې او د افغاني ولسي موسیقۍ پیدایښت سره سم زیږدلې ده.د دې موسیقي آلې لرغونتیا مونږ په خپل پښتو ولسي ادب په لنډیو کې وینو،چې د یوې پېغلې او ځلمي تر منځ په مکالمه کې ترې یادونه شوې ده:

 

ځلمی:                                                                 د تپاره به دې ځونـــــــــــــــــــــــــــــډی شم

                                                                             چې خړ مې نه کړې د میچنې په ګردونو

پېغله:

                                                                            د سریندې به دې ځونــــــــــــــــــــــډی شم

                                                                           له طالبانو مې په پټه وړه مــــــــــــــــــــینه

لومړۍ لنډۍ کې تپاره د ښځې  په کمیس  کې د سینې  پر سر  جیب ته وايي.سرینده دا مهال په افغانستان کې يوازې په لوګرۍ موسیقۍ کې دود ده،نو ځکه سرینده د لوګر د موسیقۍ خپل ایجاد دی،چې له دغې ولسي موسیقۍ څخه بیا نورو موسیقیو ته یې لاره هم کړې په ځانګړي توګه هندي موسیقۍ کې دا مهال سرینده ډیره دود ده.نو پر دې بنسټ د ځینو موسیقي کارپوهانو په آند د موسیقي هغه آلې چې اوس په کومې موسیقۍ کې دود دي،دا مانا ورکويوچې همدا موسیقي د افغانستان اصیله موسیقي ده،چې په دې توګه مونږ ویلی شو،افغاني اصیله موسیقي لوګرۍ موسیقي ده او لکه څنګه چې پخوا فرهنګپال ولسمشر محمد داود خان هڅه کوله،څو لوګرۍ موسیقي د افغانستان ملي موسیقي شي،هغه دې خدای وبخښي دا آرمان یې پوره نه شو او لاړ اوس فرهنګپالو ته په کار ده،چې د هیواد د نورو ملي ارزښتونو تر څنګ ملي موسیقي دود کړي او لوګرۍ موسیقي دې په رسمي چوکاټ کې د ملي موسیقي په توګه دنورو ملي ارزښتونو په کتار کې ودروي،تر څو مونږ د ملي هویت تر څنګ ملي موسیقي هم ومومو.

سرینده غږول ځانګړی مهارت غواړي او هر هنر مند یې نه شي غږولی،که څه د بهرنیانو ویلون غږول اسان کار دی،خو سرینده اکثره لوګري هنرمندان غږولی شي،نور به یې هم و غږوي خو په  دې ډول  چې لوګري هنرمندان یې غږوي هغه ډول یې نه شي غږولی او علت یې دا دی چې په دې(لوګرۍ) موسیقي کې سرینده دود ده او په لوګر کې پنځول شوې ده او همدا لوګري هنرمندان دي،چې جادويي غږ ترې باسي،داسې نغمه او غږ چې د نړۍ په هیڅ موسیقۍ کې نه تر سترګو کیږي.د سریندې غږ دومره ځواکمن او اغیز من دی،چې سړی داسې نه انګیري چې ګواکې دومره لوړ غږ پرته له بریښنا څخه  دې  راووځي،د هیښتیا او لوړ هنر خبره ده،چې دومره ښه او خوږ زیر او بم غږ له یوه وچ لرګي څخه راوځي.

د افغانستان د معاصرې موسیقۍ په تاریخ کې ارواښاد : استاد دوری،مټانۍ،محمد علم،بسم الله،ساده الدین تور سر، محی الدین،نیک محمد،حاجي محمد،محمد قادر، او استاد غفور تکړه سرینده غږونکي وو.دا مهال په افغانستان کې تکړه او یوازیني سرینده غږونکي  بابا قادر،عجب ګل،ماشینی او صاحب ګل دی.

سرینده په خپل سور کې د پښتو ولسي ادب شعري اصناف غږوي،خو دا مهال د غزل ویلو لپاره هم کارول کیږي او د غزل تومنه يې خوږه او ښکلې کړې ده.په ځانګړي توګه په سریندو کې سروکي،لوبې او بګتۍ ډیرې کارول کیږي.د بد مرغۍ خبره دا ده،چې اوس په افغانستان کې د سریندې جوړونکي ټول مړه شوي دي او هنر مندان اړ دي،څو د یوې سریندې د را نیو لپاره هند ته لاړ شي او ۱۰۰۰-۱۵۰۰۰کلدارو په بدل کې یې و اخلي،په داسې حال کې ،چې سرینده له افغانستان نه هند ته تللې ده.

پخوا به سریندې په افغانستان کې جوړیدې،چې په لوګر کې حاجي رشید او په کابل کې حاجي برات به جوړولې،دا مهال دواړه خدای بخښلي  مړه دي او د افغاني موسیقي دا اصیله اله اوس په افغانستان کې نه موندل کیږي،چې خدای مه کړه ورکه  نه شي،که څه هم،چې سریندې په هندي موسیقۍ کې ډیر ارزښتمن ځای نیولی،خو اندیښنه افغاني موسیقي ته ده،چې له دغې موسیقي  څخه  دې ورکه نه شي.

په سریندې دې ګوتې کیښوې

سر دې پرې ټیټ کړ،زه دې هیره کړم مینه