د افغاني موسیقي وده،بډاینه او پراختیا علمي سیمنار راپور
عبدالرحمان حبیب زوی
د روان کال د وري په ۳۱مه نیټه په ننګرهار کې د «افغاني موسیقي د ودې،بډاینې او پراختیا» سیمنار د ختیځو لیکوالو او ژورنالستانو د خپلواکې ټولنې لخوا ونیول شو.په نوموړي سیمنار کې د خیبر پښتنونخوا او د افغانستان له ټولو سیمو څخه لیکوال،شاعران،سندرغاړي،هنرمندان او د موسیقي مینه والو برخه درلوده.په سیمنار کې د غزل وتلي پښتو زبي استاد خیال محمد او مشر استاد ګل زمان ته د اول میر استاد د سروزرو ميډالونه ورکړل شو.
د سیمنار په دریمه برخه کې د علمي مقالو برخه پیل شوه،چې عاشق الله فریاد د لغمان د موسیقۍ ،عبدالله صادق د موسیقۍ د راګونو ،عبدالرحمان حبیبزوی د لوګرۍ موسیقۍ،عبدالله بختانی خدمتګار د اوسني موسیقي د ارزونې،رحمت شاه سایل د موسیقۍ د اهمیت او ځینو نورو درنو لیکوالو د افغاني موسیقۍ د بیلابیلو اړخو په اړه مقالې او ویناوې وکړې.په پای کې د ټنټکور برخه د کرن خان په ښکلي غږ سره پیل شوه او وروسته له کرن خان څخه نورو درنو سندرغاړو لکه نعیم توری،سردار یوسفزي او نورو د موسیقۍ بنډار تود وساته.
د یادونې وړ ده چې د دغه سیمنار په ویاړ د ختیځو سیمو د لیکوالو او ژورنالیستانو د ټولنې لخوا ۴۰ټوکه کتابونه چاپ شوي وو،چې د غونډې په میلمنو وویشل شول.