د لوکرانه بلاګ له خوا د سیمې د وتلي انقلابي شاعر اجمل خټک پر مړینې د خواخوږي پیغام!
اوس که نر دي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما چیغه سړه نه شوله سره شوه
دا د هغه وتلي انقلابي شاعر،لیکوال او سیاسي مبارز اجمل خټک چیغه ده،چې خپل ټول عمر د سیاست،ادب او بدلون لپاره ېې نه سټړي کیدونکي هلې ځلې کړي دي.
د لوکرانه بلاګ د ارواښاد اجمل خټک پر مړینه خپل ژور خواخوږي څرګندوي او د ده قدرمنې کورنۍ او په ځانګړي توګه د ده فرهنګپال ځوی ایمل خټک ته د زړه له کومې تسلیت او د لوی صبر غوښتنه کوي او د لوی څښتن له درشل څخه د ارواښاد اجمل خټک روح ته ارامۍ هیله کوي.
په درنښت
عبدالرحمان حبیب زوی
د لوکرانه بلاګ مشر