څلی یم د خاورو لا خو باد نه یم

ښايي چې دریاد شم که دې یاد نه یم

هر شهید منظر مو د وطن وايي

نښه د تخریب یم اوس جهاد نه یم

ژوند شو فریادي چیغې وهي داسې

نور دلته زغمونکی د فساد نه یم

کاڼی یم بې شک چې ابرهه وهم

تا غوندې ملحده بې سواد نه یم

ژباړم  د هوسیو سترګو روڼ  کتاب

خیال د یو شاعر یمه صیاد نه یم

دومره پابندي منم په ځان شیخه

دا چې په ضرر د بل آزاد نه یم

نیسم به دې مخې ته هنداره تل

ستا د مرده باد او زنده باد نه یم

لږ خو مې خوږو د ژوند ته هم پریږده

زړه دې یم  صادقه دردآباد نه یم

 

عبدالله صادق